د افغانانو له نظره د ایران لاريونونه؛ خواخوږي، خبرداری، او د افغانستان د تجربې د تکرارېدو وېره

په ايران کې د اعتراضونو او لاريونونو له پيل دوې اوونۍ زیات وخت تېر شوی خو دغو بدلونونو د افغان سياسي څېرو، مدني فعالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو تر منځ پراخ او بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د لاريونوالو له ملاتړ نيولې تر دې اندېښنې پورې چې دا به د افغانستان پر وضعيت څه پايلې ولري.

په ایران کې د لاريونونو له پيل راهيسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغو بدلونونو په اړه په رسمي ډول له څرګندونو ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاندویانو وړاندې د ځينو هېوادونو د پېښو په اړه غبرګونونه ښودلي وو، د بېلګې په توګه د دوی د وياند ذبيح الله مجاهد څرګندونې چې د پاکستان د اعتراضونو په اړه یې پراخ انعکاس درلود. خو په تېرو دوو اونیو کې د ايران د لاريونونو په اړه د طالبانو حکومت چوپه خوله پاتې شوی دی.

همدا ډول د افغانستان يو شمېر پخواني چارواکي او سياسي څېرې چې ډېری له هېواده بهر اوسېږي او تر ډېره د سيمې او نړۍ د تحولاتو په اړه دريځ ښيي، د ایران د اعتراضونو په اړه هم غبرګون نه دی ښودلی.

په دې تړاو يوازينی رسمي دريځ هغه اعلاميه ده چې د "افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت ملي شورا" په نامه ډلې خپره کړې ده. دغې ډلې، "د قانون په چوکاټ کې د هر ډول مدني خوځښت" ملاتړ کړی، هر ډول "تاوتریخوالي او ګډوډي" یې غندلې او د ايران له اعتراضونو یې د "بهرنيانو د لاسوهنې، تحریک او ناوړه ګټې اخيستنې" په اړه خبرداری ورکړی دی.

په اعلاميه کې د بهرنيو لاسوهنه د یوې "ترخې او ګرانبيه بېلګې" په توګه د افغانستان تجربه ياده شوې ده.

داسې ښکاري چې د دې ډلې اشاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستيو څرګندونو ته وي چې د ايران د لاريونونو په اړه یې کړې دي. ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، "ايران د مذاکراتو لپاره ورسره اړيکه نیولې ده". نوموړي خپلې پخوانۍ خبرې يو ځل بيا تکرار کړې چې په وینا یې د ایران واکمنان له "سرې کرښې" اوښتي او امریکا د شته غوراويو د ارزونې په حال کې ده.

ځينې افغان فعالان د لاریونوالو ملاتړي دي

بل پلو يو شمېر افغان فعالانو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو د ايران له اعتراضونو ملاتړ کړی دی. په وروستيو ورځو کې د لاريونونو انځورونه او ویډيوګانې د افغان کاروونکو له خوا شریکې شوې او له معترضينو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دغو کاروونکو پر هغه څه نيوکه کړې چې دوی یې "د لاريونوالو پر وړاندې تاوتریخوالی" بولي او ويلي یې دي چې "ولسي لاريونونو" ته باید د زور له لارې ځواب ورنکړل شي.

که څه هم د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی معلوم خو د بشري حقونو بنسټونو راپور ورکړی چې د وروستيو لاريونونو په لړ کې سلګونه کسان وژل شوی دي.

شاعر او خبريال مجيب مهرداد د قر بانيانو شمېر ته په اشارې ليکلي، "رژيم بې دفاع خلک وژني... د رژیم بې رحمانه وژنه يو حقيقت دی چې ډېر ژر به یې د کړکېچ اړخونه څرګند شي."

