بریتانیا د کورنیو چارو وزیره: د پناه غوښتنې پالیسي به 'پام وړ بدله' او 'وېشل شوی هېواد متحد' شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو په اړه خپله وړاندیز کړې پالیسۍ جزییات په ډاګه کړي دي.
ټاکل شوې چې نن شبانه محمود د دغه پلان جزییات د بریتانیا پارلمان ته وړاندې کړي او هلته د استازو پوښتنو ته ځواب ووایي.
تر اوسه په دې تړاو څه ویل شوي:
- محمود وویل چې "د پالیسۍ اوسنی حالت د خورا پام وړ بدلون په حال کې دی".
- د کورنیو چارو وزیرې وویل "اخلاقي دنده" لري چې د "پناه غوښتنې نیمګړی سیستم" اصلاح او "ویشل شوی هېواد سره یو موټی کړي."
- اغلې محمود وویل، حکومت پر دې بوخت دی چې د پناه غوښتونکو د استوګنې ټول هوټلونه "ژر تر ژره" وتړي، خو زیاته یې کړه چې دا یوه "پېچلی پروسه" ده.
- هغې وویل چې بریتانیا د بشري حقونو له اروپايي کنوانسیون (ECHR) ونه وځي، خو په هغه کې به اصلاحات وغواړي - په ځانګړي توګه ۸مه ماده کې چې د محرمیت او د کورني ژوند حق ته اشاره کوي.
- کورنیو چارو کې د دولت وزیر مایک ټپ وویل، حکومت د کډوالۍ له "اساسي لاملونو" سره مبارزه کوي، لکه پر کډوالو کارګرو د تکیې کمولو او د دې شرایطو سختول چې څوک بریتانیا ته راتلی شي.
د بریتانيا د کورنيو چارو وزيره شبانه محمود به د دغه هېواد د پناه غوښتنې پاليسۍ کې د پراخو اصلاحاتو د يوې برخې په توګه د غيرقانوني کډوالو د چټکو ايستلو پلان اعلان کړي.
د دغه پلان له مخې کډوالو ته به لنډمهاله پناه ورکول کېږي او هر کله یې چې خپل هېواد خوندي وګڼل شي، بېرته به ورستنول کېږي. په بريتانيا کې د دايمې استوګنې لپاره بايد شل کاله په دې هېواد کې ژوند وکړي.
اغلې محمود به دا هم ووايي چې که د دريو افریقايي هېوادونو حکومتونه د ناقانونه کډوالو د ايستل کېدو په برخه کې خپله ښه همکاري ونه کړي، بريتانيا به د دغو هېوادونو وګړو ته د ويزو ورکړه ودروي.
نوموړې د يکشنبې په ورځ بي بي سي ته وويل، "دا زما لپاره يوه اخلاقي دنده ده، ځکه زه وینم چې ناقانونه کډوالۍ زموږ هېواد او ټولنې سره وېشي".
نوې وړاندیز شوې پالیسي څه ده؟

هغه کسان چې په بریتانیا کې سیاسي پناه ترلاسه کوي، په دایمي توګه په دغه هېواد کې د اوسېدو له غوښتنلیک وړاندې کولو مخکې باید شل کاله انتظار وکړي.
دا چاره د کډوالۍ په پالیسۍ کې د هغو نویو بدلونونو برخه ده، چې د بریتانیا کورنیو چارو وزیره شبانه محمود به یې پر دوشنبه اعلان کړي.
د کډوالۍ او پناه ورکولو پالیسۍ کې دا بدلونونه داسې حال کې راځي، چې د بریتانیا حکومت د هغو غیر قانوني کډوالو د شمېر کمولو هڅې کوي، چې په کوچنیو کښتیو کې دغه هېواد ته ورځي.
د پلان له مخې به هغه کسان په موقت ډول په دغه هېواد کې د اوسېدو حق ولري، چې سیاسي پناه ورکړل شوې وي، پرلپسې به د دوی د غوښتنلیکونو ارزونه کېږي او که اړوند هېوادونه یې خوندي وبلل شي، دوی به بېرته خپلو اړوندو هېوادونو ته استول کېږي.
د اوسنۍ پالیسۍ له مخې په بریتانیا کې پناه غوښتونکي د پنځو کلونو له تېرولو وروسته د دائمي استوګنې لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کولای شي. خو د کورنیو چارو وزیره غواړي د پنځو کلونو اوسنۍ موده دوه نیمو کلونو ته راټیټه شي، خو له هغه وروسته به د دوی غوښتنلیکونه پرلپسې ارزول کېږي تر هغو چې شل کاله یې پوره شي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیره غواړي د دائمي استوګنې لپاره په بریتانیا کې د اوسېدو موده له پینځو کلونو، شلو کلونو ته وغځول شي.

د عکس سرچینه، EPA
له سنډې ټائمز خبري شبکې سره خبرو کې د کورنیو چارو وزیرې ویلي، ''دا اصلاحات دا معنی لري، چې خلکو ته وویل شي، چې د غیر قانوني کډوالو په څېر دې هېواد ته مه راځئ، په کښتیو کې مه راځئ.''
نوموړې زیاته کړه: ''غیر قانوني کډوالي زموږ هېواد کې د وراني لامل کېږي، زموږ د هېواد رغونه د حکومت چاره ده. که موږ دا (مسئاله) حل نه کړو، فکر کوم زموږ هېواد به خورا ډېر ووېشل شي.''
دغه پالیسي د پناه غوښتنې په هکله د ډنمارک هېواد پالیسي ته په پام سره چمتو شوې، چې تر دوو کلونو پورې د پناه غوښتونکو استوګنه مني او د دې مودې له تېرېدو وروسته پناه غوښتونکي بیا خپل غوښتنلیک وړاندې کوي.
فکر کېږي، چې د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود له دې لیدلوري سره به د بریتانیا پارلمان ځینې غړي مخالفت وکړي.
بل لور د پناه غوښتونکو شورا اجراییه مشر انور سلیمان د حکومت پلانونه ''سخت او غېر اړین'' بللي او وايي، ''دوی به د هغو خلکو مخه ونه شي نیولای، چې د ظلم او ستم ښکار شوي، یا ځورول شوي او یا یې د کورنیو غړي په وحشیانه جګړو کې وژل شوي دي.''
د بریتانیا اپوزېسیون ګوند علي البدل وزیر کریس فیلپ د بي بي سي یکشنبې سهارنۍ خپرونه کې د لارا کوینسبرګ هغې پوښتنې ته چې ایا اپوزېسیون به د لیبر ګوند د کډوالۍ اړوند وړاندیزونو ته رایه ورکړي؟ وویل، چې محافظه کار ګوند غړي به به د دې پلانونو ملاتړ وکړي که چېرې دا معقول وي، خو زیاتوي چې تر دې دمه یې اوریدلي چې دا "یو څو چلونه" او په سم لوري یو یا دوه ګامونه لري.
ښاغلی فیليپ وايي، هغه یوازینی اقدام چې د خلکو راتګ مخه نیولای شي، دا دی، ''چې دوی پوه شي، سملاسي به شړل کېږي.''
د کورنیو چاروعلي البدل وزیر وايي، دی له هغو خلکو سره غږېدلي، چې غواړي بریتانیا ته ورشي او ''هغوی فکر کوي، چې دلته راتلای شي، غیر قانوني کار کولای شي... دوی فکر کوي، چې داسې ډېر کم احتمال شته، چې دوی به وشړل شي.''











