ملا یعقوب: هېڅ ګاونډي ته پر افغانستان د تېری اجازه نه ورکوو

د عکس سرچینه، Bakhtar
د طالبانو په حکومت کې د ملي دفاع چار سمبالی وزیر ملایعقوب په یوه غږیز پيغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان هېڅ ګاونډی حق نه لري چې د افغانستان پر سرحدي سیمو تېری وکړي.
په دې پيغام چې پر خواله رسنیو خپور شوی ټېنګار شوی چې د افغانستان خاوره او هوايي حریم به د چا پرضد نه کارول کېږي. خو که څوک لاس وهنه وکړي نو طالبان لاس تر زنې نه کېني. نوموړي دغه راز ویلي د طالبانو ا داره غواړي ملي او خپلواک پوځ جوړ کړي.
ملا یعقوب ویلي، داسې ملي اردو به رامنځ ته کړل شي چې د افغانستان له پولو دفاع وکړي. هغه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به ددوی پرضد نه کارول کېږي، خو د لاسوهنې مقابل کې هم لاس تر زنې نه کښیني.
که څه هم نوموړي په دې پيغام کې د افغانستان په ګاونډ کې پوځي تمریناتو ته اشاره نه کړه خو دا پيغام داسې مهال خپرېږي چې په تاجکستان کې د روسیې په ګډون د څو هېوادونو ګډ پوځي تمرینات پای ته ورسېدل، او امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې امریکا او پاکستان دې هوکړې ته نژدې شوي چې په افغانستان کې د هوايي څار لپاره د پاکستان له هوايي حریمه کار واخلي.
خو پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې ده. د طالبانو د حکومت د دفاع چارسمالي وزیر ټينګار کړی چې داسې پوځ به رامنځته شي چې په ښو وسلو سمبال وي.

پر کابل د طالبانو له واکمنۍ سره د افغانستان وسله وال ځواکونه چې سلګونه زره غړي یې لرل او نړۍ والې ټولنې پرې ميلیاردونه ډالر لګولي وو له منځه ولاړل.
خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته روسیې او ځینو نورو هېوادونو افغانستان کې دالقاعده، داعش او ځینو نورو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې.
د روسیې ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د د اعش او نورو ډلو زرګونه وسله وال د افغانستان په شمال کې را ټول شوي او غواړي د پخواني شوروي اتحاد غړو هېوادونو ته د کډوالو په توګه ځانونه ورسوي.












