د سیلفي اخیستو پر مهال اورګاډی ځوان وواهه
- Author, ویکټوریا پارک
- دنده, بي بي سي یو جي سي اینډ سوشل نیوز
پر خواله رسنیو د هغه هندي ځوان په لاس اخیستل شوې ویډیويي کلیپ زرګونو کسانو کتلې، چې حیدراباد سیمه کې یې د روان اورګاډي مخکې سیلفي ویډیويي کلیپ اخیست او اورګاډی ورورسېد.
د سویل مرکزي ریلوې پولیسو په وینا دغه ځوان چې سېوا نومېږي ټکر کې ژوندی پاتې شوی، خو سر یې ټپي شوی دی. نوموړی وروسته محکمې ته وړاندې شوی او ۵۰۰ هندۍ روپۍ جریمه شوی دی.
دغه ۲۱ ثانیې دورانیه لرونکې ویډیو د چار شنبې پر ورځ زرګونو کسانو پر فېسبوکپاڼو له نورو سره شریکه کړې ده.
ویډیو کې ښاغلی سېوا لیدل کېږي، چې د اورګاډي پټلۍ سره جوخت ولاړ دی، کمرې ته ګوري او 'ایم ایم ټي ایس ' ډوله اورګاډی ور رسېږی.
د یوه نژدې ولاړ کس غږ اورېدل کېږي، چې هغه ته د لرې کېدو وايي او دغه راز د اورګاډي چلوونکی هم پرلپسې هارن غږوي، خو ښاغلی سېوا په ځواب کې وايي 'یوه دقیقه ' او همدې کې ګاډی ور رسېږي.
د اورګاډي مخکینۍ برخه د هغه د سر له ښۍ برخې سره لګېږي او موبایل ټیلیفون یې له لاسه غورځېږي.
د ۲۰۱۷ اکتوبر کې درې زلمي کرناټکا ایالت کې هغه مهال اورګاډي ووهل، چې د روان اورګاډي مخکې یې سیلفي تصویرونه اخیستل او دغه راز پلازمېنه ډیلي کې دوه نور زلمي هم د سیلفي اخیستو پر مهال تر اورګاډي لاندې شول.

د عکس سرچینه، Asif Saud
د پېټرز برګ کارنیګي مېلون پوهنتون څېرونکو یوې ډلې مشر هېمنک لامبا وايي له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ پورې د دوی یوه څېړنه ښيي، چې د نړۍ لر او بر کې دغه موده کې ۱۷۶ کسان د سیلفي تصویرونو یا ویډیويي کلیپونو اخیستو پر مهال وژل شوي دي، چې په وینا یې ډېر شمېر یې یانې ۷۶ کسان په هند کې وژل شوي دي.
ماهرین وايي د خواله رسنیو بې دریغه مینه وال ځوانان د سیلفي اخیستو پر مهال په بې پروایۍ د احتیاط له کچې تېرېږي او له خطرونو سره مخامخېږي.
ښاغلی لامبا وايي په هند کې د سیلفي اخیستو پر مهال ډېری وژل شوي ځوانان دي، چې اورګاډي سره ټکر شوي دي. د نوموړي په وینا هلته یو باور داسې دی، چې د روان ګاډي څنګ ته اخیستل شوي تصویرونه د کلکې ملګرتیا ثبوت دی.
ټویټر کاروونکو د ښاغلي سېوا سیلفي اخیستو ته د 'خطرناک، لیونتوب او هېښونکي ' نومونه ورکړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د کاند کېندنې او اورګاډي چارو وزیر پیوش ګویال هم پر ټویټر د تصویر اخیستو لپاره له خطر سره د ځان مخامخولو په تړاو خبرداری ورکړی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2









