بریتانیا د پناه غوښتونکو د کورنیو په تړاو قانون سختوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په اګسټ کې د انګرېز تنګي له لارې د ۵۵ وړو کښتیو د اوښتو پېښې ثبت شوې چې دا د ۲۰۱۹ راهیسې تر ټولو ټيټه کچه ده. هره نېول شوې وړه کښتۍ، انجن او د پړسېدونکو کښتیو وسایل لري. دغه کښتي په ډوور کې ثبت او ساتل کېږي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره یویټ کوپر نن په پارلمان کې د هغو کډوالو په اړه چې په بریتانیا کې یې پناه منل شوې، د هغوی د کورنیو د راوستلو په تړاو په اصولو کې سختوالی اعلانوي.

د هغې په وینا، د کورنیو د غړو راوستلو لپاره به نوی معیار وټاکل شي چې په کې د انګریزۍ ژبې د لا سختو مهارتونو د زده کړې او د کافي مالي سرچینو لرل شامل دي. نوموړې به همداراز د پناه غوښتنې د استیناف په بهیر کې د اصلاحاتو طرحه هم وړاندې کړي.

یویټ کوپر به یې په وینا د "ناکام" پناه غوښتنې سیستم د سمون د هڅو په اړه هم وغږېږي. دا هر څه په هوټلونو کې د کډوالو د اوسېدو د پای ته رسولو لپاره دي چې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته ځي. دا موضوع د وروستیو میاشتو لاریونونو له امله لا پسې ګرمه شوه.

محافظه‌کار ګوند ادعا کړې، د کارګر ګوند دا خبره چې د قاچاق ډلو کړۍ یې ماتې کړي، هېڅ اعتبار نه لري." ریفورم یوکې ګوند هم په دې برخه کې د حکومت ژمنې او پرمختګونه دروغجن بللي دي."

په بریتانیا کې منل شوي کډوال خپلې کورنۍ هم راوستلی شي خو کوپر باور لري چې د اروپا د نورو هېوادونو په سیاستونو کې بدلونونو بریتانیا له خپلو ګاونډیانو سره بې‌توازنه کړې ده او اوس په دې برخه کې محدودیتونو ته اړتیا لېدل کېږي.

نوموړې به همداراز د ملي جنايي ادارې 'اېن‌سي‌اې' هڅې هم وستايي چې په ۲۰۲۴-۲۵ کې یې د کډوالۍ له جرمونو سره تړلې ۳۴۷ شبکې نېولې دي. دا تر اوسه تر ټولو لوړ شمېر دی چې د تېر کال پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د اګسټ په میاشت کې له انګرېز تنګي ۵۵ وړې کښتۍ اوښتې دي چې له ۲۰۱۹ را پدېخوا تر ټولو ټیټه کچه ده. خو داسې ښکاري، قاچاق ډلو هڅه کړې چې په یوه کښتۍ کې لا ډېر کسان ځای پر ځای کړي. یوازې تېره میاشت په هره کښتۍ کې د منځنۍ کچې له مخې ۶۵ کسان سپاره وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر حکومت فشار ډېر شوی څو پناه غوښتونکي په هوټلونو کې و نه اوسوي. تېره جمعه استیناف محکمې هغه لنډمهاله حکم لغوه کړ چې کورنیو چارو وزارت یې د ایپېنګ په "بېل هوټل" کې د پناه غوښتونکو له ځای پر ځای کولو منع کاوه. شنونکو دا پرېکړه د نورو ورته قضیو لپاره د احتمالي بېلګې په توګه یاده کړې.

د ایپېنګ ځنګله کونسل شورا به نن پرېکړه وکړي چې ایا قضیه سترې محکمې ته یوسي او که نه.

د کورنیو چارو له وزیرې تمه کېږي چې په پارلمان کې دا هم ووایي، د ملي جنايي ادارې هڅو د قاچاق ډلو پر فعالیتونو "د پام وړ او اوږدمهاله اغېز" کړی دی.

