ایا له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په شخړه کې اوبه د جګړې وسله ګرځېدلې؟

د یوه سړي مرکب انځور چې محافظتي خولۍ او دستمال یې پر سر دی او له یوه لوښي څخه څه څښي. په شالید کې موږ د توغندي برید له امله د پورته کېدونکي لوګي یو جلا انځور وینو.

د عکس سرچینه، BBC and Getty Images

د عکس تشریح، په خلیجي هېوادونو کې کرنه او د خوړو تولید هم په خوږو اوبو پورې تړلې دي
    • Author, نیک اېریکسن
    • دنده, د بي بي سي نړیواله څانګه
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

هغه صحنې چې په ګڼ شمېر وېروونکو ناولونو او فلمونو کې د طبیعي سرچینو د کمېدو په شالید کې د شخړې پېښې انځوروي، ښايي له واقعته دومره لرې نه وي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه سخته شوې ده.

لکه چې اټکل کېده، دا جګړه تر یوه بریده د تېلو سرچینو په شاوخوا کې روانه ده، هغه سرچینې چې له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د لوېدیځ له لاسوهنې سره تړلې دي. خو لکه څنګه چې دا جګړه د خلیج ګاونډیو هېوادونو ته پراخېږي، ځینې شنونکي وايي، د احتمالي نیمګړتیا د کرښې، یوه بله زیان منونکې سرچینه اوبه هم دي.

د فارس خلیج، د نوې کېدونکو نړیوالو تازه اوبو رسولو یوازې دوه سلنه په واک کې لري او په پراخه کچه د اوبو پر تصفیې یا پاکولو تکیه کوي. په ځانګړي توګه له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې چې د تېلو صنعتي وده سیمه کې غوړېدلې ده.

د فرانسې د نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ د رپوټ له مخې، د کوېټ ۹۰٪ اوبه د مالګې له چاڼ یا تصفیې وروسته ترلاسه کېږي، دغه راز په عمان کې ۸۶٪، په سعودي عربستان کې۷۰٪ او په متحده عربي اماراتو کې دا کچه۴۲٪ ده.

په عمان کې د چاپېریال، کب نیولو او د اوبو کرنې ساینس مرکز څېړونکی ډاکټر ویل لي کوېن، بي بي سي ته وویل، "په ۲۰۲۱ کال کې، له خلیجه د اوبو پاکولو فابریکو ټول تولید حجم هره ورځ له ۲۰ میلیونه متره مکعبه ډېر و، دا په ورځ کې د ۸۰۰۰ اولمپیک لامبو ډنډونو ډکولو په اندازه دي."

یوه تفریحي کښتۍ د جبل علي له بندر څخه د پورته کېدونکي لوګي تر څنګ تېرېږي، چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړۍ نېټه په دوبۍ کې د یوه راپور شوي ایراني برید وروسته رامنځته شوی دی.

د عکس سرچینه، Fadel Senna / AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په خلیج کې د څښاک پاکو اوبو سرچینې ډېرې لږ دي او له همدې امله د هر ډول مخامخ یا غیر مستقیم بریدونو اغېز خورا مهم دوي.

په خلیجي هېوادونو کې کرنه او د خوړو تولید هم په خوږو اوبو پورې تړلې دي، ځکه تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې چې تر ډېره د اوبو لګولو لپاره کارول کېږي، وار دمخه په ټوله سیمه کې تر ډېره کمې شوې دي.

دا تړاو د اوبو زېربناوې په یوه ستراتیژیک زیان منونکي حالت بدلوي، چې امریکا او ایران دواړه یې ګټې اخیستنې ته لېواله ښکاري.

شنونکي د تهران چلند، "افقي سختوالي" بولي، چې د امریکا او اسرائیلو سره د مخامخ مقابلې پرځای د شخړې ساحه پراخوي. او د اوبو بنسټونو په نښه کول د ایران د ستراتېژۍ یوه برخه ښکاري، که څه هم د غچ اخیستلو په توګه مطرح شوې ده.

