له کمسارو بریو تر سر په سر اتلولیو: ایا نورو ته د هند د ماتولو کوم هنر پاتې دی؟

هندۍ لوبډله د ګټلي جام خوښي نمانځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندي لوبغاړي د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام د اتلولۍ له جام سره
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام ګټلو سره څو داسې ریکاډونه جوړ کړل چې د دغې بڼې په کرېکټ کې بېساري بلل کېږي.

هند د یکشنبې پر ورځ پایلوبه کې د ۹۶ منډو په لوی توپیر نیوزیلنډ ته ماته ورکړه او سر په سر دویم ځل یې د شل اوریزو سیالیو اتلولي وګټله هغه بری چې پخوا یې کله بېلګه نشته.

له دې اتلولۍ سره یو زیات شمېر هندیانو کرۍ شپه ویښه تېره کړه او د سهار تر څلورو بجو د احمدآباد په واټونو او کوڅو کې په شور او زوږ خوښۍ نمانځل کېدې.

هند د ۲۰۲۴م کال شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم ګټلی او په ټوله کې یې له تېر مارچ تر دې مارچ میاشتې دویمه نړیواله اتلولي شوه. هندۍ لوبډلې تېر مارچ کې د اتلانو د اتلولۍ جام ( چمپین ټرافي ) هم ګټلې وه.

دغې سر په سر اتلولیو ته په غبرګون د پاکستان پخواني چټک بالر شعیب اختر د ټوکې په انداز ویلي ' هند د هغه شتمن هلک په څیر دی چې د کلي ټول بې وزلي هلکان کرېکټ ته ور وبولي' او ورته ووايي " راځئ چې کرېکټ وکړو خو ګټم به یې یوازې زه."

د افغانستان راشد خان چې خپله یې تازه په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو د ډېرو (۷۰۰) وېکټو اخېستو ریکارډ جوړ کړ د هند دا بری تاریخي او د لوبډلې داسې لوبې هم الهام بخښونکي بللې دي.

د یوه بل جام ګټلو سره هند له دې درکه هم له نورو ټولو لوبډلو مخکښ شو چې د داسې سیالیو درې ګټلي جامونه لري. د شل اوریزو سیالیو لومړۍ نړیوال جام ۲۰۰۷م کال کې وشو او د هغه جام اتلولي هم هندوستان ګټلې وه. له دې سره هندۍ لوبډله د دریو شل اوریزو جامونو په ګټلو سره په دغو ډول سیالیو کې کې تر ټولو بریالۍ هغه بلل کېږي.

څلور کالونه، څلور نړیوال جامونه او یوازې دوه ماتې

هندي لوبډلمشر له ګټلې جام سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندي لوبډلمشر له ګټلې جام سره

که له ۲۰۲۳م کال نړیوال جام راهیسې چې افغانستان هم پکې پاکستان، انګلنډ، سري لنکا او نیدرلنډ ته په ماتې ورکولو سره تاریخ جوړ کړ وګورو څلور نړیوال جامونه شوې چې هند پکې د بري پر تله له ټولو مخکښ دی.

د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې هند له تر سره شویو لسو لوبو هیڅ کومه لوبه نه وه بایللې خو پایلوبه یې اسټرالیا ته وبایلله. هغه پایلوبه هم په همدې لوبغالي کې وه چې د یکشنبې په شپه پکې هند تاریخ جوړ کړ.

له هغې وروسته هندۍ لوبډلې د ۲۰۲۴م شل اوریز نړیوال جام کې ټولې لوبې او پایلوبه وګټله. ورپسې په ۲۰۲۵م کال کې د اتلانو د اتلولۍ جام و، هند په دې سیالیو کې پنځه لوبې وکړې او د پایلوبې په ګډون یې ټولې وګټلې.

د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام کې هند یوازې له سویلي افریقا یوه لوبه وبایلله، د پایلوبې په ګډون یې نورې ډیرې لوبې په لوی توپیر وګټلې. پاکستان چې له هند سره پر لوبو ډېر حساب کوي او خلک یې کتو او ګټې ته ډېر لېواله وي هم د دغې جام ګروپي لوبه د ۶۱ منډو په لوی توپیر هند ته بایللې وه.

د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې په تېرو څلورو کالونو کې هند په څلورو مهمو نړیوالو جامونو کې له ۳۳ لوبو یوازې دوه هغه بایللې دي.

