مصنوعي ځیرکتیا: "په پټه د ځیرکو عینکو په مټ مې ويډيو ثبت شوه، وروسته له انلاین ځورونې سره مخ شوم"

د عکس سرچینه، Georgia Poncia/BBC
- Author, جورجيا بونيكا
- دنده, د بي بي سي نیوز د "سوت ایسټ" د څېړنیز پروګرام ټیم
د هغو ځیرکو عینکو شهرت، چې د په سترګو کولو وړ ټېکنالوژۍ راتلونکی ګڼل کېږي، یو ځل بیا په ځواکمنه توګه راڅرګند شوی دی. خو ښځو ته د زیان رسولو، د هغوی د سپکاوي او د هغوی د محرمیت د نقض لپاره له دې محصولاتو د ګټې اخیستو په اړه اندېښنې موجودې دي.
اوناغ وایي یو سړي د ځیرکو عینکو په مرسته، چې کامره په کې جوړه وه، په پټه د هغې وېډیو ثبت کړه، پرته له دې چې هغه خبره شي او یا یې خوښه وي او دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه، چې شاوخوا یو میلیون ځله ولیدل شوه او سلګونه تبصرې پرې وشوې، ډېری یې جنسي او سپکاوي لرونکې وې.
هغې زیاته کړه، "زه نه پوهېدم چې له ما سره داسې پېښېږي، ما د دې خپرولو اجازه نه وه ورکړې او نه مې په پټه د ثبتېدو رضایت ورکړی و."
او همدارنګه وایي، "دې واقعا زه ووېرولم او داسې انګېرم چې په عامه ځایونو کې له خلکو سره له مخامخېدا وېرېږم".
اوناغ له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې کله هغې په تېر جون کې د برایټن په ساحلي ښار کې د لمر وړانګو ته پرته وه، یو سړی چې د لمر عینکې پر سترګو وې هغې ته نژدې شو او د هغې نوم، له کوم هېواد یې او د ټیلیفون د شمېرې اخیستو پوښتنې یې ترې وکړې.
اوناغ په مهربانۍ ځواب ورکړ او ویې ویل چې هغه ملګری لري.
څو اونۍ وروسته، هغې ته یوه ویډیو واستول شوه چې په ټیک ټاک خپره شوې وه او دا د هغه خبرو ثبت و چې د سړي سره شوې وې، هغه پوهه شوه چې هغه د خپلو عینکو په مرسته دا وېډیو ثبت کړې ده.
ځیرکې عینکې پر سترګو کول هغو معلوماتو او کاریالونو ته لاسرسی پیدا کوي د ځیرک ټیلیفونونو په څېر دي، په دې کې نقشې کارول، موسیقي اورېدل او د ویډیوګانو ثبتول شامل دي.
کله چې اوناغ ویډیو کتله د کتونکو شمېر یې لا پسې ډېرېده، هغې وویل چې هغه "ډېره وېرېدلې" ده.
هغې وویل، "دا زما له واکه بهر و او همدې خبرې زه ډېره وېرولې وم."
اوناغ پولیسو ته د پېښې راپور ورکړ، خو ورته وویل شول چې دوی څه نه شي کولای، ځکه چې په عامو ځایونو کې د خلکو ثبتول قانوناً ممنوع نه دي.
اوناغ وویل، "دا ډول چلن هرې ښځې سره پېښېږي چې زه یې پېژنم"، خو دا چې د دې خبرو ثبت او آنلاین خپرېږي، "یو ترهوونکی او وېروونکی کار دی".
بي بي سي د هغه اکونټ له څښتن سره اړیکه ونیوله چې ویډیو یې خپره کړې وه، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
هغه سړي چې د اوناغ وېډیو یې ثبت کړې، سلګونه ورته ویډیوګانې په خپل ټېک ټاک خپرې کړې وې او دا یوازېنی کس نه دی چې دا ډول منځپانګه جوړوي.
یوه بل سړي هم د کیت وېډیو په ځیرکو عینکو ثبت کړې وه.
کیت په جمنازیم کې وه کله چې سړي هغې ته نژدې شو او د هغې د تیلیفون شمېره یې وغوښته هغې منفي ځواب ورکړ.
په بله ورځ، ورته ویډیو ټېک ټاک ته واستول شوه چې هماغه صحنه پکې ثبت شوې وه او ویډیو له خپرېدو شپږ ساعته وروسته، شاوخوا ۵۰ زره کسانو کتلې وه. پر ویډیو د کیت د بڼې او چلن په اړه ډېرې بې شرمه او نامناسبې تبصرې هم شوې وې.
هغې زیاته کړه، "دا دول احساس ګران دی. خلک زما پر وېډیو ټوکې جوړوي او سپکاوی کوي، پرته له دې چې پوه شي دا ټول زما په خوښه نه دي شوي".
کیت وايي، پر هغه سړي غوسه ده چې د هغې ويډیو یې ثبت کړې ده.
کیت بي بي سي ته وویل هغه دوه ځله د جنسي تېري قرباني شوې هم ده.
هغې وویل:،"کله کله داسې احساس کوې چې ستا رواني روغتیا ښه شوې، خو بیا بیا داسې پېښې کېږي".
له دې پېښې وروسته، ټېک ټاک هغه حسابونه حذف کړي چې د اوناغ او کیت ویډیوګانې یې خپرې کړې وې، وروسته له دې چې هغوی پر دې حسابونو د شکایت راپور ثبت کړ.

