د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه؛ راشد خان د نوي ریکارډ په درشل کې

د عکس سرچینه، ACB
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې نن دوشنبې (۱۹ جنوري) د افغانستان پر مهال د ماښام پر اوو بجو پیلېږي.
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ دا لوبلړۍ په هند او شري لنکا کې له کېدونکي شل اوريز نړيوال جام نژدې دری اوونۍ مخکې ترسره کېږي. د هند شرايطو ته په کتو چې د دوبۍ له هغو سره يو څه ورته دي دا سیالۍ د راتلونکي نړيوال جام د تيارۍ لپاره مهمې بلل کېږي.
د افغانستان لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټراټ له لوبې يوه ورځ وړاندې خبري کنفرانس ته وويل، "هره لوبلړۍ مهمه ده..." خو له نړيوال جام مخکې لوبلړۍ کې د لوبډلې جوړښت معلومېږي او تاسو کتلی شئ چې لوبغاړي څه ډول لوبه کوي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې لوبغاړي به ښه لوبه وکړي.
افغانستان د دغې لوبلړۍ او د راتلونکي نړيوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
په ۱۵ کسیزه لوبډله کې راشد خان، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، محمد اسحاق، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمان، ضيا الرحمان شريفي، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی اخيستل شوي دي.
کرېکټ بورډ ویلي د دوی ترڅنګ الله محمد غضنفر او اعجاز احمدزی به د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره وي.
د کرېکټ بورډ له خوا په لوبلړۍ کې نوين الحق ته هم ځای ورکړل شوی و خو وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې نوموړی به د ټپي کېدو له کبله د وېسټ انډيز پر وړاندې لوبلړۍ او له هغه وروسته د شل اوريز نړيوال جام برخه نه وي.
نوين الحق د تېر اسيا جام پر مهال هم ټپي و او ويل کېږي چې اوس به یې درملنه په لندن کې کېږي.
د نوين الحق پر ځای تېز بالر ضيا الرحمان شريفي لوبډله کې شامل کړل شوی دی.
۲۷ کلن ضيا الرحمان تراوسه يوه شل اوریزه لوبه کړې خو د بنګله دېش په کرېکټ لیګ کې ښه ځلېدلی او د زېمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبه کې یې اووه وېکټې اخيستې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ هیله څرګنده کړې چې دا لوبډله به هم له ویسټ انډیز سره او هم په نړیوال جام کې "غوره پایلې" ترلاسه کړي.
بل پلو وېسټ انډيز چې اوسمهال د کرېکټ نړيوالې شورا درجه بندۍ کې په شپږم نمبر ځای لري، د افغانستان کرېکټ مشر روزونکي جانتن ټراټ په وينا، پياوړې لوبډله ده او په دې وروستيو میاشتو کې یې ښه کرېکټ کړی دی.
که څه هم وېسټ انډيز لا د کرېکټ نړيوال جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې خو د افغانستان پر وړاندې لوبلړۍ کې ځينې مهم لوبغاړي نه دي شامل کړل شوي، له دوی ځينو ته د ټپي کېدو له کبله ارام ورکړل شوی او ځينې د جنوبي افریقا په کرېکټ ليګ کې بوخت دي.
شې هوپ، راسټن چېس، جېسن هولډر، رومن پاول، شرفېن ردفورډ، اکيل حسين او ځينې نور نوموتي لوبغاړي د لوبډلې برخه نه دي.
راشد خان د نوي ریکارډ جوړولو په درشل کې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کرېکټ ستوری لوبغاړی راشد خان يوه لوی ریکاډ ته نژدې شوی دی. نوموړی يوازې نهو وېکټو ته اړتيا لري چې په شل اوریزو لوبو کې ۷۰۰ وېکټې پوره کړي. دی به په نړۍ کې لومړنۍ لوبغاړي وي چې دا ډول ریکاډ جوړوي.
راشد خان د افغانستان لپاره په ټولو فارمټونو کې ۲۳۱ لوبې کړې دي او ۴۳۷ وېکټې یې اخیستې دي. نوموړی په هر فارمټ کې ځلېدلی، خو د شل اوریزو لوبو ریکارډ یې تر ټولو مخکښ دی. هغه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې تر بل هر چا ډېرې یعنی ۱۸۲ ویکټې ترلاسه کړې دي. نوموړی لومړنۍ لوبغاړی دی چې په چټکۍ یې ۱۰۰ وېکټې بشپړې کړې. په ۵۳ لوبو کې دغه ریکارډ جوړ کړ.
په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان له اړخه لومړی لوبغاړی شو چې له ۲۰۰ ډېرې وېکټې اخلي. د دې سربېږه ګڼ نور ریکاډونه هم لري.
افغانستان له وېسټ انډيز سره دری لوبې لري چې لومړۍ لوبه دوشنبې (جنوري ۱۹)، دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۲۱) او درېیمه لوبه د پنجشنبې په ورځ (۲۲ جنوري) د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې ترسره کېږي.
له دې لوبلړۍ وروسته به افغانستان په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي او له جنوبي افریقا، نيوزيلنډ، کاناډا او متحده عرب اماراتو سره به بخت ازمويي.








