هند، پاکستان ته په ماتې ورکولو د افسانوي لوبغاړو جام وګاټه؛ څوک په کې ښه ولوبېدل؟

cricket

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د ۲۰۲۴م کرېکټ شل اوریز جام اتلولۍ له ګټلو دوې اونۍ وروسته د هند پخوانیو لوبغاړو د افسانوي لوبغاړو جام اتلولي خپله کړه.

د هند متقاعد شویو پخوانیو نامتو لوبغاړو بیګا (د یکشنبې په شپه) پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د افسانوي لوبغاړو د اتلولیو اتلولي یې خپله کړه.

د پخوانیو نامتو لوبغاړو تر منځ د اتلولیو پایلوبه د هند او پاکستان تر منځ د انګلنډ په برمېنګهم کې وشوه.

دا له یوې اوږدې مودې وروسته یوه پاکستانۍ لوبډله له هند سره پایلوبې ته رسېدلې وه او له همدې کبله پاکستان کې دا لوبه په خورا ولولو کتل کېده چې که پخواني لوبغاړي یې پر هند برلاسي شي.

د دغې لوبې پچه د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر یونس خان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان د وخت مشهورو او نامتو لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ کې هند ته په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو له اوټېدو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

cricket

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/WCLPAKISTANCHAMPIONS

د پاکستان په دغې لوبډله کې شاهد افریدي، مصباح الحق، کامران اکمل او د وخت ځینې نور مشهور لوبغاړي لوبېږي.

د پاکستان لخوا تر ټولو ډېرې (۴۱) منډې شعیب ملک وکړې.

په بدل کې د هند اتلانو په نوم د پخوانیو لوبغاړو څخه جوړې شوې لوبډلې دا هدف د ۵ لوبغاړو په اوټېدو داسې مهال پوره کړ چې لا د وروستي اوور پنځه باله پاتې و.

د هند لخوا هم د یوراج سېنګ په مشرۍ عرفان پټان، یوسف پټان، هربجن سېنګ او د وخت ځینې نورو نامتو او پیاوړو لوبغاړو دې سیالیو کې حضور درلود.

د هند په ګټه امباتي پنځوسیزه او یوسف پټان دېرش مهمې منډې وکړې.

د افسانوي لوبغاړو د اتلولیو په دغې لوبلړۍ کې د پاکستان، هند، استرالیا، وېسټ انډیز، سویلي افریقا او انګلنډ شپږ لوبډلو ګډون کړی وو.

cricket

د عکس سرچینه، ALT

دا په دې بڼه د دغې لوبلړۍ لومړۍ پړاو وه چې د انګلنډ په کوربتوب وشوې.

د پخوانیو افسانوي لوبغاړو تر منځ دا لوبې زاباوار تفریحي-تولیدي کمپنۍ برابرې کړې وې، دا یوه هندي کمپنۍ ده چې د بالېووډ په فلمونو او سندرو یې هم پانګونه کړې ده.

له پایلوبې مخکې هرې لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه او په دغو سیالیو کې له څلورو بریاوو سره پاکستان مخکښ و، هندۍ لوبډلې بیا دوه لوبې ګټلې وې، په دغې سیالیو کې پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه خو مهمه پایلوبه کې یې بیا بری ونه موند.

له دې مخکې همدا تېره جون د هند د کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان له خوا تیاره ګټلې لوبه واخېسته او بیا یې پسې د ۲۰۲۴م کال شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم وګاټه.