ولې بې وزلي روژه نیسي هغوی خو ټول کال وږي وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, احمد روابه
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
لرغونو تمدنونو د روژې ډېر ډولونه درلودل، چې د ټولو موخه په نړۍ کې له "ارزانه مادي نړۍ" د "سپېڅلو روحونو او پراخ لید نړۍ" لوړو درجو ته د انسان رسول و. لرغونو یونانیانو باور درلود چې روژه له خدایانو د "وحې" په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
په جنوبي امریکا کې پخوانیو خلکو د ګناهونو د کفارې یا د حاجتونو د غوښتلو لپاره روژه نیوله. په سایبریا کې به خلکو باور درلود چې روژه هغوی له روحونو سره اړیکې ټینګولو او له غیبو د خبرېدو جوګه کوي. د فیلسوفانو پر بارو روژه له انضباط، پر نفس له کنټرول او د شهوت او ناوړه غوښتنو مخنیوي سره تړلې وه. د دوی پر باور، دا د نورو موجوداتو پرتله د خپلو ارزښتونو او موخو لوړو درجو ته د انسان د رسېدو د وړتیا نښه ده، ځکه انسان د ځمکې پر مخ یوازینی موجود دی چې کولی شي په خپله خوښه د خپلو غریزو له ځوابولو ډډه وکړي. کله چې انسان له خوراک، څښاک او د نفس او بدن له نورو غوښتنو لاس اخلي، له مادیاتو بېلېږي او له عقل او روح سره بوختېږي، نو په دې توګه کمسارو روحاني پوړیو ته پورته کېږي. په دې سره هغه د خپل نفس پر کابو کېدا برلاسی کوي، د دې پر ځای چې نفس پر هغه واکمن وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ریاضي پوه او فیلسوف فیثاغورس (۵۸۰ م.ز - ۵۰۰ م.ز) په اړه ویل کېږي چې هغه به د تمرکز، ذهن پاکولو او همت لوړولو لپاره ۴۰ ورځې روژه نیوله. هغه خپلو شاګردانو ته هم په خپل ښوونځي کې له شاملېدو وړاندې د روژې سپارښتنه کوله، د دې لپاره چې د علومو ترلاسه کولو لپاره یې روحاني او فکري چمتووالی ډاډمن شي. د لوېدیځې فلسفې بنسټګر سقراط (۴۷۰ م.ز - ۳۹۹ م.ز) هم له هغو کسانو و چې د روژې ستاینه یې کوله او د هغې رواني او بدني ګټې به یې اورولې. هغه ویلي چې روژه له انضباط او پر نفس کنټرول سره مرسته کوي، چې دا دواړه د حکمت لټون او پوهې ترلاسه کولو په لاره کې بنسټي ځانګړنې دي. د هغه زده کوونکی افلاطون (۴۲۸ م.ز - ۳۴۸ م.ز)، چې په لوېدیځ کې یې د لوړو زده کړو د لومړنۍ اکاډمۍ بنسټ ایښی و، د خوراک او څښاک په ګډون د نړۍ په ټولو چارو کې پر منځلارۍ مشهور و. هغه به په هر څه کې له اسراف ډډه کوله. د هغه په اند، روژه انسان ته ور زده کوي چې څنګه له ټولو مادي خوندونو بې نیازه شي.
