د کردانو وسله واله ډله: خپل جنګیالي له ترکیې د عراق شمال ته لېږدوي

 پ‌ک‌ک

د عکس سرچینه، Getty Images

د کردانو وسله والې ډلې پي کې کې ویلي چې له ترکیې نه خپل ټول وسلوال د عراق شمال ته لېږدوي او ترکیې نه یې هم غوښتنه کړې چې د سولې بهیر لپاره اړین قانوني ګامونه پورته کړي او غړو ته یې اجازه ورکړي چې په دیموکراتیک سیاست کې ورګډ شي.

دې ډلې له تېرو څو لسیزو راهیسې د کردانو لپاره د یوه جلا هېواد په موخه د ترکیې د حکومت پر وړاندې وسله واله مبارزه کوله خو په تېره مې کې یې له دې مبارزې لاس واخیست.

ترکیه کې د واکمن ګوند یوه ویاند ویلي د پي کې کې تازه پرېکړه به د قانوني اقداماتو لپاره پارلماني کمیټې سره مرسته وکړي.

د پي کی کی ډلې ویلي چې په جولای میاشت کې د کړي اعلان له مخې، د خپلو غړو د بي وسلې کولو د بهیر په لړ کې خپل جنګیالي د عراق شمال ته لېږدوي. دې ډلې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکیې پرضد وسله واله مبارزه کوله خو په تېره می میاشت کې یې له وسله والې مبارزې لاس واخېست او جولای میاشت کې یې د بې وسلې کولو بهیر پیل کړ.

پي کې کې چې د ترکیې، امریکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله بلل شوې وه په همدې میاشت کې د ښه نیت د څرګندولو په موخه په سمبولیک ډول یوه اندازه وسلې وسوځولې.

دا هر څه وروسته له هغه شوني شول چې د پي کې کې ډلې مشرعبدالله اوجلان چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې په زندان کې دی د دې هرڅه لارښوونه وکړه. پي کې کې ډلې د یکشنبې په ورځ په خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي د دې لپاره چې د ازاد ژوند او ورورولۍ بنسټ یې ایښي وي خپل ټول جنګیالي له ترکیې د عراق شمال ته لېږدوي.

د پي کې کې یوه مشر سابري هوکې په دې اړه وویل: "دغه غوښتنه زموږ د خلکو لپاره ده، په ځانګړې توګه ښځو او ځوانانو لپاره، دا له چا نه د څه شي د تمې لرلو بهیر نه دی، بلکې د ازاد دیموکراتیک ژوند لپاره د منظمې مبارزې بهیر دی. هرڅوک چې د داسې ژوند سره اشنا وي باید حرکت وکړي او د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره هڅه وکړي."

تصویر: عبدالله اوجالان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د پي‌ کې‌ کې مشر عبدالله اوجالان له ۲۶ کلونو راهیسې بندي دي

د کردانو پي کې کې ډلې همداراز ویلي، چې له دې وروسته به له ټولنې سره د دې ډلې د جنګیالیو د ورګډېدو پړاو پیلېږي او د ترکیې پارلمان کې یې له هغې کمیټې نه چې د سولې بهیر څاري غوښتنه کړې چې له کوم ځنډ پرته په زندان کې دوی له مشر عبدالله اوجلان سره وګوري.

دې ډلې پر خپلو کړو ژمنود درېدو خبره تکرار کړې او د ترکیې له حکومته یې هم غوښتنه کړې چې له ځنډ پرته د سولې بهیر لپاره اړین قانوني ګامونه پورته کړي او غړو ته یې اجازه ورکړې چې په ولسواک سیاست کې ورګډ شي.

ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوان د عدالت او پرمختګ ګوند ویاند عمر چیلیک پر اېکس پاڼه لیکلي چې له ترکیې نه د کرد جنګیالیو د ایستلو پرېکړه به د قانوني اقداماتو برخه کې له پارلماني کمیټې سره مرسته وکړي.

د رپوټونو له مخې د ترکیې پرضد د دې ډلې په ۴۱ کلنه وسله واله مبارزې کې له دواړو خواوو نه څه باندې پنځوس زره کسان وژل شوي چې ډېره برخه یې د همدې ډلې د غړو ده.

په وروستیو کلونو کې دا ډله د ترکیې له سویل ختیځه د عراق شمال ته تمبول شوې وه او دغلته یې پر مرکزونو د ترکیې پوځ پرلپسې بریدونه کول.

په پیل کې پي کې کې ډلې کردانو ته د یوه جلا هېواد لپاره مبارزه کوله خو وروسته یې بیا کردانو ته د حقونو ډېرول او د ترکیې په سویل ختیځ کې یې د کردانو کورواکي غوښته. ترکیې ویلي چې د کردانو حقونه مني خو د بیلتون غوښتنې هېڅ ډول ګامونو ته اجازه نه ورکوي.