د قطر د شمال لوېدیځ پوهنتون پروفیسور مارک اوون جونز وايي، "که د خلیج هېوادونه پر دې باور وي چې د اوبو پر بنسټونو بریدونه کېږي، دا به د دې احتمال ډېر کړي چې پر امریکا فشار راوړي، چې جګړه پای ته ورسوي." د ایران بریدونه "د وېرې رامنځته کولو" په موخه دي، چې د ملکي خلکو پر "پاتې کېدو یا وتلو" اغېز کوي.

د خلیج پر لور د ایران لخوا توغول شوي توغندي بې ساري دي که څه هم په دې پړاو کې په قصدي ډول د اوبو حساسو زېربناوو په نښه کول محدود ښکاري.

د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت لخوا یو خبرداری چې د دوبۍ او ابوظبۍ اوسیدونکو ته د ایران د احتمالي توغندیز برید په اړه ورکړل شوی، پر یوه موبایل فون ښکاري؛ دا خبرداری د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۵مه نېټه په دوبۍ کې د یوه توغندي له ویشتلو لږ وړاندې خپور شو.

د عکس سرچینه، Fadel Senna / AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ایران هر ډول کړنه د ځان پر وړاندې د بریدونو په ځواب کې د "توجیه وړ" بولي

بحرین، ایران د خوږو اوبو پر یوه فابریکه په مخامخ برید تورن کړی، په داسې حال کې چې ایران وايي، د امریکا د مخکېني برید له امله د هرمز تنګي د قشم ټاپو کې د اوبو یوه بنسټ ته زیان اوښتی دی.

داسې انګېرل کېږي چې د دوبۍ پر جبل علي بندر د ایران په بریدونو کې د نړۍ د تر ټولو خوږو اوبو د پاکولو فابریکو ته نژدې هم برید شوی دی. او په متحده عربي اماراتو کې د فجیره اېف۱ خپلواک اوبو او برېښنا فابریکې ته نژدې د اور لګېدو رپوټ ورکړل شوی دی، خو چارواکي وايي فابریکه لاهم فعاله ده. د رپوټونو له مخې د کوېټ د دوحې لوېدیځ فابریکه هم زیانمنه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اوبو، چاپیریال او روغتیا پوهنتون او انسټیټوټ مشر پروفیسر کاوی مداني بي بي سي ته وویل، "(د ایران لپاره) تر ډېره دا د یوه سیګنال ورکولو لوبه ده."

ایران هم هر ډول کړنه د ځان پر وړاندې د بریدونو په ځواب کې د "توجیه وړ" بولي، په ځانګړي ډول یې د بحرین بریدونه د قشم پر ټاپو له امریکا د برید غچ اخیستل ګڼلي.

د اوبو پر مهمو زېربناوو هر ډول برید د ایران وړتیا او د امریکا او اسرائیلو د پوځي اقدام په ځواب کې چمتووالی ښیي.

خو، ښاغلی مدني زیاتوي، د دوی ځواک د خلیج د قېمتي اوبو پر سرچینو د ډېرو دوامداره او هدفي بریدونو په ګواښ کې دی او دا حتمي نه ده چې ښايي ایران به یې په راتلونکي کې وکړي. هغه وايي: "د ګواښ لپاره اوبه (له تاریخي پلوه) تل د وسلې په توګه کارول شوې دي."

مداني د جینوا کنوانسیون ۴۵ مادې ته د خلیج په سیمه کې د خوږو اوبو پر فابریکو د مستقیمو او څرګندو بریدونو په تړاو د تهران څرګند احتیاط او زغم احتمالي دلیل او دغه راز یې په قصدي ډول د غچ اخیستنې بریدونو ته اشاره کړې.

مداني د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته اشاره کوي او وايي، "قانون وايي تاسو نه شئ کولی پر ملکي بنسټونو برید وکړئ، خو (ایران) دا نه دي پیل کړي. دا هغه څه دي چې پر (ټولنیزو رسنیو کې) د عباس عراقچي په پوسټ کې وو.

عراقچي د قشم ټاپو برید "له جدي پایلو سره خطرناک ګام ... یو څرګند او نهیلی کوونکی جنایت" وباله چې یو شمېر کلیو ته یې د اوبو رسول محدود کړي وو.

