روبوټونه له ماشومانو سره ښوونځي ته ستنېدو کې مرسته کوي

روبوټ

د عکس سرچینه، Wirral Council

د عکس تشریح، روبوټونه د دې لپاره ډیزاین شوي چې د ماشوم احساساتي اړتیاوو ملاتړ وکړي او دوی بېرته ټولګي ته ستانه کړي

روبوټ د هغو ماشومانو د عاطفي ملاتړ لپاره کارول کېږي چې ښوونځي ته تللو کې ستونزې لري.

ماشینونه، چې د انګلستان شمال لوېدیځ ویرال کې زدکوونکو ته وړاندې کېږي، له زدکوونکو سره د مایکروفون، اېموجي (د مخ نښو) ښودلو او څراغونو په کارولو د خپلو احساساتو شریکولو کې مرسته کوي.

شورا وویل، روبوټونه لا دمخه په په ازمېښتي توګه کارول شوي او د حاضرۍ کچې ۲۱٪ ښه کولو کې یې مرسته کړې ده.‌

کونسلر سټیفن بېنېټ وویل، دا ممکن "ډېره لیرې خبره یا د راتلونکې مسله" وي، خو روبوټونه "لا دمخه په ریښتیني ژوند کې د پام وړ اغېزه درلوده".

دوولس AV1 روبوټونه له هغو ماشومانو سره د مرستې لپاره د لاسرسي وړ دي چې په ویرال سیمه کې له احساساتي پلوه ښوونځي ته له تللو ډډه کوي.

ښاغلي بېنېټ وویل: "دا کار د SEND په نامه د یوه سیمه‌ييزې شریک بورډ لخوا څارل شوی او دا یوه کلیدي پروژه ده چې له اضافي اړتیاوو سره له ماشومانو سره ښوونځي ته په تګ کې مرسته وکړي او په زدکړه کې بریالي شي."

ESBA د هغو ماشومانو د تشرېح لپاره کارېدونکې اصطلاح ده چې د عاطفي یا احساساتي عواملو پایله کې ښوونځي ته تګ کې شدیده ستونزه لري.

'د باور جوړول'

هاوارډ، چې سرطان لري، په خپل ځای کې د (AV هاوارډ) په لېږلو سره کولی شي د کور یا روغتون درسونو ته حاضر شي.
د عکس تشریح، هاوارډ، چې سرطان لري، په خپل ځای کې د (AV هاوارډ) په لېږلو سره کولی شي د کور یا روغتون درسونو ته حاضر شي.

دا وسیله، چې له زلمي سره ښوونځي ته راوړل کېږي، دوی ته اجازه ورکوي چې د یواړخیزه ژوند جریان ته لاسرسی ومومي او د مایکروفون له لارې اړیکه ونیسي.

ازمېښتي بڼه یې، چې له اپرېل څخه تر جولای پورې ترسره شوه، د ویرال اوه ښوونځي پکې شامل وو چې د AV1 کارولو سره د زدکوونکو د رسمي حاضرۍ کچې ورسره په اوسط ډول ۲۱٪ ښه شوه.

د هغو ساعتونو شمېر چې زدکوونکي په درسونو په کې بوخت وو ۴۲٪ وده کړې.

په ازمېښتي بڼه کې د ویرال متخصص ثانوي ښوونځي استازي وویل: "کله چې په بشپړ ډول وصل شو، زدکوونکو له تجربې خوند واخیست.

سر ښوونکي مارتین او سلیوان د زدکونکو ته وویل "څوک چې زدکړې ته لاسرسی نه لري"، "دا به راتلونکی وي"
د عکس تشریح، سر ښوونکي مارتین او سلیوان د زدکونکو ته وویل "څوک چې زدکړې ته لاسرسی نه لري"، "دا به راتلونکی وي"

"د اړیکو جوړولو او پر زدکړه کې د باور جوړولو لپاره په ښکاره ډول ډېر امکانات شته."

شورا وویل،AV1 به د 'لنډ مهاله مداخلې وسیلې' په توګه وکارول شي چې زدکوونکو ته په تدریجي ډول د ښوونځي له سیستم سره بېرته یوځای کېدا کې مرسته وکړي.

ځایی چارواکو وویل چې د EBSA روزنه هم په ویرال سیمه کې ټولو ښوونځیو ته وړاندې کېږي، د ویرال ښوونځیو ۸۴٪ کارمنان لا دمخه په دې اړه روزل شوي دي.

ویرال په مرسیسایډ کې لومړی مقام دی چې روبوټونه یې منلی او هلته د ځوانانو لپاره یې په رسمي وړاندیز کې شامل کړي دي.