کونړ: ''د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې درې ماشومان وژل شوي''

کونړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، تر څو میاشتني ځنډ وروسته پر کونړ د تازه بریدونو د توغندیو شمېر له اووه سوو اوښتی دی( ارشیف تصویر)

د کونړ چارواکي وايي، له ډېورند کرښې هغې لوري پاکستاني پوځيانو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ مرمۍ ور ویشتلې چې له کبله یې درې کوچنيان وژل شوي او ۶ نور یې ژوبل کړي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وایي، دا مرګژوبله په دانګام ولسوالۍ کې چارشنبه له غرمې وروسته پېښه شوې. د چارواکو په خبره، تر څو میاشتني ځنډ وروسته پر کونړ د تازه بریدونو د توغندیو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی.

د کونړ ځايي چارواکي وایي، چهارشنبي له غرمي وروسته د ډيورند کرښې له هغې خوا د پاکستاني پوځيانو له لوري په ویشتل شوې مرمۍ د دانګام ولسوالۍ په په ښروو پټيو سيمه لګیدلې چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش وایي، د نن سهار د تازه راوېشتل شویو مرمیو له ډلې یې یوه یې د هستوګنې سیمې ته څېرمه لګېدلې چې دغلته راټولو شویو ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولی ده.

نوموړی زیاتوي، وخت ناوخت په دې ولسوالۍ د توغنديو را وارېدو د ولسي خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی. د ده په ټکو ډېر وخت د دې مرميو له وېرې خلک د اوسېدو له سيمو ځانانو وباسي.

د دې پېښې د ژوبلو وضيعت ښه بللی شوی دی.

وړمه ورځ د کونړ ځایي ولایتي چارواکو بي بي سي ته ویلي و، له کابو یوې اونۍ راهيسې د کونړ په شلتن، ناړۍ او دانګام ولسوالیو د پاکستان له خاورې له ۷ سوو ډېرې مرمۍ راغلي دي.

کونړ

د عکس سرچینه، Getty Images

دوی هغه مهال ویلي و، دې ګوليو که څه هم د سر زیان نه دی لرلی، خو تر ۵ کورونه يې ويجاړ کړي دي.

په تېر کې هم د افغانستان د ختيځ کونړ سربېره په ننګرهار هم د کرښې هغه غاړې مرمۍ راغلي او د سر زیان سربېره يې زرګونه کورنۍ اړې کړي چې خپلې مېنې پرېږدي.

پاکستاني پوځ تراوسه د دې نويو بريدونو په هکله څه نه دي ويلي، خو پاکستان ډېر کله دا نه ده منلې چې دوی دې دا کار کړی وي. افغانستان د دې تازه بريدونو سره هممهاله رسمي شکايت ليک ملګرو ملتونو ته سپارلی دی.