امید مرکز چیرې دی چې د ډېرو هیلې په کې ورژېدې؟

یو پوځي په دروازه کې ولاړ دی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د مارچ په ۱۶مه نېټه پر کابل د پاکستاني ځواکونو له بمباریو سره پر خواله رسنیو بېلابېلې انګیرنې خپرېدلې چې برید چیرې شوی دی. له بریدونو ساعت وروسته، د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وویل " د پاکستاني ځواکونو د برید له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې د درملنې لاندې معتادین وو، وژل شوي او ټپیان شوي دي".

زما ذهن ته سم له واره، د درملنې هغه مرکز راغی چې تېر کال مې ترې د بي بي سي لپاره رپوټ چمتو کړی و.

د پلازمېنې کابل ختیځ لوري ته د کابل جلال اباد پر لویه لاره ګڼې ودانۍ خوا په خوا لیدل کېږي.

دا ځای چې پوځي بارکونو ته ورته لوی هالونه لري پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د نیواک پرمهال د 'افسوتر' په نوم یو لوژیستکي مرکز او پر امریکا د ستمبر له بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو د حملې په تعقیب دخپل مهم موقعیت له امله د 'فینکس' په نوم د ناټو ځواکونو یو مرکز جوړ کړ. له دې مرکزه به تر ډېره د پوځي روزنځي په توګه کار اخیستل کېده.

نقشه

په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو د امنیتي مسولیت د سپارلو بهیر کې فینکس کمپ هم افغان حکومت ته وسپارل شو. دغلته د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني په امر د روږدو کسانو د درملنې بدل مرکز جوړ او په ۲۰۱۶ کال کې په رسمي توګه پرانستل شو.

له یو شمېر هغو کسانو سره د خبرو پر مهال چې د اعتیاد درملنه یې کېږي.
د عکس تشریح، له یو شمېر هغو کسانو سره د خبرو پر مهال چې د اعتیاد درملنه یې کېږي.

بېلابېل وختونو کې دلته د درملنې لاندې کسانو شمېرو توپیر درلود. په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی د حکومت لخوا له بېلابېلو ځایونو په ځانګړې توګه له کابل ښار او ولسوالیو لوی شمېر معتادین ټول کړل شو. د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو حکومت وویل "په لومړي ځل یې په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لوی مرکز پل سوخته په بشپړه توګه د روږدو له شتونه خالي کړی او نور هیڅ روږدي به د پل سوخته په سیمه کې د نشو کارولو ته پرینږدي." پل سوخته په کابل ښار د روږدو کسانو یو داسې خوندي ځای بلل کېده چې نه یوازې په نشو روږدي په کې مېشت وو، د نشه يي توکو د کاروبار او پېروپلور سیمه هم وه. د طالبانو حکومت په پولیسي لاریو کې سلګونه کسان له پل سوخته د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته یوړل. دغه مرکز چې د امید په نوم یادېږي د ډېرو روږدو ځوانانو لپاره عادي ژوند ته د ګرځېدو یو امید شو. ددې په خوا کې د ابن سینا روغتون دی چې هلته هم د کورنېو چارو وزارت په چوکاټ کې د معتادینو درملنه کېږي.

هلته ورڅېرمه د ښځینه معتادینو د درملنې مرکز هم شته دی.

دې مرکز ته د ورتګ پرمهال خبریالان له سختو امنیتي پړاونو تېریږي. هره ورځ د مرکز عمومي دروازې مخې ته لوی شمېر خلک د خپلو عزیزانو او دوستانو د لیدو لپاره ورځي.

دا کمپ ډېر لوی دی، پخوانیو پوځي بارکونو کې معتادین راغونډیږي. ډېر معتادین له مخلتفو سیمو اړونده ادارو راوستي، خو د کمپ او روغتون نه د لیدلو پرمهال مې داسې کسان هم هلته ولیدل چې راته ویل یې "خپل ناروغ یې راوستی"

کله چې دې کسانو سره څوک خبرې کوې یو لویه ډله ځوانان چې هلته تر درملنې لاندې دي راټولېږي، هر یو د روږدي کېدو ځانګړې کیسه لري، څوک وايي "د ژوند ستونزو" دې ته اړکړل یو بل راته وویل "ناسمو ملګرو سره ناستې پر نشو اخته کړی یم"

دې کمپ او روغتون کې له نالوستو نیولی تر لوستو د هرې کچې کسان شته. د پخوانی افغان پوځ یو شمېر غړي هم لیدل کېده. له غزني ولایته یو تن چې کله راته خپله کیسه کوله ۱۴ یا ۱۵ کلن زوی یې هم ورسره خوا کې ولاړ، ده راته وویل موږ "له یو کوره څلور کسان دلته یو، په ژړغوني ډول یې زیاته کړه ما مخدرات کارول، زه به دې خپلو بچو او مېرمن سره ناست وم، له دې امله هغوی هم له دې اغېزمن شوي دي" د دغه سړي لور چې ۱۶ یا ۱۷ کالنه یې یاده کړه او مېرمن یې د معتادینو د درملنې ښځینه مرکز کې و، غوښتل یې که داسې وشي چې دوی یوځای وي، هغه څه چې ناشوني و.

د دې کسانو ډېر یې په کډوالۍ کې په نشو روږدي شوي.

د درملنې دې مرکز کېه د د دوی ډاکټران ټول افغانان و. د کمپ فضا پخپله د داسې ناروغانو د درملنې په برخه کې د امکاناتو کمی بیاناوه. ډاکترانو راته وویل دا ناروغان هلته تر شپږو میاشتو ساتل کېږي، خو ځینو راته ویل چې هلته یې ډېر وخت تېر کړی، ښايي علت یې د درملنې اوږدوالی یاهم د ځینو روږدتیا په حالت کې د کورنیو لخوا هغو ته نه پاملرنه وه.

امید مرکز به دغلته ډېرو ته له نشو د خلاصون یوه هیله ورکړې وه، خو سیاسي ناکرارۍ له ګڼو کسانو د ژوند هیله هم وتروړله.