د کراچۍ ګلپلازا کې اورلګېدنه: ۶ کسان وژل شوي له ۵۰ ډېر تریتم دي
د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې تېره شپه په یوه سوداګریز مرکز کې لګېدلي اور پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
دا اور تېره شپه شاوخوا لس نیمي بجې د کراچۍ د صدر سیمې په ګلپلازا کې لګېدلی او اور وژونکي یې تر اوسه په بشپړه توګه په کنټرولولو نه دي بریالي شوي.
په دې اورلګېدنه کې تر دې دمه د ۶ کسانو د وژل کېدو او له ۲۰ د ډېرو نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی. خو چارواکو اندېښنه ښودلې چې د مرګژوبلې شمېر تر دې لوړېدای شي.
په وژل شویو کې یو تن د کراچۍ میټروپولیټن کارپورېشن (کېاېمسي) اور وژونکی دی.
چارواکو زیاته کړې چې د ۵۰ کسانو د تریتم کېدو رپوټونه یې هم ترلاسه کړي.
ویل کېږي په دوی کې شپږ تنه د یوې کورنۍ غړي دي چې واده ته د سودا اخیستلو لپاره دې پلازا ته تللي وو.
یوه سپین ږېري چې د پلازا مخې ته ولاړ و، بيبيسي ته ویلي تری تم شوې د ده خورزه، د هغې درې لوڼې، لمسۍ او زوی دي.
هغه وویل دوی پرون واده ته د سودا پېرلو لپاره ګلپلازا ته راغلي وو: "ټول د یوې کورنۍ غړي دي، خپل کور یې قلف کړی و، اوس به د دوی د کور قلف څوک خلاصوي، یوازې خدای پوهیږي."
ځايي هیټویوالو او عیني شاهدانو ویلي، په اورلګېدنه کې له ۴۰۰ ډېر دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په سند کې د ۱۱۲۲ ژغورندویه ډلې ویاند احسان الحسیب بيبيسي ته ویلي، چې دغه "خورا شدید اور" صدر سیمه کې پر شاوخوا ۸۰۰۰ متر مربع ساحې پرتو ودانیو کې لګېدلی او دا چې "په بشپړه توګه یې د وژلو چارې له یوې تر دوو ورځو اخیستی شي."
هغه زیاته کړې چې په ګلپلازا کې ۱۲۰۰ دوکانونه وو چې د تخت د پلاستیکي توشکو، رختونو، غالیو او عطرو په څېر په چټکۍ سوځېدونکي توکي پکې پلورل کېدل.
احسان الحسیب وايي، د دې سیمې ودانۍ ډېرې زړې دي او د اور لګېدو له کبله یې د نسکورېدو خطر هم شته.
د نوموړي په وینا د ژغورنې او اور وژنې چارې له همدې کبله سوکه او په احتیاط په مخ ځي.
د پاکستان د سمندريځواک د اور وژنې ډلې هم له ۱۱۲۲ ژغورندویه ډلو سره مرسته کوي.
کراچۍ بندر کې اورلګېدنه

د یادونې ده چې تر دې یوه ورځ ورمخکې (جمعه د جنورۍ ۱۶مه) د کراچۍ بندر کې هم اورلګېدلی و.
په هغې اورلګېدنه کې د ځاني زیان څه رپوټ نه و ورکړ شوی، خو په کراچۍ کې د افغان توکو د ترانسپورت یوه مسوول مطیعالله قریشي بيبيسي ته ویلي وو، چې شاوخوا ۷۵ کانټینره سوداګریزو مالونو ته زیان اوښتی چې ۱۸ پکې د افغان شرکتونو او سوداګرو دي.
د نوموړي په وینا د افغان سوداګرو په کانټینرونو کې بوره، غوړي او نور توکي بار وو.
د افغان سوداګرو ګڼ مالونه او پر سوداګریزو توکو بار موټرونه له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د لارو تړل کېدو له کبله په کراچۍ بندر او تر ډیورنډ کرښې هاخوا ایسار پاتې دي.
ښاغلی قریشي وايي، د لارو تړل کېدو افغان سوداګر له سخت فشار او مالي زیانونو سره مخامخ کړي.












