د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي څوک دی؟

 یو سړی پټکی یې پر سر مۍ وریجې ږیره

د عکس سرچینه، Tasnim News Agency

د عکس تشریح، مجتبی خامنه‌يي د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي زوی او د هغه د ځایناستیتوب لپاره یو له خورا څرګندو نوماندانو دی.
د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د ایران دولتي خبري اژانسونو راپور ورکړی چې مجتبی خامنه يي د خپل پلار ایت الله علي خامنه يي ځایناستی ټاکل شوی دی. د علي خامنه يي له وژل کېدو وروسته د نوموړي د ټاکل کېدو ګنګوسې وې خو په رسمي توګه یې نن يکشنبې د مارچ اتمه اعلان وشو.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له (اکسیوس) ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي وو چې د ایران د پخواني ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي زوی، مجتبی خامنه‌يي، د خپل پلار د ځای ناستیتوب لپاره یو له خورا څرګندو نوماندانو شمېرل کېږي، خو دا احتمال یې "د نه منلو وړ" وباله.

ټرمپ زیاته کړه، هغه د ایران لپاره یو جلا مشرتابه غواړي او ټینګار یې وکړ چې د ایران د راتلونکي مشر په غوره کولو کې باید دی ونډه ولري، لکه چې د ده په وینا هغسې چې په وینزویلا کې وشول.

پلار یې خامنه‌يي د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو په یو ګډ هوايي برید کې ووژل شو، چې له امله یې د هغه د زوی مجتبی د برخلیک په اړه هم پوښتنې راپورته شوې.

له څو ورځو بې خبرۍ وروسته، د مارچ پر ۳مه نېټه د سه شنبې پر ورځ ایراني دولتي رسنیو خبر ورکړ چې هغه ژوندی دی او د هېواد د "مهمو چارو په اړه په مشورو او ارزونو" کې ونډه لري.

مجتبی خامنه‌يي څوک دی؟

مجتبی حسیني خامنه‌يي په ایران کې د واک په هرم کې یو له خورا پټو او مرموزو څېرو شمېرل کېږي.

د خپل پلار برعکس، مجتبی په عامه ژوند کې خپل ځای په لویه کچه محدود ساتلی، نه یې کومه حکومتي دنده لرلې، نه یې په ډاګیز ډول ویناوې کړې او نه یې هم له رسنیو سره مرکې کړې دي، یوازې لږ عکسونه او ویډیوګانې یې خپرې شوې دي.

سره له دې، له کلونو راهیسې د نظام په دننه کې د هغه د اغېز د کچې په اړه اوازې وې، ځکه هغه له خپل پلار سره د اړیکو یو له مهمو لارو و.

د هغه د ځای ناستیتوب خبره جنجالي وه، ځکه د اسلامي جمهوریت ایډیالوژي پر دې ولاړه ده چې د ستر مذهبي مشر ټاکنه باید د مذهبي مقام او سیاسي مشرۍ له مخې وي، نه د کورني میراث له درکه.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په وینا، د امریکا ډیپلوماټیکو اسنادو چې د ۲۰۰۰مې لسیزې په پای کې د ویکي لیکس له لارې افشا شول، مجتبی د "مذهبي چپنې تر شا پټ ځواک" بللی او ویلي یې دي چې د نظام ډېر غړي هغه ته د یو "کاري او هوډمن مشر" په سترګه ګوري.

مجتبی حسیني خامنه‌يي د ۱۹۶۹ کال د سپټمبر پر ۸مه په مشهد کې زیږېدلی او د اسلامي جمهوریت د ستر روحاني مشر علي خامنه‌يي دویم زوی او د هغه له شپږو بچیانو یو دی.

مجتبی په داسې مذهبي او سیاسي چاپېریال کې لوی شوی چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب او د پاچاهۍ له پرځېدا وروسته رامنځته شوی و. هغه په ایران کې د یوې پیژندل شوې مذهبي کورنۍ غړی دی، د روحاني مصطفی خامنه‌يي ورور او د هادي خامنه‌يي نږدې خپلوان دی. په محافظه کاره بهیر کې له مشهورو شخصیتونو سره کورنۍ اړیکې لري، ځکه هغه د ایران د پارلمان د پخواني مشر او محافظه کاره سیاستوال غلام علي حداد عادل له لور، زهرا حداد سره واده کړی دی.

هغه خپلې ثانوي زده کړې په تهران کې په علوي مذهبي مدرسه کې کړې دي. په ۱۹۹۹ کال کې هغه قم ښار ته لاړ چې په علمیه حوزه کې خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړي. هغه په دغه پړاو کې مذهبي جامې واغوستې، او په ۳۰ کلنۍ کې یې د حوزې زده کړې پیلول د مذهبي علومو د نورو زده کوونکو په پرتله چې په ماشومتوب کې یې پیلوي، ناوخته ګڼل کېږي.

