متقي: موږ له یوې "تحمیلي" جګړې سره مخامخ یو

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر

د عکس سرچینه، ZiaAhmadtkl

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي،‌ د افغانستان خلک له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د پاکستاني‌ پوځ له "ظالمانه او نه توجیه‌کېدونکو" بریدونو سره مخامخ دي.

هغه ویلي، دغه وضعیت دوی له یوه "تحمیلي جنګ" سره مخامخ کړي، خو زیاته کړې یې ده، چې حکومت یې د تفاهم، خبرو اترو او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل ته ژمن دی.‌

ښاغلي متقي د ایران پر اسلامي جمهوریت د امریکا او اسرائيلو هوايي بریدونه هم غندلي او وايي دغو بریدونو "سیمه‌ییز او نړیوال امنیت او ثبات ته جدي‌ ګواښونه پېښ کړی."

هغه دا څرګندونې په کابل د مېشتو سفیرانو، دیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو سازمانونو له استازو سره یوې ناستې ته کړې دي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه/ د مارچ ۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې 'د ګډ روژه ‌ماتي دا مجلس' د دغه وزارت په ستوري ماڼۍ کې جوړ شوی و.‌

د ماښامنۍ یو انځور

د عکس سرچینه، ZiaAhmadtkl

د عکس تشریح، د بهرنیو هېوادونو او سازمانونو استازو سره غونډه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه

ښاغلي متقي دې ناستې ته په وینا کې پاکستانی لوری د منځګړو په هڅو د اوربند رامنځته شوې فضا په ماتولو تورن کړ او ویې ویل د فبرورۍ ۲۲مه په داسې حال کې د پاکستاني پوځ لخوا له "تجاوز" سره مخ شول چې مرکچي پلاوی یې د سعودي عربستان له منځګړي ټیم سره د "دوه اړخیز توافق پر متن په مذاکره بوخت وو."

نوموړي‌ تر هغې ورمخکې (د فبرورۍ ۱۷مه) د دوی لخوا د "ښه نیت او د منځګړو هڅو ته د مثبت ځواب" ښودلو لپاره د درېیو پاکستاني "جنګي‌ اسیرانو" د ازادولو یادونه هم وکړه.‌

د هغه اشاره په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونو ته وه، چې د ننګرهار د بهسودو په ګردي‌کڅ کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو د وژل کېدو په ګډون پکې د ملکي‌‌ مرګژوبلې رپوټونه ورکړل شول.

د پاکستان حکومت هغه مهال ویلي‌ وو، چې په افغانستان کې یې د کره استخباراتي‌ مالوماتو پر بنسټ د داعش او ټي‌ټي‌پي‌‌ اړوند اووه پټنځایونه په نښه او لسګونو وسله‌وال وژلي دي.‌

خو ملګرو ملتونو وروسته تایید کړه چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.‌

د دغو بریدونو په ځواب کې د ډیورنډ‌ کرښې په اوږدو کې د طالبانو حکومت له 'غچ‌اخیستونکو' اقداماتو وروسته شخړه وغځېده او د پاکستان هوايي ځواکونو ورپسې ورځو کې په کابل، کندهار، ننګرهار، کونړ،‌ لغمان، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست او پروان ولایتونو کې هم هوايي‌ بریدونه وکړل.

اسلام اباد وايي په دغو بریدونو کې یې د طالبانو حکومت اړوند نظامي اهداف په نښه کړي دي.‌

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزیر عطا‌الله تارړ همدا تېره ورځ (یکشنبه/د مارچ ۸مه) پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې د دوی هوايي ځواکونو په دغو عملیاتو کې تر اوسه د افغانستان بېلابېلو سیمو کې ۶۴ اهداف په نښه کړي‌ دي.‌

د پاکستان د طلاعاتو او نشراتو وفاقي وزیر

د عکس سرچینه، X/Tarar

هغه لیکلي، چې تر تېرې ورځې یې په دغو عملیاتو کې ۵۸۳ افغان طالبان وژلي او نږدې ۸۰۰ نور ټپیان کړي دي.

ښاغلي‌ تارړ د طالبانو اړخ ته د ۲۱۳ ټانکونو او زغره‌الو ګاډو او همدا راز ۲۴۲ پوستو د ویجاړولو ادعا هم کړې.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، دغو بریدونو ته یې "متقابل او متناسب" ځواب ویلی دی.