د پناه غوښتنې د سیستم لپاره د حکومت وروستي اعلان شوي اصلاحات دا دي: "د یوه نوي خپلواک بنسټ جوړول چې د پناه غوښتونکو او بهرنیو مجرمانو اړوند دوسیې په ۲۴ اونیو کې بشپړې کړی شي." او د استیناف د بهیر چټکول په کې شامل دي.

یویټ کوپر به همداراز د بریتانیا او فرانسې د بېرته ستنولو د هوکړې په اړه تازه معلومات هم وړاندې کړي. د دې هوکړې له مخې، هغه کډوال چې له فرانسې په وړو کښتیو کې له انګرېز تنګي اوړي، د ۱۱ میاشتني ازمایښتي پروګرام له مخې نیول کېږي او بېرته استول کېږي.

تمه ده، یویټ کوپر اعلان وکړي چې په راتلونکو اونیو کې به فرانسې ته د پناه غوښتونکو د لومړنۍ ډلې شړل (ډیپورټ) پیل شي.

.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، پارلمان د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې بېرته پیل کېږي چې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کېدو پر ضد لاریونونه روان دي.

هغه به ولسي جرګې ته ووایي:

"موږ ډېر قوي بنسټونه رامنځته کړي دي. زموږ اقدامات د پولو امنیت ټینګوي او د پناه غوښتنې ناکام شوی سیستم اصلاح کوي. موږ غواړو هغه ګډوډي پای ته ورسوو چې په میراث را پاتې ده. موږ په قیمتي هوټلو کې د پناه غوښتونکو اوسېدل پای رسوو."

کوپر به ټینګار وکړي چې بریتانیا "د هغو کسانو لپاره چې له ځورونې د پناه ورکولو ویاړلی تاریخ لري" خو سیسټم باید "په سمه توګه کنټرول او مدیریت شي".

'شېډو اپوزېسیون' ویلي دي، حکومت "کنټرول له لاسه ورکړی" او په بشپړه توګه د "پولو د بحران ښکار شوی" دی.

د ریفورم یوکي ویاند وویل: "له هغه وخته چې کارګر ګوند واک ته رسېدلی، موږ د کښتیو له لارې د تېرېدو بې سارې شمېر لیدلی دی او د کمېدو هېڅ نښه په کې نه لیدل کېږي."

دوی زیاته کړه، که ریفورم واک ته ورسېږي نو د خپلې لومړۍ دورې په اوږدو کې به د ۶۰۰ زرو غیرقانوني کډوالو د ایستلو (ډیپورټ) تفصیلي پلان عملي کړي. د دوی په وینا، کارګر ګوند "له بهرنیو محکمو او زړو تړونونو سره ولاړ دی" خو ریفورم د "بریتانیا د خلکو تر شا ولاړ دی".

کډوالو ته د 'بېل هوټل' د نه ورکړې پرېکړه په اکټوبر کې کېږي.

حکومت وايي، د شته پارلمان تر پایه به د پناه غوښتونکو لپاره د هوټلونو کارول ودروي. وزیرانو ویلي، د 'بېل هوټل' په اړه د قانوني ننګونې پریکړه چې د کورنیو چارو وزارت او د بېل هوټل لخوا وړاندې شوې وه، حکومت ته اجازه ورکړې چې دا کار "په پلان شوي او منظم ډول" وکړي.

ځینې شوراګانې لا هم غواړي چې په قانوني بڼه د خپلو سیمو په هوټولو کې پناه غوښتونکو ته ځای ور نه کړي.

ریفورم ګوند ویلي، د دوی تر کنټرول لاندې ټولې ۱۲ شوراګانې باید له حقوقي لارو د خپلو سیمو په هوټلونو کې د کډوالو ځای پر ځای کېدو مخه ونیسي.

د 'بېل هوټل' لاریونونه هغه وخت پیل شول چې په هوټل کې یو پناه غوښتونکی د څو نورو جرمونو ترڅنګ پر یوې ۱۴کلنې نجلۍ په جنسي تېري تورن شو.

تېره اونۍ د بریتانیا په ګڼو ښارونو ایپېنګ، لندن، ګلوسټر، پورټسموت، وارېنګټن، ناروېچ او فالکرک کې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو پر ضد لاریونونه وشول.