ولې هبت الله اخوندزاده اختریز پیغام کې پاکستان سره د جګړې کومه یادونه نه ده کړې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت خپل پیغام کې له پاکستان سره روانو نښتو او په سیمه کې د امریکا- اسرائیلو او ایران جګړې څه یادونه نه ده کړې.
نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي" له ټولو خواوو څخه غواړو چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي." هغه ویلي "اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي."
د کمکي اختر په مناسبت پیغام کې مولوي هبتالله اخوندزاده خپلو پلوالو ته سپارښتنه کړې چې د مشرتابه "اطاعت" او امر منلو ته لومړیتوب ورکړي او د امربالمعروف د محتسبینو د چارو ستاینه یې کړې. اخندزاده د تېر په څېر دې پیغام کې هم خپله واکمني له دې امله ستایلې چې ګواکې ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی" د اسلامي شرعي نظام ساتنه او د مسئولینو پوره اطاعت وکړئ، د اسلامي نظام د استحکام لپاره کوښښ وکړئ او د هر قسم اختلافاتو څخه ځانونه وساتئ."
په ټوله کې د دې اختریز پیغام ټکي پر مذهبي سپارښتنو ور ټول دي.
د دغه پیغام له خپرېدو وروسته د افغانانو ترمنځ پراخې نیوکې راپورته شوې دي. د پرځېدلي افغان جمهوریت د مهال یوه لوړ پوړي چارواکي شاه محمود میاخیل پر خپله اېکسپانه لیکلي" ایا پاکستان سره هم اړیکې باید د اخوت په بنیاد تنظیم شي که نه؟ ولې یې د پاکستان حملې نه دي غندلي؟ یا په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه ده سره پر همغږۍ تر سره کېږي؟ ځکه د پاکستان نوم یې حتی نه دی یاد کړی. ایا هغه کسان چې د پاکستان په ړنډو بمباریو کې شهیدان او زخمیان کېږي، د هغوي کورنیو ته د تسلیت ویلو حق جوړیده او که نه؟"
شنونکي او خبریال سمیع یوسفزي بي بي سي سره خبرو کې وویل" دا خواشینونکې او حیرانونکې هم ده، که څه هم د ایران جګړې په اړه د دوی د بهرنیو چارو وزارت هم یو بیان خپور کړی، سره له دې چې له ایران سره یې یو ډول خواخوږي شته خو نه غواړي له عربو هېوادونو سره خپلو اړیکو ته زیان ورسوي." ښاغلی یوسفزی وايي، " زما خیال دی چې پاکستان سره د کړکېچ اړوند مسلې هبت الله اخند ازاده ته ډېرې وړې مسلې ښکاري حال دا چې هېواد کې په خورا وړو وړو خبرو فتواګانې ورکوي او فرمانونه صادروي." هغه وايي دا حېرانونکې ده چې د طالبانو مشر پر لویو ملي مسلو چوپ پاتې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي یوسفزي په اند ښايي د "طالبانو مشر غواړي پاکستان ته دا وښيي چې هغه موضوع چې تاسو پرې هره ورځ خبري ناستې او ټلویزونې خپرونې کوئ زموږ لپاره لویه خبره نه ده او څه ډار ترې نه لرو." ښاغلی یوسفزی له پاکستان سره په شخړه کې د ځان نه ښېکلول د دغه څه یو بل دلیل بولي.
د بي بي سي داود اعظمي وايي یو دلیل دا کېدلی شي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه نوې خبره نه ده" د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې پاکستان خپل لومړنی هوايي برید وکړ او تر هغه راوروسته هر کال دوه، درې یا څو بریدونه شوې دي." بل دلیل یې ښايي دا وي چې "مرکزي ویاند یې په دې اړه مرکې یا خبرې کړې دي، د بهرنیو چارو وزارت یې اعلامیې خپرې کړې دي، نو زما په نظر د ده فکر به دا وي چې هغو چارواکو چې خبرې کړي دا به کفایت کوي چې ځکه چې هر چارواکی چې خبرې کوي د ده په خوښه یې کوي." ښاغلی اعظمي وايي د یوه هېواد په توګه د افغانستان لپاره د دغه څه اهمیت لوړ و نو ځکه خو د خلکو تمه وه چې یادونه یې وشي.
د طالبانو حکومت یو لوړ پوړی چارواکی چې مولوي هبت الله اخوند زاده ته نږدې دی بي بي سي ته وویل" دا چې امیرالمؤمنین لوی مقام دی ښايي له همدې امله یې دې مسلې ته مخامخ اشاره نه وي کړې په پیغام کې د هېوادونو د نه لاسوهنې یادونه شوې ده او دا به کافي وي."
د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله په پخوانیو ویناو کې د سیمې او افغانستان پر سیاسي حالاتو څرګندونې کړي. هغه د تېر کال د لوی اختر وینا کې د امریکا پر تګلارو تندې نیوکې کړې وې او په غزه کې یې د اسرائیلو بریدونه ظالمانه بللی وو" نن ځیني له امریکا سره پر دوستۍ خوشاله دي، له امریکا سره دوستي بریالیتوب ګڼي خو تر ټولو لویه ظالمه امریکا ده، د فلسطین د ټولو مسلمانانو قاتله امریکا ده."
په دودیز ډول د طالبانو تېرو مشرانو هم مناسبتي ویناو او پیغامونو کې تر ډېره د خپل غورځنګ پر یو موټیتوب ټینګار کړی او له مذهبي سپارښتنو ها خوا یې خپلو غلیمانو ته مخامخ او نامخامخ څرګندونې کړي لکه له ۲۰۰۱ کال وروسته چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو سره د جګړې پر وخت یې هغوی "تېري کوونکي" بلل. د طالبانو پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور په ۲۰۱۶ کال کال کې خپل اختریز پیغام کې ویلي وو" جنګ پر موږ تپل شوی او خاوره مو اشغال شوې ده، په هر لحاظ حق لرو چې له خپلې خاورې نه دفاع وکړو."
























