کابل کې چاودنو ۹ کسان وژلي؛ پېښې په "کلکو ټکو غندل" شوې

د عکس سرچینه، EPA
د کابل ښار لویدیځ اتلسمې حوزې دشت برچي سیمه کې د غبرګو چاودنو له کبله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. طالب چارواکي وايي چاودنې ځای پر ځای شویو بمونو کړې دي.
دا چاودنې ګهیځ وختي د ''عبدالرحیم شهید '' په نامه لېسه کې شوې دي.
یادې لېسې ته نژدې پر یوه تعلیمي مرکز هم د لاسي بم برید شوی.
کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې دا بریدونه پر ځايي شیعه اوسېدونکو شوی، چې ۹ کسان پکې وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي.
ښاغلي ځدراڼ وايي، ښايي د مرګژوبلې شمېر کې بدلون راشي.
له دې مخکې په کابل کې د محمد علي جناح روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دوی ته تر اوسه څلور مړي او ۱۹ ټپیان وروړل شوي دي.
یوه عیني شاهد اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، چاودنې داسې مهال شوې، چې زدکوونکي له ټولګیو وتل.
تر اوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' په دې سیمه کې مخکې خونړي بریدونه کړي دي.
بي بي سي ته رسېدلو تصویرونو کې امبولانسونه لیدل کېږي چې د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان لېږدوي.

د عکس سرچینه، EPA
په سیمه کې ځايي اوسېدونکي لیدل شوي، چې د پېښې ځای ته په چیغو منډې وهي.
د کابل لوېدیځ کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، له دې مخکې هم خونړي بریدونه شوي دي.
په دې سیمه کې مخکې هم پر تعلیمي مرکزونو بریدونه شوي دي.
بریدونو ته غبرګونونه
دغه بریدونه په پراخه کچه غندل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما پر ښوونځي او تعلیمي مرکز بریدونه غندلي دي. یوناما پر ټوېټر پاڼه لیکلي: "هغه چا چې د ښوونځيو او ماشومانو په نښه کېدو جرم کړی وي، باید عدالت ته راکاږل شي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې.
په همدې وخت کې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر ښوونځي برید "بشر ضد جرم" بللی دی او په "کلکو ټکو یې غندلی."
د ښاغلي کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي "د غه بشر ضد برید د افغانستان د سولې او پرمختګ د دوښمنانو کار دی چې د نوي نسل له زدکړو وېره لري."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د سولې عالي شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله دغه برید "ترهګریزه کړنه" بللې او وايي دا ډول بریدونه د افغانستان د سولې د دوښمنانو کار دی.
د بښنې نړيوال سازمان هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره کابل کې پر ښوونځيو بريدونه غندلي دي.
دغه سازمان دا بريد هغه څه ياد کړې چې په وينا افغانان په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ دي او له چارواکو يې غوښتي چې د دې بريدونو بشپړې پلټنې وکړې.