د طالبانو حکومت د ملي‌دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خورزمې د تېرې جمعې پر ورځ وویل، چې په ځوابي "تعرضي او تهاجمي" اقدماتو کې یې د ډیورنډ "فرضي" کرښې په اوږدو کې د پاکستاني لوري ۶۴ پوستې او ۷ قرارګاګانې له نیولو وروسته ویجاړې کړې دي.

هغه همدا راز د ۳۲۷ پاکستاني سرتېرو د وژلو او له ۳۵۰ ډېرو نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې وه.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د روانې شخړې په لړ کې په کمساري اقدام کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې په صوابۍ او راولپنډۍ او همدا راز د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو د ډرون بریدونو خبر هم ورکړی.

بي‌بي‌سي نشي کولی چې د یوې خوا ادعا او د اړولې مرګژوبلې شریک شوي‌ ارقام هم په خپلواک ډول رد یا تایید کړي.

خو ملګري ملتونه وايي، دوی په افغانستان کې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ۱۸۵ ملکي خلکو مرګژوبله مستنده کړې ده.

د دغه سازمان د سرمنشي ویاند سټېفن دوجارک د شنبې پر ورځ وویل دغو بریدونو کې ۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپيان دي او دا چې د ثبت شوې ملکي مرګژوبلې ۵۵ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو دوام د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته نږدې پرتې زرګونه کورنۍ هم د خپلو مېنو او سیمو پرېښودلو ته اړیستې دي.

ننګرهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ننګرهار په ګردي‌کڅ کې د‌ پاکستان هوايي برید کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی و

پر ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې سربېره د روسیې، چین، ترکیې،‌ قطر، سعودي عربستان او ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له دواړو غاړو غوښتي چې جګړه سملاسي ودروي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.‌

د طالبانو حکومت وايي، دوی د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل ته ژمن دي، خو "د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي".

پاکستان کې بیا رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په حواله لیکلي، چې د دوی پوځي عملیات به تر هغې روان وي، چې د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي او نورو وسله‌والو ډلو له ملاتړه لاس او د دوی خلاف کوټلي ګامونه نه وي اخیستي.

دا داسې تور دی چې د طالبانو حکومت ترې انکار کوي.

امیر خان متقي په کابل کې د بهرنیو هېوادونو او سازمانونو استازو سره دې ناسته کې هم وویل چې د افغانستان ولس هېڅکله فشار ته سر نه دی کښته کړی او د خپل وطن د ازادۍ لپاره هېڅ قرباني نه سپموي.

نوموړی وايي،‌ پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ ستونزه له پخوا موجوده ده او دا چې د ده په وینا "خپل عوامل او زمینه" لري.‌

هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي ‌مشرانو د کورنیو ستونزو حل لپاره د سیاسي لارو پر ځای نظامي لاره انتخاب کړې او هڅه کوي چې "د تفاهم پر ځای د تقابل او فشار له لارې مشکلات حل کړي"،‌ خو د نوموړي په وینا تېرو لسیزو ښودلې چې فشار او د ځواک کارول د مشکلاتو د حل پر ځای د مقاومت څپه لا ډېره پیاوړې کوي.

ښاغلي‌ متقي وویل د پاکستاني پوځیانو دې تګلارې د ټولې سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړی.‌

پر ایران د امریکا او اسرائيل بریدونو ته غبرګون

ایران

د عکس سرچینه، ZiaAhmadtkl

د عکس تشریح، کابل کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي (منځ) هم د روژه‌ماتي مجلس ته ورغلی و

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د سیمې عمومي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخامخ کړې ده.

هغه وویل پر ایران د امریکا او اسرائيل هوايي بریدونه د سیمې ثبات او امنیت ته "جدي‌ ګواښونه" پېښ کړي او دا چې دوی سعودي عربستان، قطر،‌ متحده عرب اماراتو، عمان، ترکیې،‌ بحرین او اذربایجان ته د "بریدونو غځېدولو" خواشیني کړي دي.

هغه د هېوادونو د حریم نقض او د ملکي وګړو وژل د غندنې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې د کړکېچ غځول او پراخول د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

نوموړي هیله وښوده د شخړو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو اترو، تفاهم او دیپلوماتیک تعامل لاره خپله شي.