د حماس بریدونو کې د "وژل شویو اسرائیلي وګړو شمېر ۶۰۰ ته ورسېد"
د اسرائیلو لومړي وزیر دفتر خبر ورکړی چې، د حماس بریدونو کې د ژول شویو اسرائیلو شمېر ۶۰۰ ته لوړ شوی دی.
د لومړي وزیر دفتر همدا راز ویلي ، چې سل اسرائیل یرغمل دي.
د فرانسې خبري اژانس د یاد دفتر له قوله ویلي ، دا شمېر لا هم کره نه دی او تر دې دمه د ژوبلو کسان شمېر له ۲ زرو زیات یاد شوی چې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلشوی.
بلخوا اسرائیلي ځواکونو په ځواب کې پر غزې تراړې درانه هوايي ګوزارونه پیل کړي، چې د فلسطیني چارواکو په وینا تر دې دمه پکې له ۳۷۰ کسان وژل شوي دي.
ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، داسې شواهد شته چې ایران د حماس برید کې لاس لري.
ښاغلي بلېنکن سي اېن اېن تلویزیون سره خبرو کې ویلي ، رپوټونه شته چې په اسرائیلو کې ځېنې امریکايي اتباع وژل شوي دي.
نوموړی وايي، چارواکي هڅه کوي د دغه خبر کره والی مالوم کړي.
بلنکن دا هم ویلي چې ښايي د ورځې تر پایه امریکا اسراییلو سره د خپلو نظامي مرستو اعلان هم وکړي.
هغه ومنله چې، مونږ باید دې ته پام وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې اسراییل هغه څه ته چې اړتیا لري په واک کې لري.
د حماس غورځنګ وسله والو شنبه سهار وختي له غزې تراړې یو ناڅاپه پر اسرائیل د توغندیو بریدونه وکړل او هممهاله یې لسګونه وسله وال د اسراییلو سویلي سیمو ته ننوتل دي.
د اسرائیلو پوځ شمال کې د حزب الله د توغندیو د بریدونو په ځواب کې پر لبنان هم هوايي بریدونه کړي، خو تر اوسه د مرګژوبلې راپور نشته.
حماس وايي، پر اسراییلو برید کې یې ګڼ شمېر اسرئيلي سرتیري نیولي دي چې ځینې لوړ پوړي افسران هم پکې دي.
د حماس د سیاسي برخې مرستیال له الجزیزې تلویزیون سره په مرکه کې وايي "هغه څوک چې موږ سره بندیان دي، ټول زندانیان به پرې ازاد شي." ښايي د هغه اشاره به هغو فلسطینینانو ته وي چې اسرائيلو سره بندیان دي.
اسراییلو منلې چې د دفاع ځواک یو مهم جنرال یې هم یرغمل شوی دی.
په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې حماس د اسرائيلو پوځي مرکزونو ته ننوځي او پر شوبلو انځورونه اخلي او خوښۍ کوي.
د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو: ''موږ په جګړه کې یوو''

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
له غزې پر اسرائیلو د توغندیو له ناڅاپي سلګونو ګوزارونو وروسته د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، هېواد یې په جګړه کې دی.
د اسرائیل لومړي وزیر په دې هکله اسرائیلو ته وینا کې وویل: ''د اسرائیل ولسه! موږ له عملیاتو نه تېرېږو، بلکې په جګړه کې یو. دا یوازې د تاوتریخوالي ډېرېدل نه دي، بلکې بشپړه جګړه ده. ''
نوموړی وايي، دا جګړه به دوی ګټي. داسې ښکاري چې د سخت دریځې حماس ډلې لسګونه وسله وال هم د اسرائیل سویلي سیمو ته رسېدلي دي.
لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو هم په خپله وینا کې هم د دې یادونه وکړه او په خبره یې اسرائیلي امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرانو ته یې امر کړی، چې په لومړي سر کې د دې ''ترهګرو '' لېرې کولو اقدام وکړي، چې په خبره یې ''همدا اوس دا عملیات روان دي '' او له دې وروسته په داسې کچه ځوابي جګړه پیل کړي، چې په وینا یې (دښمن له دې مخکې نه وي لیدلې. ''
د حماس پوځي څانګه ادعا کوي چې پر اسرائیل یې په شلو دقیقو کې د راکټونو پنځه زره ګوزارونه کړي دي.
له دې بریدونو سملاسي وروسته د اسرائیل په لر او بر کې له بریدونو د خبرداري سائرنونه وغږول شول.
اسرائیل پوځ له هغه اعلانه سملاسي وروسته چې وايي، خاورې ته یې فلسطیني وسله وال ننوتي، په غزه کې پر هدفونو بریدونه پیل کړل.
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې چې پر اسرائیل یې له غزې سیمې د توغندیو زرګونه ګوزارونه کړي او له همدې کبله د اسرائیل په روغتونونو کې د سلګونو ټپي شویو کسانو درملنه شوې.
د حماس دا لوړپوړی محمد ضیاف وايي، حماس پرېکړه کړې ووايي، چې ''نور تر پزې رسېدلي یو. ''

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیل پوځي ویاند له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ومنله چې د پولې پر سر د تګ راتګ په ایریز نومي ځای او دغه راز د اسرائیلي دفاعي ځواکونو د روزنې په زیکیم نومي مرکز شاوخوا کې اوس هم جګړه روانه ده.
له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې فلسطیني وسله وال غزې ته نژدې د اسرائیل په سیدورت نومي ښار کې لیدل شوي دي.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Reuters
دغې پېښې ته ګڼو هېوادونو او بنسټونو غبرګونونه ښودلي دي. د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن وايي، په اسرائيلو کې حالت له نژدې څاري او ټينګار کوي چې "امریکا د اسرائيلو ملاتړ ته ژمنه ده او هغه څه به ورته برابر کړي چې اړتیا یې لري."
د سره صلیب نړیوال کمېټې بیا له دواړو اړخونو غوښتنه کړې چې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي. دا بنسټ وايي، که حالت نور هم ترنیګلی شي، ولسي خلکو ته به تر ټولو ډېر زیان ورسېږي.
فلسطیني ولسمشر محمود عباس په ورته مهال ویلي، ولس یې حق لري چې ''د اشغالګرو او غاصبو ځواکونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. ''مصر چې ډېر کله د فلسطین او اسرائيلو ترمنځ د منځګړتوب رول لوبوي، خبر داری ورکړی چې که حالت ترینګلي شي، پایلې به یې "خورا بوږنونکې وي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی "د فلسطین د خلکو د ازادۍ او له خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي."











