هغه ناروغي چې د یوې ښځې قد یې یو فوټ کم کړ

د عکس سرچینه، Caroline King
بېلابېلې ناروغۍ زموږ پر بدن او ذهن ګڼې اغېزې کوي، خو تاسې کله د داسې ناروغۍ په اړه اورېدلي چې د ناروغ قد تر یو فوټ پورې کم کړي؟
د بریتانیا د ولټشایر سیمې یوې ښځې خپله کیسه کړې چې، نورو ته دا پیغام ورسوي چې هېڅکله باید هیله له لاسه ورنهکړي.
۶۳کلنه کیرولین کېنګ وايي، کله چې د سترګو د خارښت په څېر ستونزې له امله ډاکټر ته ولاړه، نو هېڅ یې فکر هم نهو چې دا به د ځیګر د یوې خطرناکې ناروغۍ لومړنۍ نښه وي.
هغې وویل: "کله چې تېر وخت ته ګورم، لا مې هم باور نه کېږي چې له دې هر څه سره سره ژوندۍ یم."
د "نادره ناروغیو د ورځې" په مناسبت هغې د خپلې ناروغۍ، ګرېنولوماتوس هېپاټاېټس تجربه شریکه کړه چې د ځیګر د ناروغیو او د هغې د اغېزو په اړه د خلکو پوهاوی زیات شي.
'د انسان بدن حیرانوونکی دی'

د عکس سرچینه، British Liver Trust
د ځیګر د پیوندکارۍ (ټرانسپلانټ) تر عملیات مخکې د کیرولین کېنګ د ناروغۍ نښې دومره سختې شوې وې چې هغه اړ شوه له ویلچېر یا ګرځندې څوکۍ کار واخلي. د سختې ستړیا او ذهني ګډوډۍ له امله هغې عادي ژوند نهشو کولی.
د هغې د کیسې د پیل د پوهېدو لپاره باید ۲۰۱۸ کال ته ولاړ شو. هغه مهال نوموړې په کور کې ټلوېزیون کاته چې ناڅاپه یې نظر تت شو او په سترګو کې یې د خارښ په څېر احساس پیدا شو.
کیرولین کېنګ د هغو ورځو یادونه داسې کوي: "ما فکر وکړ چې دا رښتیا هم عجیبه څه دي."
وروسته د سترګو یوه متخصص ډاکټر د هغې د سترګې په یوه برخه کې د التهاب ناروغي تشخیص کړه. خو په ۲۰۱۹ کال کې، کله چې د هغې د سترګو او پوستکي رنګ ژېړ ته واوښت، ډاکټرانو د ځیګر د معاینې سپارښتنه وکړه.
د ازموینو په پایلو کې د ګرېنولوماتوس هېپاټایټس ناروغي تشخیص شوه. ډاکټران وايي، دا داسې نادره ناروغي ده چې ښايي په لسو کلونو کې یوازې یو ځل وموندل شي.
کیرولین کېنګ د ځیګر د پیوندکارۍ لپاره شپږ میاشتې انتظار وکړ. په دې موده کې د درملو د اغېزو له امله د هغې د ملا په تېر کې د هډوکو د کمزروي کېدو ناروغي پیدا شو. له همدې امله د هغې قد له پنځو فوټونو او څلورو انچو (۱.۶۳ متره) تر څلورو فوټو او شپږو انچو (۱.۳۷ متره) ته راټیټ شو.
له شپږو کلونو وروسته د هغې د سترګو او ځیګر فعالیت تر یوه بریده ښه شوی او قد یې بیا تر پنځو فوټو (۱.۵۲ متره) پورې رسېدلی دی.
هغې له بيبيسي سره په خبرو کې وویل، د نورو خلکو لپاره یې پیغام دا دی: "هېڅکله مه تسلیمېږئ. د انسان بدن حیرانوونکی دی."
د ژوند بدلونکي اغېزې
د بریتانیا د ځیګر د ملاتړ ټولنې په وینا، په بریتانیا کې زرګونه کسان د ځیګر له ناروغیو سره ژوند کوي. د دغو ناروغیو تشخیص ډېر کله کلونه وخت نیسي، ځکه د خلکو پوهاوی کم او څېړنې محدودې دي.
د همدې ټولنې اجرایوي مشرې پامېلا هېلي وویل، که څه هم دا ناروغۍ "غیرمعمولي" دي، خو اغېزې یې د انسان ژوند په بشپړ ډول بدلولی شي.
هغې وویل: "ډېرکله د پوهاوي د کمښت له امله د ناروغۍ په تشخیص کې ځنډ رامنځته کېږي او ناروغان سم درملنې ته په مناسب ډول لاسرسی نه لري."
د هغې په وینا: "لاهم د لا زیات پوهاوي، پر وخت تشخیص او په څېړنو کې دوامداره پانګونې ته اړتیا ده، څو هر هغه څوک چې د ځیګر ناروغي لري، پر وخت یې تشخیص او درملنه وشي.

























