غزه: حماس ډلې او اسرائیلو پر یو بل سخت بریدونه کړي

پر یوه ټانک د ټانک ضد توغندي لګېدو پایله کې یو اسراییلي پوځي سخت ټپي شوی دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر یوه ټانک د ټانک ضد توغندي لګېدو پایله کې یو اسراییلي پوځي سخت ټپي شوی دی

غزه کې د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ له تاو تریخوالي ډېرېدو وروسته اووه کسان وژل شوي دي. د دوشنبې له ورځې راهیسې اسراییلو ته د سخت دریځو وسله والو له لوري لږ تر لږه ۴۰۰ توغندي ویشتل شوي او اسراییلي هوايي ځواک تر اوسه د وسله والو ۱۵۰ هدفونه بمبار کړي دي.

غزه کې د اسراییلو بمباریو پایله کې شپږ فلسطینیان وژل شوي، چې څلور یې وسله وال دي او سویلي اسراییل کې د توغندي یوه برید کې یو فلسطینی وژل شوی دی.

بل لور ته ملګرو ملتونو له ټولو لوریو غوښتي چې له زغمه کار واخلي. تاو تریخوالی هغه مهال ډېر شو چې د یکشنبې پر ورځ غزه کې دننه د اسراییلي ځانګړي ځواک پټ عملیات په ډاګه شول.

دې عملیاتو کې د حماس یوه قومندان په ګډون اووه وسله وال او د اسراییلو ځانګړي ځواک یو ډګرمن هم وژل شوي دي.

دغه پېښې داسې مهال شوې، چې ملګري ملتونه او او مصري چارواکي د غزې پر پوله یوه اوربند ته د نژدې کېدو خبرې کوي.

دغه سیمه کې له مارچ میاشتې راهیسې احتجاجونو کې څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

پر اسراییلي ځواکونو تور پورې کېږي، چې له احتجاج کوونکو سره یې له زوره کار اخیستی، خو دوی وايي، پوځیان یې یوازې له ځانه د دفاع لپاره وسلې ته لاس اچوي او یا خپلې خاورې ته د بریدګرو مخنیوي لپاره ډزې کوي.

د یکشنبې له نښتو وروسته لږ ځنډ کراري وه، خو وروسته د اسراییلو پر لور د هاوانونو او توغندیو پرلپسې باړونه وچلېدل، چې د اسراییلي روغتیا پالانو په وینا یو کس پکې وژل شوی او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي.

وروسته د توغندي یوه برید کې یو سړی ووژل شو، چې وروسته معلومه شوه فلسطینی دی.

په یوه بل برید کې اته تنه ټپیان شول.

د اسراییلو هوايي ځواک د حماس الاقصی ټلویزیون ودانۍ په نښه کړې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسراییلو هوايي ځواک د حماس الاقصی ټلویزیون ودانۍ په نښه کړې ده

د دغو بریدونو غبرګون کې اسراییلي دفاعي ځواکونو پراخ بریدونه وکړل، چې د چارواکو په وینا د حماس او اسلامي جهاد ډلو پر اړوند هدفونو شوي دي.

د چارواکو په وینا دې بریدونو کې د حماس اړوند الاقصی ټلویزیون ودانۍ او د دغې ډلې استخباراتو مرکزي ودانۍ هم په نښه شوې دي.