"ځواني تر ۳۰ کلنۍ دوام کوي": د ماغزو لپاره د عمر څلور زرین پړاونه

د یوې کورنۍ غړي دوه مېرمنې چې یوه ماشومه ورسره ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جیمز ګالاګر
    • دنده, بي بي سي

ساینس پوهانو موندلې چې د انسان ماغزه د ژوند په اوږدو کې پنځه جلا پړاوونه تېروي، چې مهمې نښې یې په ۹، ۳۲، ۶۶ او ۸۳ کلنۍ کې دي.

په دې څېړنه کې شاوخوا څلور زره کسان تر ۹۰ کلنۍ پورې د ماغزو له اړخه سکین او وڅارل شول چې د دوی د ماغزو د حجرو ترمنځ اړیکې روښانه شي.

د کېمبرج پوهنتون څېړونکو ښودلې چې ماغزه د ژوند د دریمې لسیزې تر پیله، یعني هغه وخت چې موږ د پخوالي حالت ته رسېږو، د ځوانۍ په مرحله کې پاتې کېږي.

یوه ښځینه څېړونکې د څېړنې پر مهال

د عکس سرچینه، Monty Rakusen / Getty Images

د عکس تشریح، څېړونکو موندلې چې د ماغزو وده پنځه پړاونه لري.

دوی وايي د دې څېړنې پایلې کولی شي له موږ سره مرسته وکړي چې په دې ښه پوه شو، ولې د رواني ګډوډیو او عقلي زوال خطر د ژوند په اوږدو کې توپیر لري.

ماغزه د نوي پوهې او تجربې په ځواب کې په پرلپسې توګه په بدلون کې دي. خو دا څېړنه ښیي چې دا بهیر له زیږونه تر مرګه یو ډول او اسانه مسیر نه دی.

پرځای یې، ماغزه دا پنځه پړاوونه تېروي:

ماشومتوب – له زیږون تر ۹ کلنۍ پورې

ځواني – له ۹ تر ۳۲ کلنۍ پورې

لویوالی – له ۳۲ تر ۶۶ کلنۍ پورې

لومړنۍ زړښت – له ۶۶ تر ۸۳ کلنۍ پورې

پرمختللی زړښت – له ۸۳ کلنۍ وروسته

 دوه ځوانې نجونې جشن لمانځي. یوې یې بلې ته لاس ور اچولی او پښه یې په هوا کې ښوروي. په شا شال کې روښانه سینګارونه لیدل کیږي. یوې نجلۍ روښانه آبي کالي اغوستي او هغه نجلۍ چې پښه یې پورته کړې ده، رڼا آبي جاکټ او پتلون یې اغوستي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کېمبرج پوهنتون څېړونکو موندلې چې ماغزه د ژوند د درېیمې لسیزې تر پیل پورې د ځوانۍ په پړاو کې پاتې کېږي.

ډاکټر الکسا موزلي بي بي سي ته وویل: "ماغزه د ټول ژوند په اوږدو کې بیا پټېږي. اړیکې په دوامداره توګه پیاوړې یا کمزورې کېږي او دا پړاونه ټول یو ډول نه دي، د ماغزو د بیا تنظیمولو بدلونونه او پړاوونه په کې دي."

ځینې کسان ښايي د نوروپرتله ژر یا وروسته دې مهمو نښو ته ورسېږي. خو څېړونکو ویلي، دا په زړه پورې ده چې دا عمرونه په معلوماتو کې دومره ښکاره ښودل شوي دي.

دا بېلګې یوازې د ماغزو د ډېر سکینولو او څارنې له امله روښانه شوې چې په دې څېړنه کې یې ځای درلوده. دا څېړنه په "نېچر کمینوکېشن" خپرونه کې خپره شوې ده.

د ماغزو پنځه پړاوونه

ماشومتوب:

دا لومړنۍ دوره ده چې ماغزه په چټکۍ سره وده کوي او اندازه یې زیاتېږي، خو هم مهاله د ماغزو د حجرو ترمنځ اضافي اړیکې کموي، هغه اړیکې چې د ژوند په پیل کې جوړې شوې وې او ورته سیناپس ویل کېږي.

د ماغزو اغېزناکتوب حالت په دې پړاو کې کمېږي. د دې فعالیت د یوه ماشوم په څېر دی چې په پارک کې ګرځي او هرهغه ځای ته ځي چې زړه یې غواړي پرته له دې چې له "الیفه" "بې" ته مخامخ لاړ شي.

ماشوم چې موسکا کوي او پر یوه کمپله پروت دی، په داسې حال کې چې یوه نرۍ ټوټه یې پر سینه پرته ده، لاس یې کيمرې ته نیولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماغزه په وړوکتوب کې چټکه وده کوي.

ځواني:

دا بهیر په ناڅاپي ډول ۹ کلنۍ کې بدلون مومي، کله چې د ماغزو اړیکې د خورا شدید موثریت پړاو ته ننوځي. ډاکټر موزلي وايي: "دا یو ډېر لوی بدلون دی" او دا یې د ماغزو د بېلابېلو پړاوونو ترمنځ تر ټولو ژور بدلون بولي.

