پاکستان وايي په افغانستان کې یې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو حکومت ځايي سرچينې وايي، پاکستاني پوځ له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د دغو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
سرچينو بي بي سي ته ويلي، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت په خوګياڼو، بهسودو او غني خېلو ولسواليو کې بریدونه شوي دي.
د سرچينو په وینا په بهسودو ولسوالۍ کې د مرګژوبلې وېره ډېره ده. په غني خېلو ولسوالۍ کې يو کور په نښه شوی چې ویل کېږي هلته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم. په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو لا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.
د دغو بريدونو په تړاو د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ويلي، پوځ یې "په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي."
د یاد وزارت لخوا پر اېکس کې خپره شوې اعلامیې د پاکستان وروستيو بریدونو ته اشاره کړې او ادعا شوې چې، "پاکستان قوي شواهد لري چې وسله وال دا ترهګریز بریدونه په افغانستان کې د دوی د مشرتابه او د هغوی د سرپرستانو په امر ترسره کوي."
په تېر کې هم پاکستان د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې په دغو بریدونو کې یې هغه کسان په نښه کړي چې په پاکستان کې په بریدونو کې لاس لري.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي تل داسې تورونه لګولي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او د پاکستان حکومت تورنوي چې د داعش خراسان ډلې ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
د افغانستان په دغو سيمو کې په داسې حال کې بريدونه شوي چې د شنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید کې د يوه ډګرمن په ګډون دوه تنه ووژل شول.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه له افغان خاورې پلانېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په ظاهرا له همدې کبله اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان د تېر کال اکتوبر میاشتې لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې هوايي بريدونه وکړل چې موخه یې د پاکستاني طالبانو په نښه کول ياد کړي وو.
طالبانو دغو بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو په بریدونو ځواب ورکړ.
د دواړو خواو ترمنځ نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او له هغه راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ سودارګري په ټپه درېدلې ده.
د طالبانو حکومت او پاکستان وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. ورپسې استانبول کې په دویم پړاو خبرو کې یوازې د اوربند پر غځېدو سلا وشوه، خو د نورو اختلافونو حل لپاره درېیم پړاو مذاکرات ترسره شول چې هغه هم بې پایلې پایته ورسېدل.
پاکستان د طالبانو له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عمليات وکړي او دوی ته ليکلی ضمانت ورکړي چې په پاکستان کې به بريدونه نه ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت بيا وايي نه غواړي د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکېل شي او دا چې ټيټيپي او نورې وسله والې ډلې د پاکستان خپله مسله ده.


















