کابل کې ښوونځي ته څېرمه خونړۍ چاودنې درنه مرګژوبله اړولې

کابل چاودنه

د عکس سرچینه، EPA

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل لوېدیځ کې د یوه ښوونځي مخکې چاودنه شوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دې پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، له پېښې وروسته ۷۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

‏د ښاغلي ارین په خبره وژل شوي کسان ملکي خلک دي او د مرګژوبلې شمېر ښايي زیات شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، پېښه د پلازمېنې کابل دیارلسمې امنیتي حوزې دشت برچي اتفاق ښارګوټي سیمې د سید الشهدا ښوونځي په ساحه کې شوې.

د بي بي سي خبریال وايي، پېښه داسې مهال شوې چې زدکوونکې له ښوونځي د وتلو په حال کې وې. پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې د پېښې ځای کې د وینو تر څنګ د زدکوونکو کتابونه او کتابچې هم لیدل کېږي.

کابل چاودنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عامې روغتیا چارواکي وايي، پېښه کې ۷۴ کسان ټپیان شوي دي

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

د چاودنې څرنګوالي په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند دا یو ترهګریز برید بللی دی.

پېښه له ځايي وخت سره سم مازدیګر نژدې څلور نیمې بجې شوې. د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، د دریو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د پېښې ښکار شویو کسانو کې زدکوونکي او ځايي اوسېدونکي هم شامل دي. د افغانستان معارف وزارت ویاندې نجیبه ارین رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له دغه دولتي ښوونځي زدکوونکې د وتلو په حال کې وې چې چاودنه شوې.

اغلې ارین وايي، د پېښې ډېری قربانیانې نجونې دي چې له غرمې وروسته دغه ښوونځي ته د زدکړو لپاره ورتلې.

د یادونې ده چې تېر کال همدې مې میاشت کې د دشت برچي سیمې یوه روغتون پر زېږنتون برید شوی و، چې د ښځو او نویو زېږېدلیو ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان پکې وژل شوي وو.

غبرګونونه

کابل چاودنه

د عکس سرچینه، EPA

کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما د دې برید په هکله سخته ''کرکه '' څرګنده کړې او دا یې ''پر ملکي خلکو ظلم '' بللی دی.

یوناما د پېښې ښکار شویو له کورنیو سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د دې برید مسوولین وسله وال طالبان بلل شوي. د ارګ په اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله ویل شوي:

''جمهور رئیس غني د دغه وحشیانه عمل د سخت غندلو پر مهال وویل، طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو او تاوتریخوالي زیاتولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.

بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې دا پېښه غندلې ده او پر تلفاتو یې خفګان ښودلی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، دوی دغه برید غندي ''چې پر ملکي خلکو شوی او متاسفانه ډېر زیان یې اړولی. ''