د ښځو د حقونو فعالې بهار سهيلي ليکلی، "په ايران کې وضعيت ناوړه دی. په تېرو ورځو کې حکومت د انټرنېټ په پرېکولو سره د خلکو عامه وژنه کړې. داسې انځورونه خپاره شوی چې د معترضو ځوانانو د ډله ييزې وژنې ښکارندوي کوي."

ځينو افغان کاروونکو دا هم لیکلي، د ایران خلک چې د دوی په وینا کلونه یې اقتصادي فشارونه او د بنديزونو پايلې زغملې دي، باید په خپله د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي. دا ډله کاروونکي د ایران د واکمنانو سیاستونه د اوسنی وضعيت لامل بولي او په دې باور دي چې د ځپنو او نيونو سربېره، د لاريونوالو بيا سړکونو ته راوتل ښيي چې "نور د خلکو لپاره بله لاره پاتې نه ده".

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم له ايراني لاريون کوونکو سره خواخوږي ښودلې او ويلې يې دي چې دعاوې یې له "هغو بې ګناه کسانو سره دي چې يوازې غواړي يو عادي او انساني ژوند ولري".

په ځينو دغو غبرګونونو کې د ايران لاريونونه د افغانستان له وضعيت سره پرتله شوي او يو شمېر کاروونکو هيله څرګنده کړې چې "افغانستان به هم يوه ورځ د طالبانو له واکمنۍ خلاص شي".

د "حکومت بدلون" له پایلو اندېښنې

د افغان کاروونکو يوه ډله په ايران کې د بهرنۍ لاسوهنې له پایلو اندېښنه ښودلې. دوی د تېرو دوو لسيزو د افغانستان تجربې ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې "پر بهرنيو ځواکونو د تکيې له لارې ازادۍ او سوکالۍ ته رسېدل" کولی شي جګړې، ورانۍ او بې ثباتۍ ته لاره هواره کړي.

ځينو نورو کاروونکو هم پر دې ټينګار کړی چې په ايران کې هر ډول سياسي بدلون به يوازې يوه کورنۍ پېښه نه وي او د سيمې پر وضعيت به هم اغېزې ولري، په ځانګړې توګه په ايران کې د افغان کډوالو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دوی په باور په ايران کې هر شونی بدلون کولی شي د افغانستان لپاره پراخ انساني، اقتصادي او ټولنیزې پايلې ولري.

شاعر محمد واعظي په ايران کې د اعتراضونو په اړه ليکلي، "سياسي هوښياري دا ده چې بايد په سيمه کې هر ډول بدلون ته چمتو و اوسو...."

خبريال فخرالدين زاده هم ليکلي چې که دا لاريونونه د "بهرني ملاتړ" له لارې حکومت نسکور کړي دا به د "ايرانيانو يوه ستراتيژيکه تېروتنه" وي. نوموړي د افغانستان او عراق تجربو ته په اشارې ادعا کړې چې "لنډمهاله ملاتړ او د بهرنيو دولتونو لارښونه" ډېری وخت پښېماني رامنځته کوي او "ایرانیان باید خپلې پښې په تبر پرې نه کړي".

په همدې مهال په ټولنيزو شبکو داسې روایتونه هم لاس په لاس کېږی چې د تاوتريخوالي له زياتېدو سره او په ایران کې د انټرنېټ له بندېدو سره هممهاله يو شمېر کورنۍ نه دي توانېدلې چې له خپلو عزيزانو سره اړيکه ونيسي او له همدې کبله یې په ايران کې د خپلوانو د برخليک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې هغه رسنۍ چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې فعاليت کوي، هم هره ورځ د ايران اعتراضونو ته خبري پوښښ ورکوي.

د دغو غبرګونونو پراخوالی ښيي چې په ايران کې د افغان کډوالو د حضور او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او ټولنيزو تړاونو له امله د دغه هېواد لاريونونه د افغانستان د ډېرو وګړو لپاره تر يوې بهرنۍ پېښې زيات اهمیت لري او کولی شي مستقيمې پايلې ولري.