انسان ته ورته "اپټیموس" روباټ
د ټېسلا شرکت اجرائيوي مشر اېلن مسک انسان ته ورته د "اپټیموس" په نامه یوه روباټ نندارې ته وړاندې کړ او هیله یې دا ده چې د برېښنايي ګاډو جوړوونکی شرکت به تر راتلونکو څو کلونو پورې میلیونونه دغه روباټونه جوړ کړي.
اپټیموس روباټ د سلیکون دره کې خلکو ته وښودل شو چې پخپلو پښو روان دی. مسک هیله لري چې بازار کې به د دې روباټ بیه تر ۲۰ زرو ډالرو کمه وي.