د کراچۍ ښار یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې مرګژوبله اړولې
د کراچۍ ښار یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې مرګژوبله اړولې
د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې شپږ کسان وژلي او ویل کېږي د یوې کورنۍ شپږ غړي چې واده ته د سودا اخیستلو لپاره تللي وو، تریتم دي.
دا اور تېره شپه په محمد علي جناح واټ په ګلپلازا کې لګېدلی و.
لومړنیو رپوټونو کې له ۲۰ د ډېرو کسانو د ټپي کېدو هم ویل شوي.
ځايي هټیوال او عیني شاهدان وايي، اورلګېدنه کې نږدې ۴۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه سوځیدلي دي.



