مزار شریف؛ جومات کې چاودنې ۳۱ کسان وژلي لسګونه ټپيان دي، مسوولیت یې داعش منلی

بلخ

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY VIA GETTY IMAGES

د افغانستان د شمال مزار شریف ښار په یوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اوښتې.

د دې چاودنې مسوولیت اسلامي دولت (داعش) ډلې منلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزات ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې په دې پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلي ټکور ویلي چې چاودنه جومات کې دننه شوې، ۱۰ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي.

خو مزار شریف ښار کې د ابو علي سینا بلخي روغتون سرچینو بیا بي بي سي ته ویلي چې د چاودنې له ځایه ۳۱ مړي او تر ۸۰ ډېر ټپيان ور وړل شوي دي.

نورو ځايي رسنیو هم د د بېلابېلو سرچینو په حواله د قربانیانو شمېر لوړ بللی دی.

داعش هم پر خپله انسټګرام پاڼه ادعا کړې چې دغه برید کې یې تر سلو ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

دې ډلې دا برید د خپل هغه نړیوال کمپاین برخه بللې چې د دوی په وینا د خپل مخکني مشر او ویاند د وژل کېدو "غچ" کې یې پیل کړی.

بي بي سي ته داسې وېډیوګانې رسیدلي چې خلک پکې پر ځمکه پراته لېدل کېږي.

د کندوز، ننګرهار او کابل چاودنې

بي بي سي
د عکس تشریح، عکس له ارشیف

په همدې حال کې په کندوز ولایت کې هم یوه چاودنه کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت دا چاودنه او مرګژوبله تائید کړې ده.

پژواک خبري اژانس د کندوز د امنیتي مسوولانو له خولې لیکلي چاودنه د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر یوه کاسټر موټر شوې، ۴ کسان پکې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د کندوز امنيې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي ویلي دغه کاسټر موټر د قول اردو فني کسان چې زياتره يې مستریان وو، لیږدول.

د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ چاودنه کې بیا د طالب وسله والو لېږدونکې رېنجر په نښه شوی دی.

پژواک لیکي چې د خوږياڼیو د ولسوال قاري صلاح الدين ورته ویلي د سړک غاړې د ماين دې چاودنې څلور امنيتي سرتېري وژلي او يو ټپي دی.

ولسوال زیاته کړې تر اوسه مالومه نه ده چې دغه ماين نوى ځاى پر ځاى شوى، که له پخوانيو جګړو پاتې و.

له دې سره نن (پنجشبه) ګهیځ د پلازمینې کابل لوېدیځه برخه کې هم د یوې چاودنې ماشومان ټپیان کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په وینا قمبر څلور لارې سیمه کې په سړک کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله "دوه ماشومان برسېرن" ټپیان شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

غبرګونونه

د طالبان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل، بلخ او کندوز کې ننیو چاودنو ته غبرګون کې پر خپل ټويټر لیکلي "دغه جنایات د هغو کړیو کار دی چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ ارتباط نه لري."

هغه زیاته کړې چې "ډېر ژر به د دغو جنایتونو عاملین پېدا او سخت مجازات کړل شي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) وايي چې دوی "دوی مزار شریف کې په عبادتځای کې پر ملکي خلکو دغه وحشیانه برید په کلکه غندي."

دې ادارې دا راز افغانستان کې پر ملکي خلکو وروستي بریدونه د اندېښنې وړ بللي او ټینګار یې کړی چې له عاملانو سره یې باید حساب کتاب وشي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د مزار شریف ښار پېښه د "ټولو انساني او اسلامي اصولو" سره ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې "د پردیو له ښکاره دسیسو د هېواد ژغورولو لپاره د ملي یووالي او اتفاق پر لا ټینګښت او پیاوړتیا ټینګار کوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

دوه ورځې وړاندې د کابل ښار لویدیځ اتلسمې ناحیې دشت برچي سیمه کې د غبرګو چاودنو له کبله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي وو او ۱۹ نور ټپیان وو.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ لیکلي "د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د نن ورځې د بریدونو لړۍ او د بریدونو وروستۍ څپې کې د افغانانو او په تېره بیا شیعه هزاره ګانو ډله ییزې وژنې باید نړۍ ته ټکان ورکړی وي، چې د افغانانو حال احوال واخلي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

د افغانستان د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا تور پورې کړی چې طالبانو ته د خلکو ژوند بې معنا دی.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې د تېرو دوو ورځو بریدونو کې سلګونه کسان په ډله ییزه توګه ووژل شول خو د طالبانو مشران غلي او هېڅ نه وايي.

ښاغلي صالح دا تور هم پورې کړی چې داعش او حقاني شبکه یو لیدلوری او ایډیالوژي تعقیبوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 5

ګڼو عامو افغانانو هم د بلخ، کندوز، ننګرهار او کابل د پنجشنبې ورځې بریدونه غندلي دي.