مسکو غونډه: له افغانستان سره د مرستو ډېره برخه باید هغه هېوادونه پر غاړه واخلي چې هلته یې پوځي شتون درلود

د افغانستان په تړاو مسکو کې له جوړې شوې غونډې وروسته په یوه خپره شوې اعلاميه له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له افغانستان سره مرستې وکړي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان بیا رغاونه کې مهم رول باید هغه قوتونه ولري چې پوځونو یې تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې شتون درلود.
په اعلامیه کې راغلي:
''د غونډې ګډونوالو وړاندیز کړی، چې باید د ملګرو ملتونو په ملاتړ د مالي مرستو یو کنفرانس راوبلل شي، او له شک پرته له ملګرو ملتونو سره په تفاهم باید له بحران وروسته د افغانستان اقتصادي او مالي بیا رغاونې مهمه ونډه د هغو قوتونو پر غاړه وي چې تېرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې پوځي حضور درلود. ''
په دغه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې سولې، امنيت او تلپاتې سوکالۍ لپاره منځلارې او معقولې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي.
د غونډې ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې د حکومت والۍ د لا ښه توب او د يوه رښتوني ټول ګډوني حکومت جوړولو لپاره دې لا نور ګامونه پورته کړي.
له غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وینا کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، له دوی سره د تعامل په هکله او د افغانستان له کنګل شویو پیسو د بندیزونو لېرې کولو لړ کې د غونډې ټول ګډونوال ''په یوه خوله وو، '' او ''د ښې حکومتولۍ په هکله ځینې نظرونه وو، '' خو په وینا یې ''د اختلاف وړ ټکی '' یې نه دي اورېدلي.

بل لور د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د افغانستان په هکله د سلا مشورو مسکو فارمټ په نامه له دې غونډې وروسته د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرتابه د طالبانو پلاوي په یوه څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ، چې د روسیې، چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره پکې خبرې وشوې.
دغه ناسته کې د هند استازي هم له طالبانو سره لیدلي او ویلي یې دي روانو حالاتو کې به د افغانستان له خلکو سره هر اړخیزې مرستې کوي.
مسکو کې د افغانستان په تړاو د سلا مشورو ناستې په نامه دغه غونډه کې د روسيې، چين، پاکستان، ايران، او هند سربېره د منځنۍ اسيا هېوادونو ګډون کړى و.
خو امريکا وويل چې د لوژيستيکي دلايلو له امله دغې غونډې کې گډون نشي کولاى.








