پاکستان: اورګاډي کې اورلګېدنې ۷۴ کسان وژلي دي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان له ساحلي ښار کراچۍ نه راولپنډۍ ته روان ریل ګاډي کې د اور لګېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۴ مسافر وژل شوي دي. پېښه د پنجاب ایالت سویلي ښار رحیم یار خان ته نژدې شوې ده.
پېښه کې ۴۰ کسان ټپیان دي او چارواکي د وژل شویو کسانو شمېر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي.
لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې د پېښې په تړاو ژور خفګان څرګند کړی او وايي، د پېښې څېړنې امر یې کړی دی.
د پاکستان ریلوې وزیر شیخ رشید احمد وايي، اور د ګاز هغې ډبې چاودنې له کبله پیل شوی چې مساپرو په ګاډي کې د ناشتې یا سباناري پخولو لپاره له ځان سره لېږدوله.

د عکس سرچینه، PAKISTAN RAILWAYS
رپوټونو کې ویل شوي دي، وروسته دغه اور د ګاډي دریو واګونونو یا ډبو کې خپور شوی دی.
ځايي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، ډېر کسان هغه مهال ووژل شول چې له اوره د ځان ژغورلو لپاره یې له رېل ګاډي ټوپونه ووهل.
رپوټونو کې ویل شوي، پېښه کې وژل شوي ډېر کسان لاهور ښار ته نژدې کلنۍ مذهبي اجتماع کې د ګډون لپاره روان وو، چې تبلیغي جماعت یې تنظیموي.
ویل کېږي چې د همدي تبلیغي مسافرو رسولو کې د مرستې لپاره ریل ګاډي لاره بدله کړې وه. رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې ډېر وژل شوي کسان د میرپور خاص سیمې اوسېدونکي دي، چې مذهبي اجتماع کې ګډون ته روان وو.
جمشید پټان نومي ژوندي پاتې کس بي بي سي اردو څانګې ته وویل، د سهار لمانځه له ختمېدو سملاسي وروسته دی او ملګري مسافر یې پوه شول چې اورګاډي اور اخیستی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ریلوې وزیر شیخ رشید احمد وايي، ''دوه ګازي نغري چاودلې او دوی چې پخلی کاوه، نو غوړي هم ورسره وو او همدا غوړي د لمبو پراخیدو سبب شوي دي. ''
ښاغلی احمد وايي، خلک ګازي ډبې د اوږدو سفرونو پر مهال د خوړو پخولو لپاره له ځان سره ګرځوي، چې دا یوه ستونزه ده. که څه هم د ریل ګاډي سفرونو کې د خوړو ګرځول معمول دی، خو د ګازي ډبو پر لېږدولو بندیزونه لګېدلي دي.
خو ځینو نورو رپوټونو کې بیا دا هم ویل شوي چې دا اور د برېښنا د مزو سوځېدو له کبله پیل شوی. ځینې ژوندي پاتې مساپر په دې باور دي چې د ریل ګاډي په برېښنايي تارونو کې لګېدلی اور پراخ شو، چې وروسته د واګنونو لرګینو څوکیو او دیوالونو ته ورسېد.
له دې پېښې وروسته د ریل ګاډو تګ راتګ ځنډول شوی و، خو وروسته د ریلوې وزیر وویل، اوس دغه تګ راتګ له معمول سره سم بېرته پیل شوی دی.










