زلمي خليلزاد وايي "له القاعده سره د اړیکو په اړه پر طالبانو باور نشي کېدی"

د عکس سرچینه، @FaceTheNation
زلمي خليلزاد د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه له استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې سي بي اېس تلویزیوني شبکې ته ویلي چې "دا لویه بریا وه چې له طالبانو سره هوکړه کې د القاعده نوم دوه ځله یاد شوی".
د نوموړي په وينا طالبانو ژمنه کړې چې القاعده او نورو ترهګرو ډله ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د کنټرول لاندې سیمو نه پر امریکا او نورو متحدینو بریدونه وکړي یا یې له افغانستانه پلان کړي.
ښاغلي خليلزاد د القاعده د مشر ایمن الظواهري د ځای په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، هغه رپوټ چې ده لیدلی وايي چې نوموړی ښايي افغانستان یا څېرمه سیمه کې وي خو طالبانو ده ته ویلي وو چې دوی نه پوهیږي چې الظواهري چېرته دی.
د خبریالې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو په دې خبرو باور لري؟ ښاغلي خلیلزاد وویل، د "امریکا او طالبانو ترمنځ بې باوري شته"، نو دی وايي ځکه یوازې د دوی په "خبرو باور نه شي کېدای".
د امریکا دغه پخوانی استازی وايی، د همدې بې باورۍ له امله امریکا غواړي د هوا له لارې څار وکړي چې طالبان خپلې ژمنې څومره عملي کوي او که اړتیا وي عملیات وکړي.
د امریکا، ملګرو ملتونو او ځینو لوېدیځو هېوادونو چارواکي وايي، طالبان له القاعده سره اړیکي پالي. خو طالبانو تل دا په کلکه رد کړې ده.
د همدې موضوع په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي بي بي سي ته وویل، چې له امریکا سره تړون کې د اړیکو خبره نه ده یاده شوې بلکې ویل شوي چې طالبان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پرضد وکاروي.
دی ادعا کوي چې القاعده افغانستان کې نشته او غړي یې د امریکا د برید پرمهال له افغانستانه وتلي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
لکه څنګه چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو له وروستۍ نېټې دوه اوونۍ وړاندې افغان حکومت سقوط وکړ، دې هېواد ته د القاعده په ګډون د مختلفو ډلو وسله والو د ستنېدو په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.
د امريکا د پوځ لوی درستيز مايک مېلي په ګډون ځينو امریکایي چارواکو ويلي چې طالبانو له القاعده سره د اړيکو پرې کولو پر ژمنې عمل نه دی کړی.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې وروستيو کې وويل چې د روسيې د استخباراتي اټکلونو له مخې د افغانستان په شمال کې شاوخوا دوه زره وسله وال موجود دي.











