سوریې له دوو اونیو نښتو وروسته د کوردانو په مشرۍ ځواکونو سره پر اوربند هوکړه وکړه

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د اوربند تړون لاسلیک کړی

د عکس سرچینه، Ali Haj Suleiman/Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر احمد الشرع وویل دا تړون به د سوریې دولتي ادارو ته اجازه ورکړي پر ګڼ شمېر سیمو بیا خپل واک ټینګ کړي
    • Author, رېچل هګن

د سوریې حکومت اعلان کړی چې د کوردانو تر مشرۍ لاندې د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) سره یې په ټول هېواد کې سملاسي اوربند کړی او د سوریې دولتي رسنیو راپورونو له مخې، حکومت د هېواد پر نژدې ټولو سیمو کنټرول لري.

دا اوربند له نژدې دوه اونۍ جګړې وروسته کېږي. دا د ۱۴ ماده‌ییز پراخ تړون یوه داسې برخه ده چې له مخې به یې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF) د سوریې له پوځ او دولتي ادارو سره یوځای کېږي.

ولسمشر احمد الشرع د دمشق په وینا کې وویل، دا تړون به د سوریې دولتي ادارو ته اجازه ورکړي چې د هېواد په ختیځ او شمال کې پر درې ولایتونو چې الحسکه، دیرالزور او رقه دي یو ځل بیا خپل واک ټینګ کړي.

دا پرمختګ په دمشق کې د احمد الشرع او د سوریې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام بارک تر لیدنې وروسته شوی. بارک دا تړون ستایلی او د "یوې متحدې سوریې" پر لور یې مهم ګام بللی.

تمه کېده چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو قومندان مظلوم عبدي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د هوا د خرابوالي له امله ونه توانېد چې سفر وکړي او د ولسمشر الشرع په وینا، د هغه سفر تر دوشنبې ځنډول شوی دی.

عبدي په یوې ټلویزیوني وینا کې د دې لیدنې پخلی وکړ او ویې ویل چې له پلازمېنې ستنېدو وروسته به د تړون په اړه نور جزییات د سوریې له کوردانو سره شریک کړي.

هغه د روناهي په نوم له کوردۍ ټلویزیوني رسنۍ سره په خبرو کې وویل، له دمشق سره یې پر داسې تړون هوکړه کړې چې د اوربند غوښتنه لري او له یوې پراخې جګړې هم مخنیوی وشي او ټینګار یې وکړ چې دا جګړه د سوریې پر دیموکراتیکو ځواکونو "تپل شوې وه".

د کوردانو لس کلنه خپلواکه اداره

د "اسایش" په نوم د کوردي کورنیو امنیتي ځواکونو غړي او ځایي اوسېدونکي د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۱۸مه، د سوریې د شمال ختیځ تر ټولو ستر کورد مېشت ښار قامشلي کې د لاریون پر مهال راټول شوي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د "اسایش" په نوم د کوردي کورنیو امنیتي ځواکونو غړي او ځایي اوسېدونکي د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۱۸مه، د سوریې د شمال ختیځ تر ټولو ستر کورد مېشت ښار قامشلي کې د لاریون پر مهال راټول شوي. دا لاریون د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو پر ضد او د کردي جنګیالیو د ملاتړ په موخه ترسره شو.

نژدې لس کاله وړاندې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د کوردانو تر مشرۍ لاندې ځواکونو خپله خپلواکه اداره جوړه کړه. دوی د امریکا له پیاوړي ملاتړه برخمن وو، ځکه امریکا د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ته د داعش پر ضد جګړه کې د خپل مهم سیمه‌ییز شریک په توګه وسلې او روزنه ورکوله.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د امریکا د پوځي ملاتړ په مرسته داعش د سوریې له شمال ختیځو سیمو وایستل او وروسته یې په هغو سیمو واګې ټینګې کړې چې هم کوردان او هم عربان په کې اوسېږي.

د هغه تړون له مخې چې احمد الشرع او مظلوم عبدي لاسلیک کړی، د سوریې حکومت به د ملکي ادارو، سرحدي لارو او د تېلو او ګازو د سیمو کنټرول ولري. دا هغه سرچینې دي چې کوردانو یې په مرسته واک چلاوه.

د سوریې دیموکراتیک او امنیتي ځواکونه به تر ارزونې وروسته د سوریې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره یوځای شي، او دمشق به د هغو زندانونو او توقیف کمپونو مسوولیت پر غاړه واخلي چې لسګونه زره بهرني داعشیان او د هغوی کورنۍ په کې ساتل کېږي.

دمشق همداراز بیا ژمنه وکړه چې د کردانو کلتوري او ژبني حقونه به په رسمیت وپېژني، چې په کې د کوردۍ ژبې رسمي حیثیت او د کوردانو نوی کال د ملي رخصتۍ په توګه لمانځل هم شامل دي. په ۱۹۴۶ کال کې له فرانسې د سوریې له خپلواکۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې دې هېواد کې د کوردانو حقونه په رسمي ډول پېژندل کېږي.

کورديو رسنیو راپور ورکړی چې مظلوم عبدي ویلي، د سوریې دیموکراتیک ځواکونه لا هم ژمن دي چې د شمال ختیځې سوریې د کوردانو تر مشرۍ لاندې ادارې "لاسته راوړنې" او "ځانګړتیاوې" وساتي.

دا تړون همداراز د اسلامي دولت (داعش) پر ضد د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال اېتلاف کې د سوریې ګډون بیا تاییدوي.

دا هوکړه د څو میاشتو له ځنډېدلو خبرو وروسته شوې. معنی وروسته له هغه چې د ځواکونو د یوځای کېدو پخوانۍ هڅه ناکامه شوه، او همداراز له هغه وروسته چې د یکشنبې په ورځ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په شاتګ وکړ او د سوریې حکومتي ځواکونو رقه او نږدې د تېلو تاسیسات/بنسټونه ونیول.

احمد الشرع تېره اوونۍ وویل، دا د منلو وړ نه ده چې یوه وسله واله/ملېشه ډله دې د هېواد څلورمه برخه دې په خپل کنټرول کې ولري او د تېلو او اساسي توکو مهمې سرچینې یې هم په واک کې وي.