که ورته پېښې دوام وکړي یا نه، دا د اوبو د امنیت په برخه کې د امریکا د متحدینو کمزوري په ګوته کوي. ایران هم زیان منونکی دی، که څه هم مدني یادونه کوي چې د خلیج ګاونډیانو پرتله په ایران کې د اوبو رسولو بېلابېلې سرچینې شته او له همدې امله له مالګې د اوبو پر پاکولو لږ تکیه کوي.

خو نور شنونکي وايي، په خلیج کې د اوبو په مهمو زېربناوو د ایران هر ډول بریدونه کولی شي پخپله د ایران لخوا غچ اخیستونکي بریدونه له ځان سره ولري.

له څه مودې راهیسې ایران "په بشپړ دول د اوبو کمښت" ته نژدې کېږي. د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي، لږ باران، "د پلازمېنې اوبو سلو کلونو زړو زېربناوو له امله د اوبو کچې ټیټېدل" او تېر کال له اسرائیلو سره ۱۲ورځنۍ جګړه، ټولو د اوبو له کمښت سره مرسته کړې وه.

د ایران د اقلیم او وچکالۍ بحران د مدیریت ملي مرکز غړي احمد وظیفه په وینا، په ټول هېواد کې وار دمخه بندونه په "اندېښمن حالت" کې دي. تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې کارول کېږي او د زاینده رود په څېر سیندونو کې اوبه کمې شوي. په داسې حال کې چې د اورمیه جهيل کې اوبه د پام وړ کمې شوې دي.

د فریډ پېرس په څېر د چاپېریالي پوهانو په وینا، د بندونو جوړولو، په کرنه کې د اوبو ډېر لګښت او ناسم مدیریت له لسیزو راهیسې حالت خراب کړی دی. په ځینو سیمو کې د تر ځمکې لاندې اوبو اخیستل د ځمکې د کښېناسو لامل شوي هم دي.

چارواکو ان خبرداری ورکړی، ښايي یوه ورځ تهران په جیره د اوبو له ورکولو سره مخ شي.

یو ایرانی سړی د اصفهان په تاریخي ښار کې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د زاینده رود سیند پر وچې شوې غاړې ولاړ دی او خپل موبایل کاروي، چې په شالید کې یې د سي‌ او‌ سه پول (۳۳ پل) تاریخي پل ښکاري

د عکس سرچینه، Morteza Nikoubazl/NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، ایران له امریکا او اسرائیلو سره د اوسنۍ جګړې مخکې هم له سختې وچکالۍ سره مخ و.

او د ملي امنیت ګواښ چې د ایران داخلي ثبات او اقتصادي حالت اغېزمنوي، دا ټول له امریکا او اسرائیلو سره د اونیو سختو شخړو له امله لا ډېر خراب شوی دی.

له جګړې مخکې د اوبو کمښت، په ایران کې د کورنیو ناکراریو لامل شوی و، په خوزستان، اصفهان او نورو ځایونو کې د ورځني ژوند لګښتونو او سیاسي چاپېریال په اړه لاریونونه له پراخو شکایتونو سره مله وو.

د ایران د اوبو ننګونې له سیمه ییز تاوتریخوالي سره یو ځای کېږي. دا هېواد له افغانستان سره د هلمند سیند، له ترکیې سره د دجلې او فرات د بندونو او له عراق سره د ګډو اوبو لارو په تړاو اوږدمهاله لانجې لري.

د شنونکو په وینا، جګړه دا ښيي، چې د منځني ختیځ د اوبو اډانه څومره نازکه او په ماتېدونکي حالت کې ده او دا موضوع څنګه کولی شي د شخړې پر لوري او مودې اغېز وکړي.

ښايي په سیمه کې راتلونکې شخړې، نه یوازې د نللیکو او ټانکرونو په وسیلې، د سیندونو، اوبو اېستلو او له مالګو د اوبو د چاڼولو فابریکو لخوا هم ټاکل کېدلی شي. په دې شخړه کې او تر هغه هاخوا ښايي اوبه، د تېلو پرتله ډېرې اغېزمنې وي.