د عکس تشریح، سیمه ییزې رسنۍ وايي، یو شمېر مساپر د اورګاډي د سوځېدو پر مهال له ګاډي د ټوپ اچولو پر مهال وژل شوي دي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د رحیم یارخان د سیمې مرستیال کمېشنر جمیل احمد جمیل د بي بي سي خبریال شهزاد ملک ته وویل، په پېښه کې تر اوسه ۷۳ تنه وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي چې د ۶ هغو حالت یې نازک ښودل شوی دی
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د پاکستان د اورګاډو وزیر شیخ رشید بي بي سي ته ویلي و، اغېزمن ټول تبلیغیان و او د لاهور اجتماع ته په لاره وو.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مساپرو سره د خوراکي توکو ترڅنګ غاز ډبې هم وې چې د لګېدو له امله یې دا پېښه رامنځته شوه.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، شیخ رشید زیاته کړه چې اورګاډی له پټلۍ راوتلی او د لیاقت پور سیمې تمځي ته به لېږدول کېږي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د پاکستان د راډیو له مخې ددې هېواد لومړي وزیر عمران خان پر پېښې خواشینې ښودلې او د اغېزمنو د ښې درملنې امر یې کړی دی.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، شیخ رشید وویل د مساپرو او د اورګاډي له بیمې به زیان ومنل شي او همدارنګه زیاته یې کړه چې دا پېښه به وڅېړل شي.