غزه کې اوربند وشو

Iron Dome anti-missile system fires interception missiles as rockets are launched from Gaza towards Israel, as seen from the city of Ashkelon, Israel, 13 November, 2019.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا اوربند تر دوه ورځنۍ نښتې وروسته شوی دی

د اسراییلو پوځ وايي په غزې کې د اوربند له ټینګېدو څو ساعته وروسته له غزې نه د اسراییلو پر سویلي سیمو د توغندیو بریدونه شول.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې له سختې دوه ورځنۍ جګړې وروسته په غزې کې د اسراییلو او د اسلامي جهاد ډلې د اورپکو ترمنځ اوربند وشو. مصري او فلسطیني سرچینې وايي اوربند نن سهار پیل شوی.

د اوربند له ټینګېدو وروسته په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو د سولې استازي نیکولای ملادېنوف وویل، ملګرو ملتونو او مصر ډېر جدي کار وکړ چې په غزه کې د یوه خطرناک حالت رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

فلسطینیان وايي مخکې تر دې چې جګړه پای ته ورسېږي د اسراییلو په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ اته غړي ووژل شول.

سیمه ییزې سرچینې وايي په غزه کې د فلسطیني اورپکو او اسراییلو ترمنځ جګړې وروسته تر هغه پیل شوې چې اسراییلو د اورپکو یو مشر په نښه کړ او په دې جګړه کې ټول ۳۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

بهاء ابو العطاء د اسلامي جهاد ډلې قومندان و چې تېره سې شنبه د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو. اسراییلو ویل چې نوموړی له غزې تراړې پر اسراییلو د ګڼو راکټي بریدونو مسؤل و او پر اسراییلو یې د یوه تازه برید پلان درلود.

Trails of smoke above Gaza after a rocket launch on 14 November 2019

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دواړو خواوو روغتیايي سرچینو ویلي چې جګړه کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.

د ابو العطاء له وژل کېدو وروسته د چهارشنبې په شپه سخته جګړه پیل شوه چې په ترڅ کې یې یوه اته کسیزه کورنۍ هم ووژل شوه.

اسراییل وايي په وژل شویو کسانو کې له شلو ډېر یې فلسطیني اورپکي وو.

د اسراییلو پوځ ویلي چې په هوايي برید کې یې رسمي أبو ملحوس چې د اسلامي جهاد ډلې قومندان او د توغندیو د څانګې مشر و هم وژلی دی.

د دواړو خواوو روغتیايي سرچینو ویلي چې جګړه کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.

په غزه کې د فلسطینیانو د روغتیا وزارت چارواکي ویلي د یوې ښځې او ماشوم په ګډون ټول وژل شوي ملکي وګړي دي.

اسراییل، فلسطین، غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بهاء ابو العطاء د اسلامي جهاد ډلې قومندان و چې تېره سه شنبه د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو.

د اسراییلو پوځ وايي په دوه ورځنۍ جګړه کې د فلسطنیانو د اسلامي جهاد ډلې له پر اسراییلو څه باندې ۴۰۰ توغندي توغولي دي.

اسراییلو هم پر فلسطیني اورپکو ګڼ هوايي بریدونه کړي او پوځ یې وايي چې په ترڅ کې یې د اسلامي جهاد ډلې اهداف په نښه شوي دي.