ډیلي کې د متقي خبري ناسته کې د ښځینه خبریالانو نشتون سخت بحثونه پارولي‌

.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

هندي سیاستوالو د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر له لوري په نوي ډیلي کې د خبري کنفرانس پر مهال د ښځینه خبریالانو د نه بلنې له امله پر لومړي وزیر نرېندرا مودي نیوکه کړې چې ولې یې په دې اړه غږ نه دی پورته کړی.

د جمعې پر ورځ د هند پلازمېنه ډیلي کې د افغانستان سفارت دننه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یوې خبري ناستې ته شاوخوا ۱۶ نارینه خبریالان غوره شوي وو. بي بي سي ته معلومه شوې چې هلته د ښځینه او بهرنيو خبریالانو مخنیوی شوی.

د حکومت مخالفه ګوند مشر راهول ګاندي وویل، په دې کار سره چې هند د ښځو له شتون پرته د دې غونډې د پرمخ وړلو اجازه ورکړې، مودي "د هند هرې ښځې ته دا وایي چې تاسو د هغوی پر وړاندې د درېدو توان نه لرئ."

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په سفارت کې په ترسره شوې "خبري ناسته کې یې هیڅ لاس نه درلود."

د طالبانو حکومت غبرګون

د طالبانو حکومت چارواکي مني چې دغې خبري ناستې ته ښځې نه وې بلل شوې. د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې "د همغږۍ د نشتوالي له امله ښځینه خبریالانې نه دي غوښتل شوي او که راتلونکی کنفرانس په ډیلي کې وشي، نو دوی به وبلل شي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل چې له ښاغلي متقي سره هند ته په سفر تللی په دې تړاو بي بي سي ته وویل "هیڅ داسې پېښه نه ده شوې چې د کومې رسنۍ د استازو مخه نیول شوي، ټولې هغه رسنۍ چې د سفارت مقر ته یې ځان را رسولی و، هغوی دغه کنفرانس کې حضور او ګډون درلوده."

ښاغلی متقي او ورسره مل پلاوی هند ته په شپږ ورځني سفر تللی دی.

متقي د هند له حکومت سره د یوې اونۍ "مهمو" خبرو لپاره په هند کې دی. هغه د جمعې پر ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر سره وکتل، چې اعلان یې وکړ هند به په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. دا سفارت څلور کاله وړاندې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، تړل شوی و.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، طالبانو د اسلامي شریعت د خپل تفسیر له مخې ډیری محدودیتونه لګولي، چې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو یې سخت منفي اغېز کړی دی.

د هندي سیاستوالو غوسه او نیوکې

 مهوا مویترا پر خواله رسنیو لیکلي: "ولې زموږ بې همته نارینه خبریالان دغه تالار کې پاتې شول؟"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مهوا مویترا پر خواله رسنیو لیکلي: "ولې زموږ بې همته نارینه خبریالان دغه تالار کې پاتې شول؟"

د نارینه وو لپاره له خبري غونډې وروسته، راهول ګاندي پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: "زموږ په هېواد کې، ښځې په هره فضا کې د مساوي ګډون حق لري."

هندۍ سیاستوالې پریانکا ګاندي وادرا له مودي وغوښتل چې له غونډې د "ښځینه خبریالانو د لرې کولو" په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

هغې پوښتلي "په داسې هېواد کې چې ښځې یې د ملا تیر او ویاړ دي"، "د هند ښځو ته د شوي دې سپکاوي" اجازه څه ډول ورکړل شوه؟

دې چارې پراخه توګه خلک هیښ کړل او ویې ویل هغه نارینه چې غونډې ته ورغلي وو، باید له خپلو ښځینه همکارانو سره د یووالي او خواخوږۍ له امله له خونې وتلی وای.

سیاستوالې مهوا مویترا پر خواله رسنیو لیکلي: "ولې زموږ بې همته نارینه خبریالان دغه تالار کې پاتې شول؟"

مهوا مویترا یوه ویډیويي پیغام کې ویلي" د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ډیلي کې د هند خاروه کې یوه خبري غونډه لرله چې ښځینه خبریالانو ته په کې د ګډون اجازه نه وه، د هند د بهرنیو چارو وزارت داسې کس ته سره غالۍ وغوړوله چې خپلې خبري غونډې ته یې ښځې پرېنښودې. دا د هندوستان ښځو ته سپکاوی دی او زموږ حکومت هم په کې ونډه لرله."

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د کار او زدکړو په تړاو له سختو نیوکو سره مخ دی خو دا کمسارې ده چې بهرنیو سفرونو کې د دوی پلاوي له دا ډول پېښو سره مخامخېږي.