یو سړي د مجتبی انځور لاس کې نیولی

د عکس سرچینه، Tasnim News Agency

د عکس تشریح، د تهران پر واټونو د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۱مه، د اسلامي انقلاب د ۴۷مې کلیزې د نمانځلو پر مهال د مجتبی خامنه‌يي پورته شوی انځور.

هلته یې د دودیزو دیني علومو ترڅنګ فقه ولوستله، خو د حوزې په اډانه کې د یوې وتلي مذهبي څېرې په توګه راڅرګند نه شو، او لا هم په منځنۍ کچه روحاني طبقې کې شمېرل کېږي، چې دا د مذهبي مشرۍ د مقام ترلاسه کولو پر وړاندې یو احتمالي خنډ کېدلی شي.

د مجتبی خامنه‌يي نوم په ۲۰۰۵ کال کې په عامه کچه هغه مهال ډېر یاد شو چې اصلاح غوښتونکي سیاستوال مهدي کروبي هغه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړ، خو ایراني چارواکو دا تور په رسمي ډول ونه مانه.

په ۲۰۰۹ کال کې بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډیان هغه یو "سختدریځی شخصیت" وباله چې ډېر وخت خپل پلار ته په ورته یا له هغه هم سختدریځي بڼه ورته کتل کېږي.

د ایران پر مشرتابه د نړیوالو فشارونو په لړ کې، د امریکا د خزانې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې د هغه نوم د هغو کسانو په نوملړ کې ځای کړ چې واشنګټن ویل د ستر مذهبي مشر له دفتر سره تړاو لري.

ځینې راپورونه ښيي چې مجتبی خامنه‌يي د سپاه پاسداران له غړو او محافظه کارو سیاسي کړیو سره نږدې اړیکې لري، او داسې انګیرل کېږي چې د امنیتي او سیاسي ادارو ترمنځ د همغږۍ هڅو کې په مخکښ ډول ښکېل دی.

سره له دې، د نظام په جوړښت کې د هغه د ریښتیني اغېز بڼه په رسمي ډول نه ده په ډاګه شوې، او د هغه په اړه ډېر خبرې پر نا مستقیمو شننو او ارزونو ولاړې دي.

د جګړې د نسل سړی

مجتبی خامنه‌يي هغه نسل ته منسوب دی چې د اسلامي جمهوریت په لومړیو کلونو کې لوی شوي، هغه دوره چې د ایران او عراق له جګړې (۱۹۸۰-۱۹۸۸) سره هم مهاله وه او په ایران کې یې د سیاسي او امنیتي اشرافو په پېژندګلوی کې مهم رول درلود.

د ایراني رسنیو په وینا، هغه په ۱۷ کلنۍ کې د لنډ وخت لپاره په جګړه کې پوځي خدمت کړی دی. دغه جګړه د انقلابي نسل لپاره یوه لویه تجربه وه او د ایران په نظام کې یې د امریکا او لوېدیځ پر وړاندې یو ژور شک رامنځته کړ.

بېلابېلې سرچینې د 'بسیج' ځواکونو په لیکو کې د هغه ګډون ته اشاره کوي، چې دا یو نیمه پوځي ولسي ځواک دی او له سپاه پاسداران سره تړاو لري.

په جګړه کې د مجتبی ګډون د هغه په ژوندلیک کې د داسې یو نسل د تجربې په توګه یادېږي چې په کم عمر کې جګړې ته تللي، او ایراني رسمي سرچینې دا تجربه د سیاسي او امنیتي مشرانو په جوړښت کې یو مهم عنصر ګڼي.

مجتبی خامنه‌يي (په منځ کې)، د ايران د مذهبي مشر ايت‌ الله علي خامنه‌يي زوی، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۱۱مه د تهران په "انقلاب" واټ کې د اسلامي انقلاب د کلیزې په مناسبت په کلني لاریون کې ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، مجتبی خامنه‌يي (په منځ کې)، د ايران د مذهبي مشر ايت‌ الله علي خامنه‌يي زوی، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۱۱مه د تهران په "انقلاب" واټ کې د اسلامي انقلاب د کلیزې په مناسبت په کلني لاریون کې ګډون کړی و.

دا پوځي شالید په ځینو سیاسي اټکلونو کې له امنیتي او پوځي کړیو او سپاه پاسداران سره د هغه د وروستیو اړیکو د تفسیر لپاره کارول هم کېږي.

