د کابل دشت برچي سیمه کې ملکي موټر کې چاودنې مرګژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Social Media
له کابله ترلاسه شوي رپوټونه وایي، د دې ښار اتلسمې حوزې دشت برچي سیمه کې پر یوه موټر چاودنه کې عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه ټپیان دي. نوموړی وایي، ظاهراً په یوه تونس موټر کې د اور لګېدنې له کبله چاودنه شوې ده.
خو د پېښې یو عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، د هزاره وګړو پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنې له کبله د ګاډي سپرلیو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ځایي رسنیو هم د پېښې پخلی کړی دی، خو د مرګژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی مالوم. طالبانو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د کابل دشت برچې سیمه کې تر ډېره هزاره وګړي مېشت دي، خو د دې وروستي برید د قربانیانو هویت لا نه دی مالوم.
په دې سیمه کې په تېرو کلونو کې هم ګڼ خونړي بریدونه شوي او تر ډېر هزاره وګړي په کې په نښه شوي، او ډېر ځله داعش ډلې د دې بریدونو مسؤلیت منلی دی.