هندي مشر مهاتما ګاندي په سوله ییزه مبارزه او د تاوتریخوالي پر وړاندې پر هڅو مشهور و، هغه په سویلي افریقا کې د تبعیض او توپیري چلند پر وړاندې او په هند کې د بریتانوي نیواک پر مهال د حقونو لپاره خپلې مبارزې د مادي ځواک له کارولو پرته پر مخ وړلې. هغه به هر کله چې د "ساتیاګراها" یا د عدم تشدد فلسفې اصول ماتېدل، روژه نیوله. ګاندي د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ پر ۱۳مه د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ له خونړیو تاوتریخوالو وروسته، "د دواړو ټولنو د خلکو په زړونو کې د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره" د روژې اعلان وکړ. هغه په ۱۹۴۷ کال کې له هنده د پاکستان تر جلا کېدو وروسته د جګړو په غبرګون کې هم روژه نیولې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا "صوم" هماغه "صيام" دی؟
د ژبنۍ ارزونې له مخې په لغت کې "صوم" له یو شي د ځان ساتلو یا امساک په معنا دی. په اسلام کې، صوم د سهار له راختلو د لمر تر ډوبېدو پورې له خوراک، څښاک او نورو ماتوونکو شیانو د ځان ساتلو په مانا دی. قران کریم په سورت البقره کې دغه څه ته د "الصيام" په کلمه اشاره کړې: "يا أيها الذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون". په قرآن کې د "الصوم" کلمه یوازې یو ځل راغلې، هغه هم له خبرو د ځان ساتلو لپاره، نه د خوراک او څښاک لپاره. دا په سورت مریم کې راغلي: "فكلي واشربي وقري عينا، فإما ترين من البشر أحدا، فقولي إني نذرت للرحمن صوما، فلن أكلم اليوم إنسيا". د همدې پر بنسټ، ځینې داسې پوه شوي چې د "صيام" لفظ هغې فریضې ته اشاره کوي چې قران د رمضان په میاشت کې د خوراک او څښاک د پرېښودلو په اړه حکم کړی. خو د "صوم" لفظ یوازې له خبرو د ډډې کولو لپاره ځانګړی دی. خو حقیقت دا دی چې د "صوم" لفظ په نبوي احادیثو کې په ډېرو روایتونو کې د رمضان او نورو روژو لپاره کارول شوی دی. د اسلام د پیغمبر په حدیث کې راغلي: "لا تَقدَّموا صومَ رمضانَ بيومٍ ولا يومينِ إلَّا أن يكونَ صومٌ يصومُهُ رجلٌ فليصُمْ ذلك الصَّومَ". نو "صوم" کټ مټ "صيام" دی او د دواړو ترمنځ هیڅ لغوي یا مذهبي توپیر نشته. ښايي په قران کې د "صوم" کلمه د عامې معنا لپاره او د "صيام" کلمه د تخصیص (ځانګړې معنا) لپاره راغلې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روژې حکمت څه دی؟
په قرآن کې راغلي: "كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون". مانا دا چې روژه د تقوا ترلاسه کولو لپاره ده؛ دا انسان له ګناهونو پاکوي. روژتي خپل ځان د نړۍ له شهوتونو ساتي او زړه له روحانیت سره تړي. د روژې یوه ګټه چې مبلغین یې په ویناو کې یادوي دا ده چې روژتي په تشه معده د بې وزلو خلکو لوږه احساسوي او زړه پرې سوځي. خو که حکمت همدا وي، نو بې وزلي وګړي ولې روژه نیسي په داسې حال کې چې هغه لا له وړاندې وږي دي؟ دې پوښتنې ته مفکر او ژبپوه محمود شاکر په خپله مقاله "د ازادو خلکو عبادت" کې ځواب ورکړی. هغه دا نه مني چې د روژې حکمت دې یوازې پر بې وزلو او غریبو زړه سوی وي. هغه وايي: "روژه د انسانیت ازادي ده د ژوند له هر ډول غلامۍ سر غړولو دي. د بدن د اړتیاوو، د نفس د شهوتونو او د عقل د وسوسو له غلامۍ وتل دي، چې انسان سوچه او ازاد پاتې شي." د هغه په اند، د روژې حکمت د انسان ازادول دي. هغه استدلال کوي چې په قران کې په تېروتنه د قتل کفاره د یو مريي ازادول دي، او که څوک مریی ونه لري نو "دوه میاشتې پرله پسې روژه" ده. قران روژه او د مريي ازادول په ارزښت کې برابر کړي دي. نو د روژې حکمت یوازې په تشو کولمو کې نه دی. ګاندي هم وايي: "جسماني روژه که له عقلي روژې سره مله نه وي، نو دا نفاق دی."
