پاکستان: افغانستان کې د عملیاتو لپاره 'د پاکستان او امریکا تر منځ هوکړه نه ده شوې'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فرحت جاوید
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې د څارګرۍ او پوځي عملیاتو لپاره له امریکا متحدو ایالتونو سره هېڅ کومه هوکړه نه ده شوې.
له دې مخکې د امریکا سي این این خبري شبکې په یوه رپوټ کې ویل شوي و، پاکستان په افغانستان کې د داعش او نورو سخت دریځو وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره امریکا ته د خپل هوايي حریم کارولو رسمي اجازې ورکولو ته چمتو دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اوس وايي، دوی دا رپوټ ردوي، د دواړو هېوادونو تر منځ داسې هېڅ ډول 'تفاهم ' نه شته، خو په وینا یې د امریکا او پاکستان تر منځ د سیمه ییز امنیت او ترهګرۍ مخنیوي لړ کې له ډېرې مودې راهیسې همکاري روانه ده او د دواړو هېوادونو چارواکي دې لړ کې تل سلا مشورې کوي.
بل لور د سي این این رپوټ کې ویل شوي، د امریکا کانګرېس ته دې لړ کې پرون (جمعه) معلومات ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د سي این این په رپوټ کې ویل شوي، پاکستان پر هغه سند لاسلیک کوي چې پاکستان کې د ترهګرۍ ضد فعالیتونو او له هند سره اړیکو کې په مرستې پورې مشروط دی، خو د سي این این له دریو سرچینو د یوې له قوله ویل شوي چې ''دې لړ کې خبرې روانې دي او د هغې هوکړې شرطونو کې بدلون راتلای شي، چې لا وروستۍ شوې نه ده. ''
د یادونې ده چې د پاکستان او امریکا تر منځ د پاکستان هوايی حدودو کارولو لړ کې له مخکې یوه تګلاره شته.
له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په جون میاشت کې ویلي و، د دواړو هېوادونو تر منځ د ایل او سي یا د اړیکو هوايي کرښو، او جي ایل او سي یانې د اړیکو ځمکنیو کرښو لړ کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یوه تګلاره شته او دا چې دې لړ کې کومه نوې هوکړه نه کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هغه مهال د ایچ بي او خبري شبکې سره خبرو کې ویلي و، پاکستان امریکا ته په کوم بل هېواد کې د فعالیت لپاره هیڅکله پوځي اډې نه ورکوي.

د عکس سرچینه، Radio Pakistan
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د پاکستان مشرانو جرګې ته ویلی و، چې افغانستان کې به د پوځي فعالیت لپاره امریکا ته نه خو د پاکستان پوځي اډه ورکړل شي او نه هم د الوتکو لپاره کوم هوايي ډګر ورکول کېږي.
خو د یادونې ده چې د پوځي اډو سپارل او د هوايي یا ځمکنیو لارو همکاري دوه بېلا بېل موضوعات دی.
په تېر کې د ایل او سي یانې هوايي حریم د کارولو همدې هوکړې له مخې امریکا په خلیج کې له خپلو پوځي اډو او بېړیو افغانستان ته لوژستیکي اکمالات کول او دغه راز یې د جي ایل او سي یانې ځمکنیو لارو همکارۍ له مخې د پاکستان لویې لارې په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت اکمالاتو لپاره کاروولې.









