افغان انګور اول ځل له چابهار بندر هند ته ورسېدل

انګور

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

افغانستان د لومړي ځل لپاره له چابهار بندر هند ته د تازه مېوو صادرات پیل کړل.

دا ګام په داسې مهال دی، چې افغان چارواکي وايي، پسرلی د ډېر ورښت له برکته هلمند او کندهار کې د انګورو حاصل تر تېر کال ۱۵ او ۲۰ سلنه ډېر دی.

که څه هم سوداګر شکایت کوي چې د مېوو صادرولو ته یې مناسبې لارې نشته، خو د سوداګرۍ خونه هند ته د انګورو لېږلو خبره کوي.

دا وزارت وايي په شلو ټنو انګورو بار دا مال تېره ورځ (سه شنبه، وږی ۱۲مه) په بریالي ډول د هند ممبۍ ښار ته رسېدلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا له هوايي دهلېزونو وروسته له دې لارې د تازه مېوو تجربه ګټوره وه او دې لړۍ ته به دوام ور کوي:

"له نېکه مرغه موږ دا انګور له چابهار بندر د هند ممبۍ ته ولېږل، دا ازمایښتي دوره وه، چې وګورو تازه مېوې څومره وخت کې تر ممبۍ رسېږي دا بهیر بریالی و، ځکه دا ټول یوه اونۍ کې بشپړ شو".

د هغه په خبره، دا ازمایښتي لېږد و چې د افغانستان شل ټنه انګور پکې د څو ولایتونو له نیمروز تر زاهدان او بیا چابهار ورسېدل.

ټاکلې ده چې له دې وروسته د کندهار انار، د میدان وردګو مڼې او ځینې وچ درملي بوټي هم له دې لارې هند ته ولېږل شي.

چابهار بندر

غني

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني تېره پرورۍ د چابهار بندر له لارې اول ځل د توکو لېږدولو پرانیست غونډه کې.

د ایران، افغانستان او هندوستان مشرانو پر ۲۰۱۶ کال له چابهار بندر د سوداګریزو توکو د لېږد تړون وکړ.

چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له لارې د نړیوالې سوداګرۍ په موخه تر ټولو نژدې لار بلل کېږي.

هند لا وختي افغانستان ته د چابهار بندر په کارولو د مالونو استول پیل کړي دي.

خو افغانستان هند ته د خپلو ځمکنیو صادراتو لومړی کاروان د روان زېږیز کال د مۍ پر دویمه په رسمي مراسمو کې د نیمروز ولایت له زرنج نه د ایران چابهار بندر ته وخوځېد.

د څه باندې ۲۰ باري ګاډو په دغه کتار کې ۵۷۰ ټنه مۍ او د ننګرهار ولایت شوکاڼی 'تالک' بار و.

د پاکستان له ځمکې د هند او افغان سوداګرۍ د بندولو ګواښ

انګور

د عکس سرچینه، AFP

دا ګام په داسې مهال دی چې د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر فواد چودري تېره اونۍ یو ځل بیا وویل، پر هند د پاکستان د هوايي حریم پر بندولو سربېره د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند د سوداګرۍ پر پوره بندولو هم غور کوي.

تېره پرورۍ د هند واکي کشمیر په پلوامه کې پر هندي ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته نوي ډېلي د پاکستان بالاکوټ کې بمبار وکړ.

په ورپسې ورځ پاکستان هندۍ الوتکه وغورځوله چې ور پسې د دواړو اړیکي خراب شول او اسلام اباد د سوداګریزو او کورنیو الوتکو پرمخ هوايي حریم وتاړه.

څه مهال وروسته یې د خپلې خاورې نورې هوايي لارې پرانیستې، خو له هند سره پوله کې یې ختیځ هوايي حدود بند و.

د پاکستان د هوايي حریم بندولو له امله د افغانستان او هند ترمنځ د الوتکو کرایې هم په دې لوړې شوې چې لار یې اوږده شوه.

خو اسلام اباد تېره میاشت دا بندیز لرې کړ، مګر اوس چې د کشمیر له امله د پاکستان او هند اړیکي بیا خراب شوي، اسلام اباد د ورته بندیز غور کوي.