د انسان په څېر روبوټ جوړولو سیالي به څوک وګټي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کرې کېنګ او بېن مورېس
- دنده, بي بي سي
د جرمني هانوور ښار کې د پسرلي روښانه سهار دی، او زه د يوه روبوټ لیدو ته روان یم.
د جي ۱ روبوټ ليدو ته چې د چين يونټري شرکت جوړ کړی بلل شوی یم. دا انسان ته ورته روبوټ دی چې د هانوور مېسي په نړیوال صنعتي نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوی دی.
دا د جي ۱ روبوټ شاوخوا ۴ فټه او دری اېنچه چې ۱۳۰ سانتي متره کېږي لوړوالی لري. دا د نورو روبوټونو پرتله کوچنی او ارزانه دی. د په زړه پورې حرکاتو او مهارت ويډيوکانې يې ډېرې مشهورې شوې دي.
نن دا روبوټ د يونټري د پلور مدير پېډرو ژينګ له خوا له لرې کنټرولېږي.
نوموړی وايي، هر پېرودونکی باید د جي ۱ روبوټ د دندو ترسره کولو لپاره په خپله پروګرام کړي.
له دې ځايه تېرېدونکي خلک درېږي او هڅه کوي چې له جي۱ سره اړیکه ونيسي، داسې څه چې په نندارتون کې د نورو روباټونو په اړه نشي ويل کېدی.
خلک د جي ۱ لاس نيسي، ناڅاپي حرکتونه کوي چې د روباټ غبرګون وګوري. کله چې دا روبوټ لاس په نامه ودرېږي، خلک ورته خاندي او که ورسره ټکر شي بښنه ترې غواړي.
د دې انسان ته ورته بڼه، که څه هم لږه عجیبه ښکاري، خو خلک ورسره ارامه احساس کوي.
یونټري د هغو ګڼ شمېر شرکتونو له ډلې یو دی چې انسان ته ورته روبوټونه جوړوي.
دا ټېکنالوژي د سوداګرۍ لپاره یو داسې کارکوونکی کېدی شي چې نه رخصتي غواړي او هم د معاش زياتېدو غوښتنه کوي.
په کورونو کې هم دا تر ټولو غوره ماشین کېدی شی، څوک به ونه غواړي يو داسې ماشین ولري چې کالي پاکولی او لوښي مينځلی شي.
خو لا هم دا ټېکنالوژي له بشپړتيا لرې ده. روباټي لاسونه او ګرځنده روبوټونه له کلونو راهيسې په فابریکو او ګودامونو کې کارول کېږي، خو په دې کارځايونو کې شرايط کنټرول کېدی شي او کارګران خوندي ساتل کېدی شي.
خو کله چې یو انسان ډوله روبوټ داسې غیر کنټرولېدونکو چاپېریالونو لکه رسټورانټ او یا کور ته راوستل شي، نو ستونزې ورسره راولاړېږي.
د دې لپاره چې ګټور ثابت شي د انسان په څېر روباټونه باید پیاوړي وي، خو له دې سره د دوی احتمالي ګواښ هم زیاتېږي- په ساده ډول په غلط وخت کې غورځېدل ښايي ډېر خطرناک وي.
نو، د دې ډول روبوټونو د کنټرول لپاره باید د مصنوعي ځيرکتيا (اې ای) برخه کې ډېر کار او پرمختګ وشي.
د یونټري یوه ویاند بي بي سي ته وويل، "مصنوعي ځيرکتيا تر اوسه لا کوم ستر پرمختګ نه دی کړی."
دی وايي، "د روبوټونو اوسنۍ مصنوعي ځيرکتيا ته د منطق او استدلال پر بنسټ د پېچلو کارونو بشپړول لا هم یوه ستره ننګونه ده."
اوسمهال د جي ۱ روبوټ په څېړنیزو مرکزونو او تخنیکي شرکتونو کې کارول کېږي.
نن سبا پانګوالو خپل تمرکز په ګودامونو او فابریکو کې د انسانانو په څېر روبوټونو کارونې ته اړولی دی.
د دې ټولو تر ټولو مشهوره څېره اېلان مسک دی. د نوموړي د موټرو شرکت، ټېسلا، د اپټېموس په نامه انسان ته ورته روبوټ جوړوي. مسک د جنورۍ په میاشت کې وویل چې سږکال به "زرګونه" دغه ډول روبوټونه جوړ کړي، او تمه لري چې دا روباټونه به د ټېسلا په فابریکو کې "ګټور کارونه" ترسره کړي.
نور موټر جوړونکي شرکتونه هم ورته لاره تعقیبوي. بی اېم ډبلیو په دې وروستیو کې په یوه امریکایي فابریکه کې انسان ته ورته روبوټونه معرفي کړي. همدارنګه د جنوبي کوریا موټرو جوړونکي شرکت هایونډای (Hyundai) د بوسټن ډاینمېکس شرکت څخه لسګونه زره روبوټونه پېرلي دي.
توماس انډرېسن، چې د اېس ټي ای کيو څېړنیز شرکت بنسټ ایښودونکی دی، اوس مهال د ۴۹ هغو شرکتونو چې انسان ته ورته روبوټونه (هغه روباټونه چې دوه لاسونه او دوې پښې لري) جوړوي، پرمختګ څاري. که هغه روبوټونه چې دوه لاسونه، دوې پښې لري او پر څرخونو خوځېږي ور اضافه کړو نو له ۱۰۰ د زیاتو شرکتونو څارنه کوي.
