افغانان د بریتانیا د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته د خپلوانو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, ادم هېل
- دنده, بيبيسي نيوز
- Author, فضل احمد یلغوز
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
د هغو افغانانو خپلوان، چې نومونه یې درې کاله وړاندې د یوه بریتانوي چارواکي له خوا په تېروتنه افشا شوي وو، بي بي سي ته ویلي، د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې وېره لري.
رحیم - چې اصلي نوم یې نه دی - وايي، د سې شنبې پر ورځ یې خسر ته معلومه شوه چې د ده نوم هم په هغه لېست کې دی، چې پکې د زرګونو هغو افغانانو نومونه شامل وو چې غوښتنه یې کړې وه له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، بریتانیا ته دې ولېږدول شي.
رحیم زیاتوي، طالبانو د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د خپل خسر د پیدا کولو هڅې زیاتې کړې او اوس پوه شوی چې ولې یې دا کار کاوه.
هغه وايي " پوښتنه دا نه ده چې ایا طالبان به یې پیدا کړي، بلکې دا ده چې کله به یې پیدا کړي."
د بریتانیا حکومت وايي، له ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې، کله چې دا معلومات افشا شول، د طالبانو له خوا د منظمو قتلونو یا غچ اخیستنو هېڅ څرګند شواهد نشته.
خو نور کسان چې د خپلو خپلوانو د خوندي پاتې کېدو له وېرې یې د نوم نه ښودلو په شرط له بي بي سي سره خبرې کړې دي، د دې افشا له امله ژور اندېښمن شوي. یو تن دا د بریتانیا د حکومت "تر ټولو لویه تېروتنه" بللې ده.
رحیم، چې اوس ۴۲ کلن دی او په بریتانیا کې ژوند کوي، د طالبانو د غچ اخیستنې له خطرونو سره ښه بلد دی. هغه وايي، طالبانو یې واک ته له رسېدو دوه کاله مخکې دوه د تره زامن ووژل.
څو کاله وروسته داسې ښکاره شوه چې د طالبانو د غچ نوبت د هغه خسر ته رسېدلی، هغه کس چې دا مهال پټ ژوند کوي.
رحیم وايي: "موږ نشوای پوهېدلی چې ولې له ۲۰۲۳ کال راهیسې ناڅاپه طالبانو د هغه د نیولو هڅې زیاتې کړې وې. موږ ډاډه نه یو، خو باور لرو چې هغوی شاید د هغه معلوماتو ته لاسرسی لري."

د عکس سرچینه، EPA
رحیم زیاتوي چې خسر یې د طالبانو له خوا د تعقیب شواهد د دفاع وزارت ته وړاندې کړي، وروستی ځل د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې – دا د هغه درېیم ځل و چې د افغانانو د لېږد او مرستې پروګرام (ARAP) له لارې یې بریتانیا ته د کډه کېدو هڅه وکړه.
هغه وايي، پخوا یې د خسر غوښتنلیکونه ځکه رد شوي وو چې ویل شوي وو هغه له بریتانوي حکومت سره مخامخ کار نه و کړی. خو رحیم وايي، د هغه وروستی غوښتنلیک داسې "قانع کوونکي شواهد" لري چې خسر یې له بریتانوي ځواکونو سره یوځای کار کړی و.
رحیم دا هم وايي، له ۲۰۲۳ کال د دسمبر راهیسې خسر یې په هغو امنو کورونو کې پټ دی چې یوه غیردولتي اداره یې برابروي.
"ځینې طالبان شل کاله بندي پاتې شوي وو، کله چې واک ته ورسېدل، یوازې غچ ته یې کتل."
خو رحیم هیله لري چې د دې معلوماتو د افشا کېدو له امله یې خسر ډېر ژر بریتانیا ته ولېږدول شي، چې له خپلې لور – د رحیم له مېرمن – او له هغه سره یو ځای شي.
رحیم وايي: "ټوله کورنۍ ډېره اندېښمنه ده. د دې معلوماتو د افشا له امله دا خطر اوس ډېر جدي شوی، لوړ شوی او نږدې شوی دی. یوازې د وخت خبره ده."
د دفاع وزارت وايي، هغوی د انفرادي قضیو په اړه تبصره نه کوي. دغه وزارت زیاتوي، په ۲۰۲۵ کال کې یې د دې معلوماتي افشا په اړه یوه بیاکتنه کړې وه او پایله یې دا وه چې ډېر محدود شواهد شته چې ښيي ځینې افراد د دې افشا له امله په دوامداره ډول هدف ګرځول شوي وي.
دفاع وزارت دا هم زیاتوي چې بیاکتنې د منظمو وژنو یا غچ اخیستنې د کمپاینونو لږ شواهد موندلي او دا یې هم ارزولي چې د کابل له سقوط راهیسې څومره وخت تېر شوی او طالبان له بل وخت ډېر معلوماتو ته لاسرسی لري.
د دفاع وزیر جان هیلي هم دا اونۍ بي بي سي ته وویل، دا "ډېر لږ امکان لري" چې په دې لېست کې شامل کسان به اوس هم د طالبانو له خوا په نښه شي.











