افغان توکي اول ځل په اورګاډي کې چین ته ولېږدول شول

ټرانسپورټ

د عکس سرچینه، Ministry of Transport

د عکس تشریح، د افغانستان ټرانسپورټ وزارت وايي، د دې توکو ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه د تالک په نوم قیمتي ‌‌‌‌‌‌ډبرې دي، چې تر پروسېس وروسته په طبي درملو کې کارېږي.

د افغانستان د بلخ ولایت د حیرتان بندر له لارې د پنجشنبې په ورځ د افغان سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه په اورګاډي کې چین ته ولېږدول شوه.

د دې توکو لېږدو سره به افغانستان د پټلۍ له لارې له سوېلي اسیا سره ونښلول شي.

تمه ده چې له حیرتان د پنجشنبې روان شوی اورګاډی په ۱۱ ورځو کې د چین یاووای ښار ته رسېږي.

چین ته له افغانستان په لومړۍ جوپه کې د تالک ډبرې د اورګاډي ۴۱ ډبو کې بار شوې چې ۱۱۰۰ ټنه وزن لري.

د افغانستان ټرانسپورټ وزارت وايي، دغه ‌‌‌‌‌‌ډبرې تر پروسېس وروسته په طبي درملو کې کارېږي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزیر یما یاري وايي، له کوم وخت راهیسې چې دا پټلۍ جوړه شوې، ډېری واګونونه له افغانستان تش تلل، خو نن له افغان سوداګرو د توکو د لېږدولو ازمایښتي شاهد یو.

"زموږ ژمنه داده، چې د ټرانسپورټي لارو د خلاصون او انکشاف له طریقه به د هېواد تولیدات او محصولات د نړۍ سترو بازارونو ته ورسوو".

یما

د عکس سرچینه، Manistry of Transport

افغان سوداګر خیر الدین مایل خوښ دی چې له دې لارې به چین ته د افغان سوداګریزو توکو لېږد به د دې لامل شي چې سوېلي اسیا ته دا توکي په وړ بیه ورسېږي.

نوموړی له افغان حکومت او هغو هېوادونو چې دې برخه کې همکاري کوي دا هیله لري، چې دا توکي یوازې په ډبرو پورې نه لنډوي:

بلکې هغه څه چې موږ یې په افغانستان کې تولیدو، غواړو د پټلۍ له لارې یې د نړۍ مارکېټونو ته یې ورسوو.

د سیمه ییزې ادارې مرستیال خان ولي خان بشرمل وايي، د پټلۍ له لارې د افغاني توکو لېږدول له هوايي دهلېزونو ګټوره تمامېږي:

"په تېرو پنځو کلونو کې هغه مهم کارونه چې د افغانستان د موجوده ستراتیژیک موقعیت د ټاکلو لپاره د سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د افغانستان د موقعیت د تثبیت لپاره شوي په ریښتیا د ستایلو دي".

چین

د چین- حیرتان پټلۍ چې له ازبکستان او قزاقستان تېرېږي له ۲۰۱‍۱ کال راهیسې پیل اول ځل په ۲۰۱۶ کال کې د توکو لېږد ته تیاره شوه.

له دې مخکې یوازې له چین پرې افغنستان ته سوداګري توکي واردېدل، خو دا لومړی ځل دی چې له فغانستان دا توکي چین ته پرې لېږدول کېږي.

له چین څخه د افغانستان لومړۍ جوپه واردات د حیرتان بندر له لارې د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې پیل شول.

بلخ کي د سوداګرۍ او پانګونې چارواکي وايي، تراوسه له چین افغانستان ته له دې لارې څلور زره ډبې توکي وارد شوي دي.

تمه کېږي چې د اورپټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو په پیلیدو سره به هر کال چین ته د دې هېواد صادرات له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه ۶۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شي.

چین د افغانستان لپاره د سوداګرۍ مهم شریک ګڼل کېږي چې د افغانستان د سوداګرۍ خونو د معلوماتو له مخې يې تېر کال افغانستان ته د یو میلیارد او درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي.

افغان چارواکي هیله لري چې له دې پټلۍ به پر چین سربېره اسیا او ان اروپا ته هم صادرات وکړي.