لرغونو یونانیانو روژه د بدن چمتو کولو وسیله هم ګڼله. د المپیک اتلانو به په تمریناتو کې روژه نیوله چې خپله وړتیا لوړه کړي. بقراط (۴۶۰ م.ز - ۳۷۵ م.ز) به ناروغانو ته د روژې سپارښتنه کوله ځکه باور یې درلود چې دا یوه طبیعي وسیله ده چې روغتیا ښه کوي. ډاکټرانو لیدلي چې حیوانات هم کله چې ناروغ شي، له خوراکه لاس اخلي، ته به وايي بدنونه یې په فطري ډول روژه نیسي. په اسلام کې، د نبوي حدیث د غذايي رژیم مانا په ښه ډول روښانوي: "ابن ادم له خپلې ګېډې پرته بل کوم بد لوښی نه دی ډک کړی. د ابن ادم لپاره څو مړۍ بس دي چې ملا پرې سمه وساتي... درېیمه برخه د خوړو، درېیمه د څښاک او درېیمه د ساه اخیستلو لپاره ده." بقراط د شفا لپاره روژه ښودله او د اسلام پیغمبر هم ویلي: "صوموا تصحوا" روژه ونیسئ، روغ به شئ. حارث بن کلده، چې د عربو ستر رنځپوه او ډاکټر و، ویلي: "معده د ناروغیو کور دی او پرهیز د ټولو درملو سر دی." کله چې ترې کسری انوشیروان وپوښتل چې سخته ناروغي څه ده؟ هغه وویل: "پر خوړو نور خواړه اضافه کول."
روژه د ساینس او ټکنالوژۍ په عصر کې

د عکس سرچینه، Getty Images
روژه نن سبا په لابراتوارونو او علمي څېړنو کې هم پراخ ډول څېړل کېږي. ډاکټران یې د ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپاره پرلپسې سپارښتنه کوي. فریډریک هوفمن ټینګار کړی چې د خوړو کمول او روژه د مغزي سکتې او معدې ټپ په څېر ناروغیو کې رغنده ونډه لري. په ۱۹۷۷ کې کاناډایي جان روکان د روژې له لارې د درملنې لومړنی مرکز جوړ کړ. په امریکا کې د بقراط انسټیټیوټ "متقطعه روژه" (Intermittent Fasting) وړاندیزیوي. جاپانی ډاکټر یومي ایشیهارا وايي: "عصري انسان تر هضمه ډېر خوري، چې دا د وینې جریان کې ستونزې پیدا کوي." هغه باور لري چې روژه د اضافي وزن او زهري موادو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. کلک خواړه (Solid food) هغه دي چې معده یې باید ماته کړي، لکه ډوډۍ او غوښه. په جرمني کې ۴ میلیونه کسان په کلینیکونو کې روژه نیسي. که څه هم روژه په یوازې ځان کومه ځانګړې ناروغي نه درملوي، خو د ژوند یوه داسې هڅه ده چې له لویه سره روغتیا او رواني هوساینې سره مرسته کوي.
ایا روژه خطرونه لري؟
قران کریم کې راغلي: "فمن كان منكم مريضا أو على سفر فعدة من أيام أخر". دا د ناروغانو او مسافرو لپاره اسانتیا ده. ډاکټران د ځینو ناروغیو په اړه خبرداری ورکوي. پروفیسور ازهر فاروقي وايي: "د شکرې ناروغان باید په روژې میاشت کې ډېر پام وکړي." پیټر شوریک ناروغانو ته د دې سپارښتنه کوي چې د روژې نیولو دمخه له ډاکټر سره مشوره وکړي د دې لپاره چې په خوندي ډول روژه ونیسي او له کوم زیان سره مخ نه شي.

























