اسراییلو غزه کې د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي مشر وژلی

د اسراییلو پوځ ویلي، د اسلامي جهاد غورځنګ د قدس پټې ډلې پوځي څانګې قومندان بها ابو العطا یې غزه کې په خپل کور کې وژلی دی. نوموړی د اسراییلو بمبارۍ کې وژل شوی.

د قدس پټې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خپل دغه قومندان پر وژلو غمجنه شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي، د ښار ختیځ کې لویه چاودنه شوې ده.

د غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت ویلي، هلته دوه کسان وژل شوي، ابو العطا او د هغه مېرمن او دوه نور ټپيان شوي دي.

د اسراییلو دفاع وزارت پر ټوېټر، د ابو العطا د یوه انځور خپرولو سره لیکلي: "موږ د اسلامي جهاد قومندان بها ابو العطاء په غزه کې په نښه کړ. العطاء پر اسراییلي ولسي وګړو او پوځیانو د سلګونو بریدونو مسؤل و."

په غزه تړانګه کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي، چې د عیني شاهدانو په وینا، یوه لویه چاوده د غزې ښار ختیځ یوه کور کې شوې ده.

غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، له غزې تړانګې هم پر د اسراییلو پر پوله توغندي ویشتل شوي.

د اسراییلو د پوځ ویاند افيخاي ادرعي ویلي، ابو العطا په ورستیو ورځو کې د اسراییلي وګړو او پوځیانو پر ضد د تخریبي عملیاتو لپاره چمتووالی نیوه.