دا هغه دوره هم ده چې د رواني ګډوډیو د پیل تر ټولو لوی خطر په کې شته.

د ځوانۍ پیل د بلوغ له پیل سره هم مهاله دی، خو وروستي شواهد ښیي چې پای یې له هغه څه چې فکر کېده ډېر وروسته دی. یو وخت داسې فکر کېده چې ځواني د ځوانۍ کلونو پورې محدوده ده، خو وروسته عصبي علومو وښودله چې دا دوره تر دویمې لسیزې پورې دوام کوي او اوس معلومه شوې چې د دېرش کلنۍ تر پیله هم پاتې کېږي.

دا یوازینۍ دوره ده چې د ماغزو عصبي شبکه ډېره اغېزناکه کېږي. ډاکټر موزلي وویل چې دا موندنه د ماغزو د فعالیت له ډېرو معیارونو سره سمون لري چې ښیي اوج یې د درېیمې لسیزې په پیل کې دی، خو زیاته یې کړه چې دا "خورا په زړه پورې" ده چې ماغزه د ۹ او ۳۲ کلنۍ ترمنځ په یوه پړاو کې پاتې کېږي.

د انسان ماغزو سکین چې په مرکز کې یې سرې سیمې لیدل کېږي او دا سیمې په ژېړ، شین او روښانه آبي رنګونو پوښل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه څېړنیزه ډله وايي، د دوی پایلې کولی شي له موږ سره مرسته وکړي چې پوه شو، ولې د رواني اختلالاتو او عقلي زوال خطر د ژوند په اوږدو کې بدلون کوي.

لویوالی:

له هغې وروسته، د ماغزو لپاره د ثبات موده راځي، چې تر ټولو اوږد پړاو یې دی او درې لسیزې دوام کوي.

په دې پېر کې بدلونونه د پخوانۍ بوختې مودې په پرتله ورو دي، خو دلته موږ وینو چې د ماغزو د اغېزناکتوب ښه والي بهیر سرچپه کېږي.

ډاکټر موزلي وویل چې دا پړاو د "ذهانت او شخصیت له ثبات" سره سمون خوري چې موږ ډېرو تجربه کړی یا لیدلی دی.

دوه خندانې مېرمنې چې خواږه یې یوه لوښي کې نیولي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنیزه ډله وايي چې لویوالی د ماغزو د ودې تر ټولو اوږده دوره ده چې لږ تر لږه بدلونونه تجربه کوي.

لومړنی زړښت:

دا مرحله له ۶۶ کلنۍ پیلېږي، خو دا یو ناڅاپي زوال نه دی. د ماغزو د اړیکو بېلګې بدلون مومي.

ماغزه د دې پر ځای چې د یوې منسجمې ټولګې په توګه کار وکړي، ورو ورو په څو برخو وېشل کېږي چې په خپلواکه خو متمرکزه توګه کار کوي، لکه د یوې موسیقۍ ډلې غړي چې هر یو یې خپله انفرادي پروژه پیل کړې وي.

که څه هم دې څېړنې یوازې روغ ماغزه څېړلي، خو دا هغه عمر دی چې عقلي زوال او لوړ فشار چې د ماغزو پر روغتیا اغېز کوي، په کې پیلېږي.

پرمختللی زړښت:

بیا په ۸۳ کلنۍ کې موږ وروستي پړاو ته ننوځو. د دې پړاو معلومات د نورو ډلو په پرتله کم دي، ځکه چې په دې عمر کې د سکین لپاره د روغو ماغزو موندل ستونزمن وو.

د ماغزو بدلونونه د لومړني زړښت پړاو ته ورته دي، خو په ډېر شدت سره دغه پړاو تېرېږي.

یو بوډا مېړه او ښځه. ښځه په مخکیني پلان کې ده او سره او سپینه سارۍ یې اغوستې ده. یو سړی په شا شال کې او له تمرکز څخه بهر لیدل کېږي چې سپین کمیس یې اغوستی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینس پوهان وايي چې پرمختللی زړښت له ۸۳ کلنۍ پیل کېږي.

د څېړنې په زړه پورې ټکی

ډاکټر موزلي وویل، هغه څه چې واقعاً حیران کړي هغه دا دي چې دا "عمرونه څنګه د ډېرو مهمو نښو" لکه بلوغ، په وروستیو کلونو کې روغتیایي اندېښنې، او ان د درېیمې لسیزې په پیل کې لوی ټولنیز بدلونونه لکه مور یا پلار کېدلو سره سمون لري.

پروفیسور تارا سپایرز-جونز، د اډینبرا پوهنتون کې د اکتشافي عصبي علومو د مرکز مشرې وویل: "دا یوه خورا په زړه پورې څېړنه ده چې ښیي زموږ ماغزه د ژوند په اوږدو کې څومره بدلون کوي."

هغې وویل چې دا پایلې "زموږ د ماغزو د زړښت پروسې له پوهې سره سمون لري" خو خبرداری یې ورکړ چې "ټول کسان به دا شبکه ډوله بدلونونه په همدې عمرونو کې تجربه نه کړي."