د طالبانو حکومت: کابل کې د پاکستان بریدونو مرګ ژوبله اړولې

رپوټونه وايي پر افغان پلازمېنه کابل یو وار بیا هوايي بریدونه شوي. افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "پاکستاني پوځي رژيم یوځل بیا د افغانستان په حریم تجاوز وکړ او په کابل کې یې د معتادینو روغتون هدف وګرځاوه چې په کې ګڼ شمیر ملکي کسان چې اکثره د معالجې لاندې معتادین دي شهیدان او ټپيان شوي دي.
موږ دغه جنایت په کلکو ټکو غندو او دا ډول عمل د ټولو منل شوو اصولو خلاف بشر ضد عمل بولو."
ښاغلي مجاهد د مرګ ژوبلې د کره شمېرو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.
کابل کې د بي بي سي خبریال یما بارز وايي، د ښار مرکزي څنډو کې په ځايي وخت د ماښام له ۹ بجو وروسته د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو، بیا وروسته لږ لرې د یوې بلې چاودنې غږ واورېدل شو. له چاودنو وروسته په هوا کې د ډزو غږونه وو چې ویل کېده د هوايي دفاع ځواکونه پر الوتکو ډزې کوي.
تر اوسه پاکستاني اړخ د دې تازه بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا خبر د بشپړېدو په حال کې دی....

