ښاغلی انډرېسن باور لري چې چينايي شرکتونه به دا بازار تر ډېره کنټرول کړي.
نوموړی وايي، "چین کې د روبوټي برخو د تولید سلسله او ټول سیستم ډېر پراخ دی، او د پرمختګ او څېړنې لپاره شرایط ډېر اسانه دي."
د یونټري په بيه کې دا له ورايه ښکاري چې ارزانه دی. د دوی د جي ۱ روبوټ بيه ۱۶ زره امریکايي ډالره ښودل شوې ده.
همدارنګه، ښاغلی انډرېسن وايي، په دې برخه کې په اسيايي هېوادونو کې ډېره پانګونه هم کېږي.
د اېس ټي ای کيو په يوه وروستي راپور کې راغلي چې د انسان ته ورته روبوټونو په برخه کې ۶۰ سلنه پانګونه په اسیا او د پاتې برخې ډېره يې په امریکا کې شوې ده.
چینایي شرکتونه د ملي او ځايي حکومتونو له ملاتړه هم برخمن دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بېلګې په توګه، په شانګهای کې د دولت له خوا تمویل شوی د روبوټونو د روزنې مرکز شته، چېرته چې لسګونه انسان ته ورته روباټونه د کارونو د ترسره کولو تمرین کوي.
نو، امریکایي او اروپایي روبوټ جوړونکي څرنګه کولی شي له دغې سره سيالي وکړي؟
د بريتانيا په برېسټل کې مېشت برین پیرېس د روبوټونو دری شرکتونه جوړ کړي دي او د هغه وروستي شرکت، کېنېسي (Kinisi)، اوس د (کې ار ۱) روباټ وړاندې کړی دی.
که څه هم دغه روبوټ په بریتانیا کې طرحه او جوړ شوی، خو تولید به یې په اسیا کې کېږي.
ښاغلی پیرېس وایي، "ستونزه دا ده چې که ته د یو اروپایي یا امریکایي شرکت استازی یې، نو ټولې پرزې بايد له چینه واخلې".
"نو دا بېمعنا کېږي چې ته ماشينونه، بېټرۍ او نور توکي له چینه واخلی او بیا یې نیمه نړۍ ولېږدوی او يو ځای يې کړې، حال دا چې کولای شې همدلته په اسیا کې دا کار ترسره کړې."
سربېره پر دې چې خپل روباټونه په اسیا کې تولیدوي، ښاغلی پیرېس د لګښتونو د کمولو لپاره خپل روبوټ په بشپړه انساني بڼه نه دی جوړ کړی.
کې ار ۱ روبوټ د ګودامونو او فابریکو لپاره جوړ شوی او پښې نه لري.
نوموړی وايي، "په دغو ځایونو کې ټول پوړونه هوار دي. نو ډېر لګښت او پېچلې بڼې ته اړتیا نشته... "
د امکان تر کچې، د هغه کې ار ۱ روبوټ له عامو تولید شويو پرزو جوړ شوی دی، د بېلګې په توګه، د دې څرخونه هماغه دي چې په برېښنايي سکوټرونو کې کارول کېږي.
دی زیاتوي، "زموږ ټول ماشينونه، بېټرۍ، کمپیوټرونه او کامرې په پراخه کچه تولید شوې او په اسانه موندل کېدی شي."
لکه د یونټري شرکت، ښاغلی پیرېس هم وایي چې د اصلي بریا راز له انسانانو سره د روبوټ د همکارۍ لپاره سافټویر دی.
دی وايي، "ګڼ شرکتونه ډېر پرمختللي روبوټونه جوړوي، خو بیا د هغو نصبولو او کارولو لپاره د روباټونو په برخه کې د پي اېچ ډي ضرورت وي."
"خو موږ دا هڅه کوو چې یو داسې ساده روبوټ جوړ کړو چې د یو عادي ګودام یا فابریکې کارکوونکی یې په څو ساعتونو کې زده کړي."
دی وايي که انسان د کې ار ۱ روبوټ مخ ته ۲۰ يا ۳۰ ځله يو کار ترسره کړي دا روباټ يې زده کولی شي.
د کې ار ۱ روباټ به سږ کال په ازمایښتي ډول پېرودونکو ته ورکړل شي.

د عکس سرچینه، Kinisi
نو، ایا روبوټونه به کله له فابریکو څخه کورونو ته هم لار ومومي؟ ښاغلی پیرېس وایي چې دا کار لا هم ډېر وخت غواړي.
نوموړی وايي، "زما د تېرو شلو کلونو اوږدمهاله خوب دا و چې یو داسې روبوټ جوړ کړم چې هر څه وکړي. دا هغه څه وو چې ما د خپلې پي اېچ ډي پر مهال پرې کار کاوه. زه باور لرم چې دا وروستۍ موخه ده، خو دا یو ډېر پېچلی ماموریت دی."
دی زیاتوي، "زه لا هم فکر کوم چې یو وخت به دا روبوټونه کورونو ته راشي، خو دا لږ تر لږه له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې وخت غواړي."