د عکس سرچینه، Georgia Poncia/BBC
د "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پایته رسولو" له کمپاین څخه ریبیکا هیټشن بي بي سي ته وايي د ځیرکو عینکو په مرسته د خلکو د خوښې پرته ثبتول "له بده مرغه، ډېر پېښېدای شي".
هغې زیاته کړه، "ډېره څرګنده ده چې دغه ډول عینکې د جرمونو ترسره کولو لپاره، یا د زیان رسوونکي جنسي چلن په برخه کې کارول کېږي، چې له امله یې ښځې ځان ناخوندي او سپک احساسوي".
هغې روښانه کړه، "دا بې شکه د ښځو او نجونو پر وړاندې د اندېښنې وړ او وېروونکي پېښو نښه ده".
د وخت په تېرېدو، ځیرکې عینکې داسې جوړې شوې چې د عادي عینکو په څېر ښکاري.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا کار د دې پر پېژندلو چې دا د هوښیارې ټکنالوژۍ عینکې دي، چاره سختوي.
مېټا شرکت، چې د وټساپ، فېسبوک او انسټېګرام مالک دی، په ۲۰۲۱ کال کې ځیرکې عینکې خرڅول پیل کړل او د تېر کال له فبروري یې شاوخوا دوه میلیونه عینکې خرڅې کړې دي.
شرکت وایي د دوی ځیرکې عینکې "د رڼا دوه اړخیزه خپروونکي لري، هرکله چې یو څوک منځپانګه ثبت کړي، فعالېږي، نو نورو ته څرګنده وي چې وسیله ثبت کوي".
اوناغ او کیت ویلي نه دي چې د ثبت پر مهال یې د عینکو لمررنګه رڼا لیدلې وي.
موږ پایلې مېټا شرکت ته وړاندې کړې او شرکت وویل چې "د مشتریانو د نظریاتو او روانو څېړنو پربنسټ به په دوامداره توګه د خپلو ځیرکو عینکو د ښه والي پر چاره بیا کتنه کوي ".
"ځیرکې عینکې ګټورې دي"
په عمومي ډول، په عامو ځایونو کې د خلکو ثبتول قانوني دي، پرته له دې چې هغوی داسې کار وکړي چې شخصي ګڼل کېږي، خو دغه کار د ځینو قوانینو لکه د ځورونې یا تعقیب له قوانین لاندې هم راځي.
د کېنټ پوهنتون د ټولنې سایبري امنیت انسټیټیوټ ډاکټر جېسون نیرس وویل، "یوه ستونزه دا ده چې قوانین د ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره نه روانېږي".
هغه وویل، "زه باور لرم چې ځیرکې عینکې ګټورې دي" او روښانه یې کړه چې خلک کولی شي د دې له لارې د استوګنې پاملرنې، ګرځندوی او د ژوند اسانتیا لپاره ګټه پورته کړي، خو په ورته وخت کې نه شو کولای د دې ناوړه کارونې اجازه ورکړو".
هغه زیاته کړه، "موږ باید په واضح ډول مجرمانو ته وښیو چې که دوی زیان ورسوي، محکمه کې به محاسبه کېږي".
نیرس هم خبرداری ورکوي، "د ځیرکو عینکو پېژندل سخت شوي، معنا دا چې ډېر خلک ښايي دومره احتیاط ونه کړي لکه څنګه چې اړتیا ده".

د عکس سرچینه، Reuters
مېټا شرکت ویلي لکه د هرې ثبتوونکې وسيلې په څېر، هغه کسان چې ځیرکې عینکې کاروي، باید په "زیان رسوونکو فعالیتونو لکه ځورونې، د محرمیت له حقونو سرغړونې، یا حساس معلوماتو ثبتولو" کې لاس ونه لري.
د ګوګل عینکې، د ځیرکو عینکو له لومړیو ډولونو وې چې په ۲۰۱۴ کال کې په بریتانیا کې بازار ته وړاندې شوې او د هرې جوړې بیه یې شاوخوا ۱۰۰۰ پاونډه وه.
ګوګل پلان لري چې سږکال بېرته بازار ته راستون شي او داسې ځیرکې عینکې له مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ سره وړاندې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، "د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی یو ملي بېړنی حالت دی او موږ دا څېړو چې ټېکنالوژي، په ځانګړي ډول ځیرک وسایل، څنګه د قربانیانو د زیان رسولو لپاره کارول کېږي".
د ګوګل شرکت زموږ د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.









