په ایران کې د رژیم بدلون هیلې کمزورې شوې، د نتنیاهو لپاره سیاسي ازموینه

.

د عکس سرچینه، EPA

د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د اسرائیلو سیاسي او پوځي مشرانو یوه نوې او همغږې هڅه پیل کړې، تر څو له ایران سره د جګړې لاسته راوړنې داسې وښيي لکه د منځني ختیځ بڼه یې بدله کړې وي. ان که په ایران کې رژیم بدل هم نشي، هغه چې د اسرائیلو لومړي وزیر پرې ډېر تمرکز درلود.

بنیامین نتنیاهو له لسیزو راهیسې ځان د ایران سره د مقابلې لپاره چمتو کړی دی، د هغه اوږده سیاسي مخینه تر ډېره د دې ژمنې پر بنسټ ولاړه ده چې اسرائیل به د خپل ایراني دښمن پروړاندې دفاع کوي.

کله چې د ایران له حکومت سره د مستقیمې جګړې فرصت پیدا شو او هغه هم د نړۍ د تر ټولو پیاوړي پوځ تر څنګ، نو د دې جګړې په اړه د هغه دریځ ډېر مبالغه‌امیز شو؛ تر دې چې هغه یې "زموږ د شتون لپاره برخلیک ټاکونکې جګړه" وبلله.

د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز هم دا "داسې عملیات" بللي چې "زموږ د موجودیت او زموږ د راتلونکي د خوندي کولو لپاره ترسره کېږي، ترڅو راتلونکې نسلونه د خپلو نیکونو په ټاټوبي کې ژوند وکړي."

د بنیامین نتنیاهو یوه پخواني د ملي امنیت سلاکار هم دا "د ټول منځني ختیځ د مسیر د بدلولو لپاره طلایي چانس" بللی دی.

په تل‌ ابیب کې مېشت خبریال او د امریکایي اسرائیلي ګډ څېړنیز مرکز "د اسرائیلو د پالیسۍ ټولنې" سلاکار نري زیلبر وايي:

"دا د هغه څه اوج دی چې نتنیاهو هڅه کړې د ژغورنې جګړې په نوم یې بیا معرفي کړي؛ هغه جګړه چې د هغه په باور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې پیل شوې. خو که دا وروستۍ جګړه نه‌ وي، لږترلږه د ایران پرضد د هغه تر ټولو ستره جګړه خو ده."

هغه زیاته کړه، "بنیامین نتنیاهو لا هم هڅه کوي، یو لوی بری د لاسته راوړنې په توګه وړاندې کړي" او یادونه یې وکړه چې اسرائیل هغه مهال هم د رژیم د بدلون په امکان خبرې کولې چې د ټرمپ ادارې دا کیسه پرېښې وه.

په ایران کې د رژیم بدلون کولی شوی د اسرائیلو ډېر سیمه‌ییز مخالفان، لکه په لبنان کې حزب‌ الله او په غزه کې حماس، د ایران له مالي سرچینو، روزنې او وسلو بې‌ برخې کړي او اټکل دا دی چې ورسره د اسرائیلو امنیت بدلېدلی شي.

خو وروسته له هغه چې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت‌ الله خامنه‌ يي ووژل شو، ښاغلي نتنیاهو څو ځلې د ایران له خلکو وغوښتل چې له دې شېبې د پاڅون لپاره ګټه واخلي.

خو اوس یې دې ته اشاره وکړه چې ښايي جګړه داسې پایته ورسېږي چې رژیم لا هم په واک کې پاتې شي.

هغه د جګړې له پیل راهیسې په خپل لومړي خبري کنفرانس کې اسرائیلیانو ته وویل، د بمبارۍ روان کمپاین لا له اوسه په منځني ختیځ کې د ځواک توازن د اسرائیلو په ګټه بدل کړی دی.

هغه وویل:

"موږ اوس په ډاډ سره ویلی شو چې دا نور هغه ایران نه‌ دی، اوس نو هغه منځنی ختیځ هم نه‌ دی او دا نور هغه اسرائیل هم نه‌ دی."

.

د عکس سرچینه، GPO

د عکس تشریح، نتنیاهو د پنجشنبې په شپه د دې جګړې په اړه لومړنۍ خبري غونډه وکړه.

په اسرائیل کې ځینې کسان ښايي دا خبرې داسې نښې نښانې وبولي چې له اسرائیلو غوښتل کېږي چې جګړه پای ته ورسوي. ځکه داسې نښې هم شته چې د نفتو د بیو چټک لوړوالی د امریکا حکومت تر فشار لاندې راوستی څو دا جګړه پای ته ورسوي.

په اسرائیل کې له دې جګړې پراخ ملاتړ تر ډېره پر دې تصور ولاړ و چې دا جګړه به د ایران او د هغه د نیابتي ځواکونو پرضد په ټوله سیمه کې پرله‌پسې پوځي عملیات پای ته ورسوي.

د ۲۰۲۵ کال د جون له وروستۍ جګړې وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر د "یوه تاریخي بري" خبره کړې وه چې د هغه په وینا "د نسلونو لپاره به پاتې شي" او ویلي یې وو چې دې جګړې "دوه شته ګواښونه" له منځه یووړل: د ایران اټومي وسلې چې تهران یې د جوړولو هڅه ردوي او د دې هېواد بالستیک توغندي.

خو هغه وویل، اسرائیل یوازې اته میاشتې وروسته یو ځل بیا جګړې ته داخل شو، ځکه ایران په چټکۍ سره د خپل توغندیز پروګرام د بیا رغولو په حال کې و او غوښتل یې چې دا پروګرام هم د خپل اټومي پروګرام په څېر تر ځمکې لاندې انتقال کړي.

.

د عکس سرچینه، WANA/via Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ یوه اشاره دې ته هم کړې چې کېدی شي د ایران جګړه ژر پای‌ ته ورسېږي.

هغه پوښتنه چې اوس بنیامین نتنیاهو ورسره مخ دی دا ده: که په ایران کې رژیم بدل نه‌ شي، نو د راتلونکې شخړې بل پړاو به کله وي؟

پوځي چارواکي وایي، دا ځل د ایران د وسلو پروګرامونو ته اوښتی زیان د پخوا پرتله ډېر دی؛ ځکه د توغندیو له زېرمو او لانچرونو سربېره د تولید مرکزونه او مشران هم په نښه شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ډګروال نداف شوشاني وویل، "د دې زیان یوه برخه دایمي ده او یوه برخه نیمه‌دایمي." هغه زیاته کړه، پوځي هدف دا دی چې ګواښونه "د اوږدې مودې لپاره" له منځه یوړل شي.

مېجر جنرال یعقوب عمیدرور، د اسرائیلو د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د "بیت‌المقدس د ستراتیژۍ او امنیت انسټېټیوټ" لوړپوړی څېړونکی وايي، ان که ایرانیان سړکونو ته هم ونه‌ وځي، اسرائیل کولی شي د حکومت دومره کمزوری کولو له لارې خپلو اساسي موخو ته ورسېږي چې بیا د ګواښ د رامنځته کولو توان و نه‌ لري.

هغه وویل، "که موږ د رژیم بدلون رامنځته کولی شوی، نو دې به منځنی ختیځ بدل کړی وی. خو موږ خپل محدودیتونه پېژنو. موږ ستر ځواک نه یو او باید په خپلو پرېکړو کې تواضع ولرو."

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکا او اسرائیل څو میاشتو کې پر ایران د ګډ برید پلان جوړ کړی و.

د اسرائیلۍ ورځپاڼې پوځي خبریال "یدیعوت آحرونوت" ویلي، پوځي چارواکي د ایران د امنیتي جوړښت دننه د فشار لومړنۍ نښې یادوي؛ لکه "په سپاه پاسداران کې داخلي ترینګلتیاوې او د دندو پرېښودلو ځینې جلا جلا پېښې".

ښاغلي نتنیاهو دا احتمال هم مطرح کړی چې اسرائیل کولی شي وروسته له هغه چې د رژیم د بدلون لپاره اړین شرایط برابر کړي، شاته شي او انتظار وباسي تر څو د ایران دننه فشارونه خپل مسیر وټاکي.

خو د رژیم په واک کې پاتې کېدل د بنیامین نتنیاهو لپاره سیاسي خطر هم لري.

شنونکی نري زیلبر وایي، د نتنیاهو لپاره خطر دا دی چې د ایران د متحدو شبکو پر وړاندې "بشپړ بری" ښايي یوازې تشې اعلامیې ثابتې شي.

هغه وویل، "حماس لا هم د غزې نژدې نیمه برخه کنټرولوي. حزب‌ الله اوس د هغه څه پرتله ډېر مقاومت ښيي چې دلته ډېرو کسانو د ۲۰۲۴ کال د اوربند وروسته تصور کاوه او د تېر کال د جون له جګړې وروسته اسرائیل او امریکا یو ځل بیا له ایران سره په یوه لویه جګړه کې ښکېل شوي دي."

هغه زیاته کړه، "د نتانیاهو لپاره اصلي خطر همدا دی؛ چې د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ یې په جګړه کې پلوي کوي خوهغه پایلې ترلاسه نه‌ کړي چې عامو اسرائیلو ته یې ژمنه ورکړل شوې وه."

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیلیان د ایران او حزب‌الله د توغندیزو، بې‌پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو له امله پناه‌ځایونو ته تللي دي.

له حماس او حزب‌ الله سره د اسرائیلو نه‌ حل شوې شخړې د پوځي ځواک د محدودیتونو روښانه بېلګه ده؛ ان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د حماس له بریدونو وروسته د اسرائیلو دفاعي ستراتیژي په څرګند ډول بدله شوه.

ښاغلي عمیدرور وویل، "موږ غواړو له دې وروسته داسې حالت کې واوسو چې پر پولو مو هېڅ ګواښ رامنځته نه‌ شي."

هغه زیاته کړه، "باید مخکنۍ جګړې د یوه داسې وسیلې په توګه په پام کې ونیسو، هر وخت چې د پولې هاغاړې شته ګواښ پیاوړی کېږي نو پرې ویې پېژنو."

خو په تاریخي ډول دې سیمه کې د جګړو پیلول تر پایته رسولو سخت دي.

اسرائیل اوس په دویمه جبهه کې په لبنان کې له حزب‌ الله سره جنګېږي. دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې دغه د ایران ملاتړې ډله، د علي خامنه‌ يي له وژلو وروسته د اسرائیلو پر ضد رامخکې شوه.

له څو لسیزو وروسته د حزب‌ الله سره د پرله‌ پسې جګړو او په ۲۰۲۴ کال کې د یوه سخت پوځي کمپاین له امله چې دا ډله یې کمزورې کړه، اوس ډېری کسان په اسرائیلو کې دا شېبه د یوه فرصت په توګه ګڼي څو د خپلې شمالي پولې ګواښ د تل لپاره له منځه یوسي.

اسرائیلي ځواکونه اوس د لبنان سوېل ته مخ پر وړاندې روان دي؛ داسې عملیات چې د دوی په وینا تر دې دمه دفاعي بڼه لري. خو د پوځ لوی درستیز جنرال ایال زامیر ویلي، هدف یې د حزب‌الله بې‌ وسلې کول دي خو اوس تر هر څه زیات "ثبات او زغم" ته اړتیا ده.

هغه وویل:

"دا کار به د پام وړ وخت ونیسي." او اوسنۍ جګړه یې "زموږ د نسل جګړه؛ حیاتي جګړه، برخلیک ټاکونکې جګړه چې زموږ راتلونکی او امنیت به د اوږدو کلونو لپاره وټاکي" وبلله.

لوړپوړي پوځي چارواکي په شخصي خبرو کې وایي، د لبنان په پراخو سیمو کې د ځمکني برید طرحه هم له هغو پلانونو ده چې څېړل کېږي دي.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیلي پوځ په لبنان کې د حزب‌الله پروړاندې عملیات پراخ کړي دي.

یوه مهمه پوښتنه دا ده، که واشنګټن په ایران کې پوځي کمپاین پایته ورسوي، نو ایا اسرائیل به په دې جبهه کې جګړې ته دوام ورکړي که نه؟ او دا چې پوځي برلاسی که په غزه کې وي یا په لبنان کې د باور وړ سیاسي شریکانو او سیاسي هوکړو پرته سولې ته لاره هوارولی شي؟

سره له دې چې له دوو کلونو د زیاتو پرله‌پسې جګړو وروسته په اسرائیلو کې د جګړې ستړیا پراخه شوې، خو عامه افکار لا هم تر ډېره د دې سیمه‌ییزې جګړې ملاتړ کوي. همدارنګه تمه کېږي چې بنیامین نتنیاهو به له دې حالت ګټه واخلي څو د هغو امنیتي ناکامیو وروسته چې د اکتوبر د اوومې بریدونو ته لاره هواره کړه، خپل سیاسي میراث بیا ورغوي او هم به په راروانو ټاکنو ترې ګټه واخلي. ټاکنې د روان کال په وروستیو کې کېږي.

هغه څه چې نتنیاهو د دې بریدونو وروسته "د ژغورنې جګړه" وبلله، لا له اوسه منځنی ختیځ بدل کړی او اسرائیل یې له خپل دښمن سره په تهران کې مخامخ مستقیمې جګړې ته داخل کړی دی.

بنیامین نتنیاهو خپل ټول سیاسي ژوند د "ایران له ګواښ" سره د مقابلې پر بنسټ جوړ کړی دی. اوس که له دې جګړې وروسته دا ګواښ پاتې شي یا نه، هغه له یوه نوي سیاسي پړاو سره مخامخ دی.