امریکا او برېتانیا په قطر کې له پوځي اډې یو شمېر پوځیان باسي

العدید په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه ده.

د عکس سرچینه، TSGT Scott Reed, USAF

د عکس تشریح، العدید په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه ده.
    • Author, تینشوی یوینګ

امریکا او برېتانیا په داسې حال کې د قطر په العدید پوځي اډه کې د خپلو دېره پوځيانو شمېر کموي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایران کې د احتجاجیانو پر ضد د تاوتریخجنو عملیاتو له کبله د اقدام په هکله غور کوي.

چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته ویلي، د امریکايي پوځیانو جزوي ایستل یو ''احتیاطي اقدام دی'' بي بي سي باور لري، چې یو شمېر برېتانوي پوځیان هم له هغه ځایه ایستل شوي دي.

د قطر حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، د رپوټونو له مخې ''په سیمه کې د تاوتریخوالي اوسني وضعیت ته په کتو'' سره امریکا دا اقدام کړی دی.

د برېتانیا بهرنیو چارو وزارت په ورته مهال په تهران کې د دې هېواد سفارت هم تړلی او د یاد وزارت یوه ویاند په خبره اوس به یې چارې له بل ځایه یا د انلاین له لارې سمبالېږي.

د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې، ایراني چارواکو د احتجاجونو پر ضد عملیاتو کې تر "۲۴۰۰ پورې احتجاج کوونکي" وژل شوي دي.

د ایران حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د پوځي پرسونل ایستل کېدو په اړه، د قطر حکومت ویلي، دوی به "د خپلو اتباعو او اوسېدونکو د امنیت او خوندیتوب لپاره د مهمو زیربناوو او نظامي تاسیساتو ساتنې اړوند ټول اړین اقدامات د لومړیتوب په توګه پلي کړي".

د برېتانیا دفاع وزارت بیا ''د عملیاتي خوندیتوب له کبله'' د برېتانوي پوځیانو ایستلو په هکله له تبصرې ډډه وکړه.

العدید په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه ده، چې د نژدې ۱۰۰ برېتانوي کسانو په ګډون تر لس زرو پورې پوځیان پکې مېشت دي. خو معلومه نه ده، چې څومره شمېر پوځيان له هغه ځایه ایستل شوي دي.

ټرمپ د روانې اونۍ په پیل کې خبرداری ورکړ چې که چارواکي لاریون کوونکي اعدام کړي، امریکا به د ایران پر ضد "سخت اقدام" وکړي. ایران بیا ویلي، که امریکا پرې برید وکړي غچ به ترې واخلي.

د چهارشنبې پر ورځ، ښاغلي ټرمپ وویل چې د ده ادارې ته "په بشپړ اعتبار" سره ویل شوي چې "په ایران کې وژنې بندېږي، او د اعدامونو لپاره هیڅ پلان نه شته".

کله چې د یو خبریال لخوا پوښتنه وشوه، ښاغلي ټرمپ وویل چې دا "له بلې خوا خورا مهمې سرچینې" دي او دی هیله لري چې راپورونه رښتیا وي.

د متحده ایالاتو له ولسمشر څخه دا هم وپوښتل شول چې ایا نظامي اقدام اوس په پام کې نشته، هغه ځواب ورکړ: "موږ به وګورو او ګورو چې پروسه څه ده."

ایران احتجاجونه

د عکس سرچینه، Getty Images

رویټرز خبري اژانس د دیپلوماتانو په حواله راپور ورکړی چې که څه هم ځینو پوځیانو ته ویل شوي چې له العدید هوايي اډې ووځي، خو تېر کال د ایران له بریده مخکې د لوی شمېر پوځیانو وتلو کومه نښه سملاسي نه لیدل کېږي.

بل لور د چهارشنبې پر ورځ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې، "هغه تېروتنه تکرار نه کړي چې تاسو په جون کې کړې وه،" او زیاته یې کړه: "تاسو پوهیږئ، که تاسو د یوې ناکامې تجربې هڅه وکړئ، نو تاسو به ورته پایله ترلاسه کړئ."

په تهران کې د برېتانوي سفارت د لنډمهاله تړل کېدو سره سره په سعودي عرب کې د امریکا ماموریت خپلو پرسونل او اتباعو ته سپارښتنه کړې چې "ډېر احتیاط وکړي او په سیمه کې هر ډول نظامي تاسیساتو ته سفر محدود کړي".

په ورته مهال په ایران کې امنیتي وضعیت ته په کتو، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران مېشتو وګړوغوښتي، چې له دې هېواده ووځي.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت په خبره په ایران کې نژدې ۶۰۰ ایټالویان شته، چې ډېری یې پلازمېنه تهران کې دي.

بل لور د پولنډ بهرنیو چارو وزارت په یوه اېکس پیغام کې له خپلو ایران مېشتو وګړو غوښتي، چې ''سملاسي'' باید له دې هېواده ووځي.

د ایران حکومت پر امریکا تور لګولی چې غواړي "د پوځي مداخلې لپاره پلمه جوړه کړي"، د پارلمان رییس یې خبرداری ورکړی چې که امریکا برید پرې وکړي، په سیمه کې به د اسرائیلو او امریکا پوځي او د بارچالانۍ مرکزونه د دوی لپاره مشروع هدف شي.

په ایران کې وروستي لاریونونه د دسمبر په پای کې د اسعارو د بیو له کمېدو وروسته او په داسې حال کې چې د دغه هېواد اوسېدونکي د ژوند اړتیا وړ توکو د لوړېدونکو لګښتونو سره مخامخ دی، پیل شول.

دغه احتجاجونه په چټکۍ سره د سیاسي بدلون غوښتنو ته پراخ شول او د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې د دې هېواد حکومت لپاره له خورا جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي.