د نړۍ په کچه د غوره کورني روبوټ د جوړولو سیالي

د 1X شرکت انسان ته ورته روبوټ NEO او خبریال جو ټایډي د عکس اخیستو لپاره یو ځای ولاړ دي. NEO یو ۵ فوټه لوړ روبوټ دی چې د خپل بدن پر سر نرم پوښونه لري.
د عکس تشریح، NEO سږ کال بازار ته کورني روبوټونه وړاندې کوي.

په کور کې به یو دوستانه روباټ نوکر وي، د کور ټول ستړي‌ کوونکي کارونه به کوي، له انسانانو سره دا فکر له لسیزو و.

خو اوس، د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برکت، دا تصور په رښتیا عملي‌ کېدونکی شوی او سږ کال به د بېلابېلو دندو ترسره‌ کوونکي کورني روباټونه د خلکو کورونو ته داخل شي.

د امریکا په "سیلیکون وېلي" کې دا روباټونه په چټکۍ روزل کېږي، څو کالي ومینځي. لوښي، مینځونکي ماشین ته واچوي او کور پاک کړي.

د دې روباټونو جوړونکي لویې ژمنې کوي خو ما غوښتل ووینم چې د کور د کارکوونکي روباټ مفکوره رښتیا څومره عملي ده.

ځکه مې د اېزاک (Isaac)، نيو(NEO)، اېجي (Eggie) او مېمو(Memo) په نامه روباټونه له نږدې ولیدل.

د Tangible AI شرکت روبوټ Eggie د پخلنځي په کاونټر کې د توی شوي موادو پاکولو کار کوي. Eggie شاوخوا ۴.۵ فوټه لوړ دی، د هګۍ په شان پوښ لري، درانه روبوټي لاسونه لري او سر یې د بوټ په بکس ورته دی.

د عکس سرچینه، Tangible AI

د عکس تشریح، اېجي روبوټ کولی شي په ورو حرکت سره ډېر کورني کارونه ترسره کړي خو یو انسان یې کنټرولوي.

کله چې له دې انسان‌ ته ورته، یا نیمه انسان‌ ته ورته (بې‌پښو) روباټونو کوم یو یې خونې ته ننوځي، نو د کور څښتن خامخا له خوشالۍ موسکا کوي.

اوسنی وضعیت دا ښيي چې ډېری دا روباټونه دومره چټک، حساس او ماهر شوي چې ګڼ مهم او ستړي کوونکي کارونه ترسره کولی شي.

موږ کتل چې د مصنوعي ځيرکتيا د نسبتاً نوې کمپنۍ روباټ اېجي څنګه کټ وځړاوه، بستره یې خلاصه کړه او د پخلنځي پر مېز توی شوي څه یې پاک کړل.

خو دا کارونه یې ډېر ورو کول، تندکونه یې خوړل او په ټکان ټکان یې خوځښت کاوه.

همداراز د ۱اېکس (1X) شرکت روباټ نيو چې تازه یې د خپل روباټ په اړه بازار ته له وړاندې کولو مخکې له پېرودونکو د پیسو اخېستلو بحثونه راوپارولي وو، وکولی شول چې د شرکت په ازمایښتي پخلنځي کې په ورو خو اغېزمن ډول، پر خپلو نرمو پښو وګرځي.

د ویډیو تشریح، نيو روبوټ ګلانو ته اوبه ورکوي.

روباټ بوټو ته اوبه ورکړې (چې یو ځل اوبه هم توی شوې)، ما ته یې یو څښاک راوړ او لوښي او پیالې یې ټولې او منظمې کړې خو په‌ دې کار کې مې ورسره لږ مرسته وکړه، ځکه د المارۍ لاستي په نیولو کې یې ستونزه لرله.

که د چا بېړه نه‌ وي، ځکه دغه روباټونه کار ورو کوي، نو دا روباټونه د کور د پاکولو لپاره مرستندویه تمامېدی شي.

خو نيو NEO او اېجي Eggie یو پټ ځواک لري: دا روباټونه د انسانانو له‌ خوا کنټرولېږي.

دا هغه څه دي چې په تبلیغاتي ویډیوګانو کې نه‌ ښودل کېږي او هغه څه چې شرکتونه غواړي خلک یې ډېر ونه‌ ویني.

خو د ټنجېبل اې ای Tangible AI بنسټ‌اېښودونکې بیپاشا سېن، د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ په اړه خوشبینه ده.

هغې په موسکا سره وویل:

"نن خلک دوه هیلې لري: موټر او کور. په راتلونکې کې به درې هیلې ولري: موټر، کور او روباټ."

په ښار کې ۱اېکس 1X شرکت هم دی چې د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو قوي مالي ملاتړ لري چې پکې د مایکروچېپ جوړولو مشهور شرکت نيويډيا Nvidia هم شامل دی.

NEO روبوټ د یو انسان سره چې VR هیډسیټ یې اغوستی، د انسان حرکتونه تعقیبوي.

د عکس سرچینه، 1X

د عکس تشریح، NEO روبوټ د VR هیډسیټ او سینسرونو په کارولو سره له لرې ځایه کنټرولوي، ترڅو کارونه ترسره کړي او روبوټ وروزي.

د دوی په شاندارو مرکزي دفترونو کې موږ هغه محدودو برخو ته وروستل شوو چې د نيو NEO ازمایښتي ماډلونه جوړېږي، ازمویل کېږي او ترمیمېږي.

د شرکت ناروېژي اجرائیوي مشر برنټ بورنیخ وايي، نيو NEO د ده په خپل کور کې هم ډېر ګټور دی او د ده د کورنۍ د بوختیا له‌ امله هغه ورته جارو وهي او کور منظموي. د هغه په وینا، دا کارونه "د خپسرې کړنې او د انسان له‌ خوا د کنټرول ګډه بڼه" لري.

هغه زیاتوي:

"موږ ډېر مالومات لرو نو زموږ په کور کې ډېر کارونه اتومات کېدی شي خو کله‌ نا‌کله څوک راځي او مرسته کوي."

مالومات (ډاټا) د دې روباټونو لپاره خورا مهم دي چې دا زده کړي، څنګه زموږ په ګډوډ کور کې حرکت وکړي، دا د هغو روباټونو پرتله ډېر سخت کار دی چې په فابریکو کې کار کوي.

د نيو NEO د مصنوعي ځیرکتیا د پیاوړتیا لپاره د ۱اېکس 1X د پلان یوه برخه دا ده چې سږ کال یې د خلکو کورونو ته ولېږي.

۱اېکس باور لري چې د وروستیو پرمختګونو له‌ امله به نيو NEO وکولی شي تر پخوا ډېر په خپلسر عمل وکړي.

خو موږ ته داسې کومه عملي بېلګه ونه‌ ښودل شوه چې روباټ دې په بشپړ ډول په خپله فکر کوي.

تمه ده چې د لومړۍ مرحلې پېرېدونکي به ډېر حوصله‌ ولري او د محرمیت په اړه به هم ډېر اندېښمن نه‌ وي، ځکه کله چې روباټ ګډوډ شي، انسانان به یې له لرې ځایه کنټرولوي.

سربېره پر دې، دا پېرېدونکي باید شتمن هم وي، ځکه د نيو NEO بیه شاوخوا ۲۰ زره ډالره ده، یا په میاشت کې نږدې ۵۰۰ ډالره لګښت لري.

برنټ بورنیخ وايي:

"زموږ ډېری لومړني پېرودونکي داسې خلک دي چې له دې روباټ به ډېره ګټه واخلي، خو زه فکر کوم چې د سم پیرودونکو موندل مهم دي. موږ کولی شو له دې غوره لومړنیو کاروونکو مرسته واخلو ترڅو دا پروژه بریالۍ کړو."

