د بیت المقدس تاوتریخوالي ډېرېدل؛ نړیوالو د زغم غوښتنه کړې

د ویډیو تشریح، شیخ جراح: بیت‌المقدس کې د تاوتریخوالي تر شا څه دي؟

د نړۍ مختلفو هېوادونو له اسراییل او فلسطنیانو له هغه وروسته د ارامي غوښتنه وکړه چې له څو ورځني تاوتریخوالي وروسته دواړو پر یو بل د غچ اخیستو بریدونه وکړل.

د امریکا متحده ایالتونه، اروپايي ټولنه او بریتانیا له اسراییل او فلسطنیانو د ژر تر ژره تاوتریخوالي کمول غواړي.

د دوشنبې په شپه دا تاوتریخوالی له هغه وروسته ډېر شو چې د بیت المقدس پر لور د فلسطیني وسلوالو تر را کټي برید وروسته اسراییلي پوځ پر غزه تراړه هوايي برید وکړ.

په غزه کې د حماس په مشرۍ د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي چې په دغه هوايي بريد کې د نهو ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، وژل شویو کې د حماس ډلې- چې غزه تراړه کنټرولوي- نهه غړي هم دي.

د حماس سرچینو هم له بي بي سي سره خبرو کې منلې، چې د اسراییل برید کې د دې ډلې د عزالدین قسام کنډکونو یو قومندان محمد عبدالله فیاض هم وژل شوی دی.

د ویډیو تشریح، پر غزه د اسراییلو هوايي برید

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حماس تر برید وروسته وویل: "حماس تر سرو کرښه پښه واړوله او اسراییل به یې سخت ځواک سره ځواب ووايي."

په وروستيو ورځو کې د فلسطينيانو او اسراییل تر منځ ترينګيتا زياته شوې ده.

فلسطينۍ حماس ډلې له هغه وروسته د برید ګواښ وکړه چې د اسرایيلي پوليسو اخ و ډب کې تر سلګونو فلسطينايان ټپي شول.

خو په مسجدالاقصی کې له فلسطینیانو سره تر پروني څو ساعته اخ و ډب رووسته اسراییلي پولیس د دې جومات له انګړ ووتل.

خبریالان وایي، د اسراییلي پولیسو له وتلو وروسته په سیمه کې وضعیت یو څه ارام شوی، خو حرم شریف کې هره شېبه د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو وېره شته.

د فلسطین سرې میاشتې ویلي، د تېرو څو ورځو تاوتریخوالي کې تر ۳۰۰ ډېر فلسطینیان ژوبل شوي او ۲۲۰ یې بستري شوي دي.

اسراییلي پولیس هم مني چې په دې نښتو کې یې ۱۶ تنه افسران ژوبل شوي او دوه یې روغتون ته لېږدول شوي دي.

نړیوال غبرګون څه دی؟

غزه

د عکس سرچینه، MAHMUD HAMS/GETTY IMAGES

د اسراییلو د هوايي برید ویجاړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسراییلو د هوايي برید ویجاړي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، حماس باید "سملاسي" توغندیز بریدونه ودروي.

نوموړی زیاتوي: "ټولو لورو ته پکار ده چې تاوتریخوالی کم کړي. "

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي د دې غږ غبرګولو سره زیاتوي: "د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دغه تاوتریخوالي سخت اندېښمن کړی دی. "

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب هم ټوېټ کې لیکي: "راکټي بریدونه باید ودرېږي او د ولسي وګړو په نښه کول هم پای ته رسېدل غواړو. "

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسپ بورل هم وایي، لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیت المقدس کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي سملاسي درېدل پکار دي.

د ترکیې حکومت اسراییل پر اوسني تاوتریخوالي ملامتوي او د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند له نړیوالې ټولنې غواړي چې "خپله خاوره کې د ولسي وګړو پرضد د اسراییل د بې پایه تاوتریخوالي" مقابل کې ودرېږي.

د شنبې په ورځ ښاغلي اردوغان اسراییل "ظالم ترهګر دولت" وباله او د هغه په خبره، "پر فلسطنیانو وحشیانه ډول" سره بریدونه کوي.

د منځني ختیځ د خبرو څلور اړخیز پلاوی- چې امریکا، اروپايي ټولنه، روسیه او ملګري ملتونه یې غړي دي - پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښيي او د زغم غوښتنه کوي.

ټاکلې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په دې تړاو غونډه وکړي.

بيت المقدس

ختیځ بیت المقدس کې د تېرو څو ورځو تاوتریخوالی کلونو کې ساری نه لري.

د اسراییلي پولیسو او فلسطیني لاریونوالو ترمنځ د بیت المقدس پخواني ښار کې دې تاوتریخوالي د پراخ ټکر وېره پیدا کړې ده.

په ورته وخت کې اسراییلي چارواکو ویلي، د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې په حرم شریف کې د یهودانو د لاریون اجازه لغوه کړې ده.

اسراییلي پولیسو دې لاریون ته اجازه ورکړې وه.

حریم شریف د مسلمانانو دریم تر ټولو سپېڅلی ځای بلل کېږي او د مسجد الاقصی ودانۍ هم د همدې غره پر سر ده، خو یهودان له له دې سیمې سره تاریخي مذهبي ریښې لري او سپېڅلې یې بولي.

تاوتریخوالی ولې پیل شو؟

لاریون

د عکس سرچینه، Reuters

یهودي ځوانان هر کال په همدې نېټه د ختیځ بیت المقدس په مسلمان میشتو سیمو کې د ۱۹۶۷ کال د جګړې په یاد غونډې جوړوي او فلسطینیان دا کار قصداً د دوی د احساساتو راپارول ګڼي.

تېر کال د یهودانو دا کلنی لاریون د کورونا وېروس له کبله ځنډول شوی و، خو سږ کال ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه ترسره شي.

خو د اسرائیل امنیتي چارواکو اوس ویلي، د تېر اعلان برعکس یهودان اجازه نه لري چې د حرم شریف محوطه کې لاریون وکړي.

په زاړه ښار کې د عطرو او د مسلمانانو د جامو یو پلورونکی محمد وايي، اسراییلي پولیسو ورته وویل چې د دوشنبې ورځې په ماسپښین باید خپله هټۍ وتړي او دا هغه وخت دی چې اسراییلي ځوانانو د لاریون لپاره ټاکلی دی.

اسراییلو ختیځ بیت المقدس د ۱۹۶۷ کال د جګړې پر مهال لاندې او وروسته رسمآ خپلې خاورې پورې وتاړه، خو ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یې د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.

اسراییلي پولیسو غږیز او لوګی جوړوونکي ګرنېټ کارولي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسراییلي پولیسو غږیز او لوګی جوړوونکي ګرنېټ کارولي

د اسراییلو ددفاع وزارت یوه پخواني چارواکي عاموس جلعاد د یهودي ځوانانو د غونډې د لغوه کېدو غوښتنه کړې. هغه د اسراییلو د پوځ راډیو ته ویلي: "د باروتو بیرل سوځي او هر وخت یې د چاودلو امکان شته".

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا ناسته لري، چې په ختیځ قدس کې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیا ډېرېدو په اړه بحث وکړي.