اسراییلو غزه کې د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي مشر وژلی

بهاء أبو العطا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسراییلو د پوځ ویاند افيخاي ادرعي ویلي، ابو العطا په ورستیو ورځو کې د اسراییلي وګړو او پوځیانو پر ضد د تخریبي عملیاتو لپاره چمتووالی نیوه.

د اسراییلو پوځ ویلي، د اسلامي جهاد غورځنګ د قدس پټې ډلې پوځي څانګې قومندان بها ابو العطا یې غزه کې په خپل کور کې وژلی دی. نوموړی د اسراییلو بمبارۍ کې وژل شوی.

د قدس پټې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خپل دغه قومندان پر وژلو غمجنه شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي، د ښار ختیځ کې لویه چاودنه شوې ده.

د غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت ویلي، هلته دوه کسان وژل شوي، ابو العطا او د هغه مېرمن او دوه نور ټپيان شوي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د اسراییلو دفاع وزارت پر ټوېټر، د ابو العطا د یوه انځور خپرولو سره لیکلي: "موږ د اسلامي جهاد قومندان بها ابو العطاء په غزه کې په نښه کړ. العطاء پر اسراییلي ولسي وګړو او پوځیانو د سلګونو بریدونو مسؤل و."

په غزه تړانګه کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي، چې د عیني شاهدانو په وینا، یوه لویه چاوده د غزې ښار ختیځ یوه کور کې شوې ده.

غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، له غزې تړانګې هم پر د اسراییلو پر پوله توغندي ویشتل شوي.

د اسراییلو د پوځ ویاند افيخاي ادرعي ویلي، ابو العطا په ورستیو ورځو کې د اسراییلي وګړو او پوځیانو پر ضد د تخریبي عملیاتو لپاره چمتووالی نیوه.

اسراییلو د ابو العطا پر کور بمبار کړی چې ورڅېرمه نورو کورونو ته یې هم زیان اړولی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسراییلو د ابو العطا پر کور بمبار کړی چې ورڅېرمه نورو کورونو ته یې هم زیان اړولی