د افغانې مېرمن د لبسرین ګټه "انلاین ښونځیو" ته ورکول کېږي

Laila Hamidi

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

"د ګډون کوونکو ښځو پر نومونو مو پچه واچوله. د یوې ښځې نوم پکې راووت او د هغې په نامه او د خوښې رنګ مو لبسرین جوړ کړ."

دا د لیلا حمیدي په نامه د یوې افغانې ښځې خبرې دي چې یوه نیمه لسیزه یې د سینګار او ښکلا برخه کې کار کړی.

هغې تازه د یوې افغانې ښځې په نامه لبسرین جوړ کړی. وايي له دې کاره یې موخه دا ده چې له زدکړو محرومو افغان نجونو پر لیکه ښوونځيو سره مرسته وکړي.

هغې بي بي سي ته وویل، دا لبسرین د افغانې ښځې (نګین زینال) په نامه جوړ شوی چې "له دې درکه ګټل شوې پیسې به ټولې د نجونو انلاین ښوونځیو ته ورکوو."

نګین یوه له هغو ګډونوالو وه چې د (زما نوم، زما زنګ او زما کیسه) تر سرلیک لاندې یې د لیلا حمیدي له خوا جوړې شوي دې پروګرام کې ګډون کړی و.

د دې لبسرین رنګ سور غوره شوی چې "د مینې" نښه ګڼل کېږي.

له جګړو راوتلې افغانه ښځه چې اوس د فېشن د نړۍ پېژندل شوې څېره ده

Laila Hamidi

د عکس سرچینه، Getty Images

لیلا حمیدي له کوچنیوالي ښکلا او سینګار سره مینه وه.

هغه چې اوس نړۍ کې د دې برخې یوه پېژندل شوې څېره ده، خو د خپل راتلونکي په اړه د ماشومتوب خواږه خوبونه او یادونه یې لا هم پر زړه دي.

وايي: "له کوچنیوالي مې مود او فېشن خوښېده، هغه وخت پرې دومره نه پوهېدم خو هندي فلمونه به مې ډېر کتل."

۴۵ کلنه لیلا حمیدي په جرمني کې اوسېږي. پنځلس کلنه وه چې افغاستان کې د جګړو او نا امنۍ له امله د کډوالۍ په تکل له خپل ټاټوبي ووتله.

سره له دې چې هغه اوس د پاریس او لندن په څېر د فېشن مشهورو نندارو ته وربلل کېږي او ګډون پکې کوي، خو دا نه هېروي چې له کومه ځایه راغلې ده.

"په افغانستان کې نا امني وه، طالبان و. ما به چادري پر سروله او ډېره کمه به له کوره وتم. د دې امکانات نه و چې زما دا خوب دې هلته په ریښتیا شي."

مېرمن حمیدي هالنډ کې اقتصاد برخه کې زدکړې پیل کړې، خو له واده وروسته جرمني ته ولاړه.

هلته یې د عطرو په یوه پلورنځی کې کار پیل کړ او هغه وخت پر دې پوه شوه، چې مود او فېشن سره یې لېوالتیا ډېره ده.

همدې مسلک ته یې مخه کړه چې اوس پکې د نړۍ په کچه ځلېږي.

"پیل کې چا نه منله چې زه افغانه یم"

Laila Hamidi

د عکس سرچینه، Getty Images

مېرمن لیلا حمیدي د بار رافائلی یا الک وک په شان مشهورو موډلانو ته فېشن کوي او جامې ورته برابروي.

اغلې حمیدي په حقیقت کې د مشهورو براڼد شرکتونو د جامو طراحانو او ماډلانو تر منځ پل دی چې چارې ورسره همغږې کوي.

هغه چې اوس په لسګونه ماډلانو او برانډ شرکتونو سره اړیکه لري وايي: پیل کې هیچا نه منله چې زه دې افغانه یم.

"کله مې چې مود او فېشن برخه کې خپل کار پیل کړ نو چاته به مې چې وویل افغانه یم، نه به یې راسره منله، په حیرانۍ به یې راته کتل چې افغانې ښځې خو څادري پر سروي."

ماډلان د هغې په مشوره له طراحانو په وړیا ډول جامې، ګاڼې او لاسي بکسونه ترلاسه کوي. هغه عسکونه بیا د طراحانو د تولیداتو لپاره غوره تبلیغاتو کې شمېرل کېږي چې له جامو اغوستو وروسته له ماډلانو اخیستل کېږي. د لیلا حمیدي د ژوند کیسه به ښايي ډېرو ته په زړه پورې وي خو خو تازه ګام یې چې د لبسرین ګټه یې د افغان نجونو ښوونځیو ته رسېږي د لوی شمېر هغو نجونو لاس نیوی او ورسره ښېګڼه بلل کېږي چې له هر څه ډېر لوست ته اړتیا لري.