د نیوزیلنډ ارمان یو ځل بیا نیمګړی پاتې شو

نیوزیلنډي لوبغاړي له ماتې وروسته له لوبغالی وځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نیوزیلنډ له ډېر ښه کرېکټ سره سره تر اوسه د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام نه دی ګټلی

د یکشنبې ورځې په پایلوبه کې نیوزیلنډ ونشو کړای د هند د ۲۵۶ منډو لوی هدف پوره کړي بلکې ټوله لوبډله یې په ۱۹م اوور کې یوازې د ۱۵۹ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.

په نړیواله کچه نیوزیلنډ پیاوړې او د اتلولۍ وړ لوبډله بلل کېږي خو دغې لوبډلې ته په پایلوبه کې له یو ځل بیا ماتې سره د 'چوکر' لوبډلې اصطلاح هم کارول کېږي. په کرېکټ کې "چوکر" هغه لوبډلې یا لوبغاړي ته ویل کېږي چې مهمه یا وروستۍ لوبه کې د فشار له امله خپله ښه لوبه ونه‌شي کړی او ماتې وخوري.

د نیوزیلنډ لوبډلمشر پایلوبه کې له ماتې وروسته په خبرو کې وویل د هند وړتیا او کوربتوب له دوی بری واخېست. مېچل سنټنر چې له فاینل وروسته یې پر لوبې تبصره کوله زیاته کړه "د هند ښه لوبډله ده او دوی پوهېږي چې په داسې وضعیت کې او په فلټ (هوارو) ویشتنځایونو څنګه لوبه وکړي، له دې وړاندې یې هم له ښو لوبډلو سره په همداسې حالاتو کې لوبې کړې دي او نن یې یو ځل بیا وښودله. کله چې یو ځل دوی پیل وکړي، بیا ډېره ستونزمنه ده چې مخه یې ونیول شي."

نوموړي ویشتنځای توپوهنې ته جوړ خو ورکړی هدف یې لوړ وباله او ویي ویل " زموږ لپاره مهمه دا وه چې باید د هند د ښو یارکرو او باونسرو سره سره زړوره لوبه وکړو او په دې وېکټ موږ تر ۲۳۰ منډې کولی شوای. په نیمه پایلوبو او پایلوبو کې داسې ماتې ښې نه وي. له هند سره د هند په کوربتوب پایلوبه کې مخامخ کېدل هر وخت لویه ننګونه وي او دوی خپله وړتیا نن بیا وښودله."

هندي لوبډلمشر بیا وویل لوبډلې یې له هیلو پورته کرېکټ کړی او په تېرو دوه کالونو کې یې هغه څه تر لاسه کړي چې ډېرو ته به د نه باور وړ وي. سوریا کمار یادوف وویل " د هند په کوربتوب دا لوبه ورته ډېره مهمه وه نو د دغې بري په اړه ټول ځانګړی احساس لري."

د هند تاریخي اتلولۍ ته غبرګونونه

هندي لوبغاړي یو ځای بری نمانځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هندي لوبډلې په بري ګڼو خلکو لیکنې او شننې کړي او دا بری یې ځانګړی یاد کړی دی

د هند پر اتلولۍ ګڼو لوبغاړو سیاستوالو، د کرېکټ مینه والو او نورو تبصرې کړي او مبارکۍ یې ویلي دي.

د هند افسانوي لوبغاړي سچن ټنډوکر ممبۍ کې پر اتلولۍ د خوښیو نمانځې یوې ویډيو خپرولو سره لیکلي زموږ لوبډلې په مهارت ښه کرېکټ وکړ او سر په سر دویم ځلې اتلولۍ ګټلو تاریخ یې جوړ کړ.

د هند پخواني لوبډلمشر مهندرا سېنګ دوني لیکلي "احمداباد کې تاریخ جوړ شو، د هند لوبډلې ته ډېرې زیاتې مبارکۍ"

د سینما وتلي لوبغاړي شاه رخ خان د هندۍ لوبډلې ستاینې تر څنګ لیکلې " څومره عالي بری، د نیلي جامو ښاغلو تاسې زموږ رښتیني اتلان یی او پر تاسې ویاړو، هند دې ژوندی وي."

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي " د لوبډلې اتلولي استثنایي مهارتونه، ټیمي کار او زړورتیا ثابتوي، دې بري د هر هندي زړه له خوښۍ او ویاړ ډک کړی دی."

د افغانستان د شل اوریزو سیالیو نوي لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ هندۍ لوبډلې ته د مبارکۍ تر څنګ لیکلې " تاسې د ډېرو ښو لوبو له کبله د دې اتلولۍ وړ یی."

ګڼو نورو افغانانو هم د هند بری ستایلی دی.