د خلکو له سترګو پناه څېره

مجتبی نه مرکې کوي او نه په منظم ډول په عامه سیاسي غونډو کې راڅرګندېږي، د هغه حضور یوازې په مذهبي مناسبتونو یا لږو رسمي ناستو کې وي.

د هغه نوم کله ناکله په قم کې د حوزې په فعالیتونو کې یادېږي، چیرته چې ویل کېږي هغه لوړ مذهبي درسونه ورکوي، او یا هم د سیمه ییزو مسایلو د ملاتړ په غونډو کې د هغه نوم راځي.

دغه پټ حضور د دې لامل شوی چې هغه د یو داسې شخصیت په توګه وپیژندل شي چې د څراغونو له رڼا لرې کار کوي، چې دا په ډېرو ارزونو کې د پردې تر شا د هغه د ونډې په اړه انګیرنې پیاوړې کوي.

د هغه نوم په سیاسي بحثونو کې تل جنجالونه راپارولي دي. په داسې حال کې چې ځینې کتونکي پر دې باور دي چې هغه د پرېکړو په کولو کې نا رسمي ډول ښکېل دی، خو ایراني رسمي سرچینې ټینګار کوي چې هغه هیڅ سیاسي منصب نه لري.

د مجتبی نوم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د محمود احمدي نژاد د بریا پر مهال ډېر یاد شو. اصلاح غوښتونکي مهدي کروبي په یو پرانیستي لیک کې مجتبی تورن کړ چې د سپاه او بسیج له لارې یې په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.

د تهران په مرکزي انقلاب ډګر کې د یوې لویې غونډې پر مهال لاریونوال د ایران بیرغونه رپوي او داسې لوحې او انځورونه یې له ځان سره لیږدولي دي، چې د امریکا او اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنئي د وژل کېدو له خبر وروسته پورته شوي دي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، د تهران په مرکزي انقلاب ډګر کې د یوې لویې غونډې پر مهال لاریونوال د ایران بیرغونه رپوي او داسې لوحې او انځورونه یې له ځان سره لیږدولي دي، چې د امریکا او اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنئي د وژل کېدو له خبر وروسته پورته شوي دي.

څلور کاله وروسته بیا همدا تورونه تکرار شول چې په ۲۰۰۹ کال کې د پراخو لاریونونو لامل شول. په دغو لاریونونو کې ځینو لاریونوالو داسې شعارونه ورکول چې د رهبرۍ د میراثي کېدو مخالف وو.

د ځایناستو په نوملړ کې یې نوم

د هغه د سیاسي ونډې په اړه، سمونپالو څېرو پر مجتبی نور تورونه هم ولګول. مصطفی تاج زاده د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو پایلې "ټاکنیزه کودتاه" وبلله او وروسته یې وویل چې د ده زنداني کېدل د مجتبی د مخامخ غوښتنې پایله وه.

مير حسين موسوي او مهدي کروبي کورني بندیان شول. د ایراني سرچینو په وینا، مجتبی په ۲۰۱۲ کال کې له موسوي سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې له لاریونونو لاس واخلي.

ځینې کتونکي پر دې باور وو چې که مجتبی ستر مذهبي مشر شي، ښايي د خپل پلار سختدریځه تګلاره واکمنه وساتي. ځینې نور بیا پر دې اند دي چې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د هغه د کورنۍ د غړو مړینه ښايي هغه د لوېدیځ فشارونو ته د تسلیمېدو په برخه کې لا سختدریځی کړي.

له لویه سره هغه به له سترو ننګونو سره مخ وي، چې تر ټولو مهمه یې د نظام د بقا ډاډ ورکول او د عامه افکارو قانع کول دي چې هغه کولی شي هېواد له سیاسي او اقتصادي ناورینه وباسي. ورسره، د هغه د مشرۍ تجربه تر ډېره لا نه ده ازمایل شوې، او دا انګیرنه چې نظام میراثي کېږي، کولی شي د ولسي ناخوښۍ اور نور هم بل کړي.

په وروستیو ورځو کې، ځینو رسنیو او نفوذ لرونکو بنسټونو ته نږدې چارواکو هغه ته د "ایت الله" لقب کارول پیل کړي وو، چې دا یو لوړ مذهبي مقام دی.

کتونکي پر دې باور دي چې دا د هغه د مذهبي ځای ځایګي لوړولو او د یو با اعتباره نوماند په توګه د هغه د مخې ته کولو هڅه وه.

د مجتبی خامنه يي له ټاکل کېدو وروسته هغه، ښايي په سیمه ییزه جګړه کې هم یو مخامخ هدف وګرځي، لکه چې د اسرائیلو دفاع وزیر ویلي، د مشرتابه هر ځایناستی به د دوی لپاره د له منځه وړلو یو روښانه هدف وي.