یو روبوټ چې د لاسونو پر ځای یې نارنجي پنسرونه دي د کالیو پر امبار ولاړ دی. سر یې د بوټ بکس په څېر دی، کیمرې لري او بدن یې ساده چوکاټ دی.
د عکس تشریح، Isaac کولی شي له یوه ټي‌شرت په ۹۰ ثانیو کې اوبه وباسي او اوس ورځ تر بلې تېزېږي.

دا د ټکنالوژۍ په نړۍ کې غیرمعمولي خبره ده، خو داسې ښکاري چې د کورني روباټونو لپاره ډېره پانګه او تبلیغ نویو کمپنیو (start-ups) ته ځي، نه د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو ته.

ټسلا یو انساني بڼه لرونکی روباټ جوړوي خو لا تر اوسه دا روښانه نه‌ ده چې دا به د کوم بازار لپاره وي، د فابریکو لپاره که د کورونو لپاره.

خو د شرکت اجرائیوي مشر اېلن ماسک باوري دی چې د دې روباټونو لپاره به ستر بازار موجود وي. د هغه یو ټرېلیون ډالري ګټه هم تر یوې کچې له دې شرط سره تړلی دی چې نوموړی په راتلونکو لسو کلونو کې یو میلیون روباټونه وپلوري.

خو داسې ښکاري چې همدا چټک او ځیرک د "سیلیکون وېلي" چټک پیل دی چې بازار ته د داخلېدو تر ټولو ښه چانس لري.

د سان‌فرانسیسکو په نوې "وېلي" سیمه کې د کورني روبوټونو یوې بلې کمپنۍ لا له وړاندې خپل ثابت روباټ کارولی، څو د رښتینې نړۍ معلومات راټول کړي، که څه هم دا یوازې د کالیو مینځلو په محدوده برخه کې په کار بوخت دی.

د وېو روباټونو شرکت (Weave Robotics) د ای زسک Isaac په نوم اووه روباټونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي چې په خپل‌سري ډول د کالیو مینځلو دوکانونو لپاره کار کوي.

موږ ولیدل چې دا روباټ په ډېر دقت سره ټي‌شرتونه شاوخوا په ۹۰ ثانیو کې تاو راتاو کړل خو د هغه جوړونکی وايي، دا هره ورځ لا پسې چټک کېږي.

د شرکت شریک بنسټ‌اېښودونکی اېوان واینلېنډ وايي:

"موږ روباټونه په ریښتیني ژوند کې کاروو، همدا زموږ د کار طریقه ده"

کمپنۍ پلان لري چې سږ کال د کورونو لپاره د دغه روباټ یو څو موخیز ماډل هم بازار ته وړاندې کړي خو لا دا نه‌ ده روښانه چې څومره کارونه به پکې په بشپړ ډول په خپل‌سر ترسره کوي.

له بلې خوا، د سنډې اې ای Sunday AI شرکت د معلوماتو د راټولولو د ستونزې لپاره یوه هوښیاره حل‌لاره موندلې چې ښکاري تر اوسه یې ډېر ښه کار کړی دی.

د ویډیو تشریح، وګورئ: د Sunday AI روبوټ Memo په یوه لاس کې دوه د شرابو ګیلاسونه پورته کوي.

موږ ولیدل چې د دوی روباټ په ورو خو نرم حرکت سره قهوه جوړه کړه، څو جرابې یې سره راټولې کړې او له مېزه یې ډېر نازک ګیلاسونه لیرې کړل. دا ټول کارونه یې په بشپړ ډول په خپله ترسره کړل، بې له دې چې کوم انسان ورسره همکاري وکړي.

خو سره له دې لوړ ظرفیت، دې روباټ هم یوه تېروتنه وکړه، په لومړۍ هڅه کې یې یو ګیلاس مات کړ چې ښکاري دا یوازې یوه بده تصادفي پېښه وه.

د دې ځای انجنیران باوري دي چې کله روباټونه راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي، نو دا ډول ستونزې به د هغه ځانګړو "روباټي دستکشو" په مرسته حل شي چې دوی جوړې کړې دي.

د شرکت شریک بنسټ‌اېښودونکی ټوني ژاو وايي:

"موږ دا دستکشې جوړې کړې دي، خلک یې په خپلو کورونو کې اغوندي او زموږ لپاره معلومات راټولوي. دا موږ ته ډېر ډول ډول معلومات برابروي، ځکه اوس موږ د ۵۰۰ کورونو معلومات لرو او همدارنګه دا هم وینو چې خلک کارونه په بېلابېلو طریقو کوي."

دا د دې خبرې یو ځل بیا یادونه کوي چې مصنوعي ځیرکتیا یې په فزیکي نړۍ کې زده‌کړي او وروسته به همدا چارې په خپله کوي.

د دې پرتله د اې ای چټ‌بوټونو روزنه اسانه ده، ځکه هغوی کولی شي د انټرنېټ له میلیاردونو مخونو، کتابونو او فلمونو مالومات راواخلي او لا هوښیار شي.

وروستی شرکت چې موږ ولیده، د کورني روباټ د عملي کېدو لپاره یې بشپړ بېل لیدلوری درلود.

د فيزيکل انټلېجېنس (Physical Intelligence) شرکت خپله روباټ جوړولو ته لېوال نه‌ دی؛ بلکې غواړي داسې "دماغ" جوړ کړي چې ساده روباټونه هوښیار کړي.

دلته انجنیران د بېلابېلو روباټي لاسونو، مټو او بدنونو کار اخلي، ترڅو داسې اې ای سافټویر جوړ کړي چې د هر ډول روباټي هارډویر سره کار وکړي.

.

د عکس سرچینه، Physical Intelligence

د شرکت شریک بنسټ‌اېښودونکې چېلسي فېن وايي:

"موږ غواړو داسې وړتیا ولرو چې هر ډول فزیکي جوړښت ته ځیرکتیا پو کړو، که هغه انساني بڼه لرونکی روباټ وي او که داسې څه وي چې د کور له یوې عادي الې سره ډېر ورته‌والی ولري."

د دوی دا تګلاره د پانګه‌والو قوي ملاتړ لري چې پکې د امازون بنسټ‌اېښودونکی جېف بېزوس او د اوپن اې ای OpenAI اداره هم شامله ده.

پر دې ټکنالوژۍ پراخې پانګونې روانې دي او که څه هم سیلیکون وېلي یو ځل بیا د دې بهیر مرکز ګڼل کېږي خو له چینايي سیالانو سره یې سخته سیالي ده.

په چین کې د انساني بڼه لرونکو روباټونو صنعت دومره ګرم شوی چې حکومت تازه خبرداری ورکړی، که روباټونه هومره بریالي او په زړه‌پورې نه‌شي لکه څنګه چې تمه ترې کېږي، نو دا په خپله یو جنجال دی.

د روباټونو نړیوال فدراسیون (International Federation of Robotics) باور لري چې ښايي شاوخوا ۲۰ کاله وخت ونیسي، ترڅو کورني روباټونه په رښتیا ګټور شي او خلک یې په پراخه کچه ومني.

همدارنګه دا پوښتنې هم شته چې ایا په رښتیا به د دې روباټونو لپاره دومره غوښتنه وي که‌نه.

ایا دا به یوازې د شتمنو کسانو د ساعتېرۍ وسایل وي، که به دومره ارزانه شي چې عام خلک یې هم وکارولی شي، لکه څنګه چې د کور جارو کوونکي روبوټونه اوس عام شوي دي؟

خو د دې ټکنالوژۍ په لومړۍ کرښه کې ولاړ انجنیران باوري ښکاري چې دوی په رښتیا داسې راتلونکی جوړوي چې موږ ټول به یې په خپلو کورونو کې غوښتونکي واوسو.